پاول فایرابنډ

اوتريشي پيلسوپ

پاول کارل فایرابنډ (زوکړه: د ۱۹۲۴ زکال د جنوري ۱۳مه – مړینه: د ۱۹۹۴ زکال د فبروري ۱۱مه نېټه) اتریشي فیلسوف و چې د علومو د فلسفې په برخه کې یې د خپلو چارو له امله شهرت درلود. هغه خپل علمي کاري ژوند د برېسټول په پوهنتون کې د علومو د فلسفې د ښوونکي په توګه پیل کړ (۱۹۵۵ – ۱۹۸۹ زکال)؛ له دې وروسته په برکلي کې د کالیفورنیا پوهنتون ته ولاړ چېرې چې نوموړي د لسیزو لپاره (۱۹۵۵ – ۱۹۸۹ زکال) درس ورکړ. ده د خپل ژوند په اوږدو کې په مشترک ډول د لندن په یونیورسیټي کالج (۱۹۶۷ – ۱۹۷۰ زکال)، د لندن د اقتصاد په ښوونځي (۱۹۶۷ زکال)، اف یو برلین پوهنتون (۱۹۶۸ زکال)، یل پوهنتون (۱۹۶۹ زکال)، اوکلنډ پوهنتون (۱۹۷۲، ۱۹۷۵ زکال)، ساسکس پوهنتون (۱۹۷۴ زکال) او بالاخره د زوریخ د ټکنالوژۍ په انستیتیوت (۱۹۸۰ – ۱۹۹۰ زکال) کې تدریس وکړ. ورته مهال یې د مینه سوتا په پوهنتون (۱۹۵۸ – ۱۹۶۲ زکال)، سټنفورډ پوهنتون (۱۹۶۷ زکال)، کاسل پوهنتون (۱۹۷۷ زکال) او ټرېنټو پوهنتون (۱۹۹۲ زکال) کې لکچرونه ورکړل او آن په ځینو کې یې د یو شمېر لکچرونو لړۍ مخته یووړې. [۱۴]

پاول فايرابنډ
Paul Karl Feyerabend (جرمني ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږون‌ځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۱۳ جنوري ۱۹۲۴[۵][۶][۷] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د مړينې نېټه
۱۱ فبروري ۱۹۹۴[۵][۶][۸] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د مړينې لامل
د مړينې ځای
د مړينې لامل
زدکړنځی
ژبې
اغېزمن شوی له
دنده
عامه معلومات
عمومي معلومات

د فایرابنډ تر ټولو مشهور کتاب د کړنلارې پر خلاف (Against Method؛ ۱۹۷۵ زکال) نومي اثر دی؛ په دغه اثر کې نوموړي د دې اړوند استدلال کړی چې د یوې علمي څېړنې په موخه هېڅ معتبر میتودولوژیکي قواعد شتون نه لري. ده همدارنګه د سیاست علم ته د اړوندو موضوعاتو په اړه څو مقالې او په یوه آزاده ټولنه کې یې د علم (Science in a Free Society؛ ۱۹۷۸ زکال) په نامه یو اثر ولیکه. د فایرابنډ په نورو اثارو کې د هنرونو علم (Wissenschaft als Kunst؛ ۱۹۸۴ زکال)، له عقل سره خدای پاماني (Farewell to Reason؛ ۱۹۸۷ زکال)، د پوهې اړوند درې بحثونه (Three Dialogues on Knowledge؛ ۱۹۹۱ زکال) او د پریمانۍ د فتح (Conquest of Abundance؛ د ده له مړینې وروسته په ۱۹۹۹ زکال کې خپور شو) په نامه اثار شاملېږي چې وروستی یاد شوی اثر یې له ۱۹۷۰مې لسیزې څخه په ۱۹۹۴ زکال کې د ده د مړینې تر مهاله د هغه د یو شمېر لیکل شوو مقالو ټولګه وه. له ده څخه یو اثر نابشپړ پاتې شو چې بیا په ۲۰۰۹ زکال کې د طبیعي فلسفې (Naturphilosophie) په نامه خپور او په ۲۰۱۶ زکال کې په انګریزي ژبه وژباړل شو. په دغه اثر کې نوموړي د هومر له دورې څخه د شلمې پېړۍ تر نیمايي پورې د طبیعي فلسفې تاریخ رانغښتی و. د فایرابنډ لیکنې او اثار د تاریخ او همدارنګه د علومو او اخلاقو د فلسفې ترمنځ د اړیکو، لرغونې فلسفې، د هنر د فلسفې، سیاسي فلسفې، طبابت او فزیک موضوعات په ځان کې نغاړي. د وژنې د مهال (Killing Time) په نامه د ده وروستی اثر چې ژوند لیک یې و د ناروغۍ په بستر کې یې پای ته ورساوه. د ده ګڼ شمېر لیکونه او نور نه خپاره شوي اثار یې له مړینې وروسته خپاره شول. [۱۵][۱۶]

پاول فایرابنډ د ۲۰مې پېړۍ یو له مخکښو فیلسوفانو څخه بلل کېږي. په ۲۰۱۰ زکال کې یوې نظرپوښتنې نوموړی د ۸ اغېزمنو فیلسوفانو په کتار کې شامل کړ. دی د توماس کوهن، ایمره لاکاتوش او نورووډ راسل هانسن په خوا کې د علومو د فلسفې د تاریخي بدلون له مخکښانو بلل کېږي چې د علمي کثرت پالنې (علمي پلورالېزم) اړوند د هغه چارو د سټنفورډ په مکتب او د علومو په معاصرې فلسفې پام وړ اغېز درلود. فایرابنډ د علمي پوهې د ټولنپوهنې په برخه کې یو له پام وړ شخصیتونو څخه و. ویناوو یې پریمانه مخاطبین لرل او نړیوال پام یې ځانته جلب کړی و. د هغه څو اړخیز شخصیت د ایان هکېنګ په ادبي لیکنو کې په ښه توګه بیان شوی: «انسان پالونکي، زما د لرغوني فکر له مخې، باید د هنر او علم دواړو برخه وي. پاول یو انسان پالونکی و. دی همدارنګه ټوکي هم و». [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د دغه انسان پالونکي تعبیر سربېره د هغه په وروستیو اثارو کې د انسان پالنې اړوند اندېښنې لامل وګرځېدې په ۲۰۰۶ زکال کې د نوموړي په ویاړ د پاول کارل فایرابنډ بنسټ تاسیس شي. دغه بنسټ «... د محرومو انساني ټولنو پیاوړتیا او هوساینې ته کار کوي. دغه چاره د ټولنو ترمنځ او په ټولنو کې دننه د همبستګۍ په پیاوړتیا، د سیمه ئیزو ظرفیتونو په لوړاوي، بشري حقونو ته د درناوي په ترویج او همدارنګه د کلتوري او بیولوژیکي تنوع په ساتنې ترسره کوي». په ۱۹۷۰ زکال کې د شیکاګو لویولا پوهنتون ده ته د انساني علومو په برخه کې افتخاري دوکتورا ورکړه. ورته مهال فایرابنډ کوچنۍ سیاره (۲۲۳۵۶) هم د ده په نوم نومول شوې. [۲۱]

ژوند لیک

سمول

لومړنی ژوند

سمول

فایرابنډ د ۱۹۲۴ زکال پر مهال د اتریش په ویانا ښار کې وزیږېد. د هغه پلرنی بابا د هلېنا فایرابنډ په نامه د دوی د کور د خدمتګارې څخه نامشروع ماشوم و. پلار یې چې په اصل کې له کارنتیا څخه و، د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال په ایستریا کې د سمندري سوداګریز پوځ افسر او په ویانا کې یو ملکي مامور و، تر هغه چې د زړه د سکتې له امله ومړ. د مور کورنۍ یې د اتریش له ستوکرائو ښار څخه وه او خپله هم خیاطه وه چې د ۱۹۴۳ زکال د جولای په ۲۹مه نېټه یې د اروايي فشار له امله ځان وژنه وکړه. د دوی کورنۍ د کارګرې طبقې د اوسېدونکو په یوه سیمه (Wolfganggasse) کې مېشته وه چې په دغه سیمه کې تر ډېره کوچیانو موسیقارانو او د هغو نږدې خپلوانو ژوند کاوه؛ ورته مهال په کې ناڅاپي پېښې او د یو بل ترمنځ شخړې د ورځني ژوند برخه ګرځېدلې وې. [۲۲][۲۳][۲۴] [۲۵]

فایرابنډ چې د یو کاتولیک په توګه را لوی شو ریل جمنازیوم ډوله ښوونځي ته ولاړ او په ښوونځي کې یو له هغو تکړه زده کوونکو څخه و چې په ځانګړې توګه یې د فیزیک او ریاضیاتو په مضامینو کې ډېره وړتیا لرله. ده د خپل پلار په مرسته د ۱۳ کلنۍ په عمر تلسکوپ جوړ کړ چې بیا یې پرمټ د سویس د لمریزو څېړنو د انستیتیوت ناظر شو. هغه له خپل ښوونکي سوالډ توماس څخه الهام واخیست او دومره شهرت یې وموند چې له خپلو ښوونکو څخه ډېر پېژندل کېده. فایرابنډ چې لیواله مطالعه کوونکی و او په ځانګړې توګه یې د افسانوي او کړکېچ لرونکو کیسو ناولونه لوستل په ناڅاپي توګه له فلسفې سره مخ شو. د افلاطون، ډکارټ او بوشنر اثارو د استدلال له ډراماتیک ځواک سره د هغه لېوالتیا راوپاروله. وروسته بیا د ماخ، اډینګټون او ډینګلر د اثارو له لارې د علومو له فلسفې سره مخ شو او دغه مهال یې د زردشت داسې وویل (Thus Spoke Zarathustra) او یوازی سړي (lonely man) په نامه د نیچه له دوه اثارو سره پریمانه لیوالتیا ومونده. هغه د لیو لهنر په مشرۍ د موسیقۍ په یوه ګروپ کې سندرې وویلې او بیا پسې اوپرا ته معرفي شو چې دلته یې د جورج اوګل او هانس هاټر له نندارو څخه الهام واخیست.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

اغېز

سمول

په فلسفه کې

سمول

په داسې حال کې چې د کړنلارې پر خلاف (Against Method) تر عنوان لاندې د فایرابنډ د ډېر لوستل شوي اثر اړوند فوري علمي هرکلی تر ډېره منفي و، خو نن ورځ نوموړی په شلمه پېړۍ کې د علومو یو له تر ټولو اغېزمنو فیلسوفانو څخه ګڼل کېږي. د یوې نړیوالې کړنلارې پر ضد د فایرابنډ استدلالونه تر یوه بریده منل شوي او د ۲۱مې پېړۍ د ډیری فیلسوفانو له خوا تر ډېره بدیهي ګڼل کېږي. د کثرت پالنې اړوند د هغه استدلالونو دغه موضوع په یوه اصلي جریان واړوله؛ ورته مهال د ده له خوا د یوې خپلواکې علمي څانګې په توګه د تاریخي قضایاوو مطالعه د تاریخ او د علومو د فلسفې د پراختیا په برخه کې اغېزمنه وه. د تقلیل پالنې اړوندو استدلالونو یې په جان دوپره، کیف هوکر او آلن چالمرز باندې اغېز درلود. دی همدارنګه د ټولنیزې ساختار پالنې او د ساینس او ټکنالوژۍ په برخه کې د مطالعاتو یو له فکري مخکښانو څخه و په داسې حال کې چې د خپل ژوند پر مهال یې په دواړو څانګو کې چندان ونډه نه لرله. [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

له فلسفې بهر

سمول

د ګالیله قضیې ته اړوند د فایرابنډ تحلیل چې ادعا کوي کلیسا د اخلاقي لاملونو او تجربي نظر له مخې د ګالیله په محکوم کولو کې «په سم مسیر» روانه وه په ۱۹۹۰ زکال کې د کارډینال جوزف راټزینګر (شپاړلسم پاپ بندیکټ) له خوا د یوې وینا پر مهال تائید شو. فایرابنډ په خپل ژوند لیک کې د ۱۹۹۱ زکال پر مهال له سټیفن جي ګولډ سره خپلې خبرې یادې کړي، هغه مهال چې ګولډ ورته وویل په اګېنسټ میتود اثر کې یې د کثرت پالنې اړوند استدلالونه ده ته د نقطوي تعادل په برخه کې د څېړنو په موخه انګېزه وربخښي. د فایرابنډ چارو همدارنګه په یو شمېر هغو فیزیک پوهانو اغېز وکړ چې دا وړتیا یې احساس کوله څو یو شمېر چارې د خپلو ښوونکو له کړنلارو څخه په جدا لارو وازمایي؛ همدارنګه یې د ټولنیزو علومو ډیری پوهان هم ورته چارې ته وهڅول ځکه چې دوی د طبیعي علومو له معیارونو سره د انطباق رامنځته کولو په موخه تر شدید فشار لاندې وو. [۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱]

سرچينې

سمول
  1. Stated in: انټرنېټ ادارې دوتنه. Retrieved: ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  2. Reference URL: http://www.complete-review.com/reviews/feyerpk/killtime.htm.
  3. Reference URL: http://www.nytimes.com/2008/01/16/world/europe/16pope.html?ref=europe.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ "LIBRIS". ۲ اکتوبر ۲۰۱۲. لاسرسي‌نېټه ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date=, |date= (لارښود)
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Stated in: انټرنېټ ادارې دوتنه. Retrieved: ۹ اپرېل ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ ۶٫۲ Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه ). لاسرسي‌نېټه ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)ساتنه CS1: ناپېژانده ژبه (link)
  7. Reference URL: http://www.nndb.com/lists/498/000063309/.
  8. Reference URL: http://plato.stanford.edu/entries/feyerabend/#1.
  9. Reference URL: http://www.jstor.org/stable/20012546.
  10. Reference URL: http://www.nndb.com/people/537/000179997/.
  11. Stated in: Mathematics Genealogy Project. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  12. Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه ). لاسرسي‌نېټه ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)ساتنه CS1: ناپېژانده ژبه (link)
  13. "The Fine Art Archive". لاسرسي‌نېټه ۱ اپرېل ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)
  14. Preston, John (February 1, 2020). Zalta, Edward N. (سمونګر). The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University – په وسيله Stanford Encyclopedia of Philosophy. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. Zussman, Robert (March 1996). "Autobiographical Occasions". Contemporary Sociology. 25 (2): 143–148. doi:10.2307/2077159. JSTOR 2077159. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. "Feyerabend's Work". PKF Centennial 2024. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. Hacking, Ian (1994). "Paul Feyerabend, Humanist". Common Knowledge. 3 (2): 23–28. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  19. "Most Significant Philosophers of Science of the 20th-Century: the Results". Leiter Reports: A Philosophy Blog. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. Preston, John (February 1, 2020). Zalta, Edward N. (سمونګر). The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University – په وسيله Stanford Encyclopedia of Philosophy. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  21. "(22356) Feyerabend = 1992 WS6". International Astronomy Union. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. "Paul Feyerabend and Austrian Philosophy - His Formative Years in Postwar Vienna" (PDF). University of Vienna. Vienna Circle Society. 2023. لاسرسي‌نېټه ۲۰ جنوري ۲۰۲۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  23. Oberheim, Eric (4 September 2018). "The Incommensurability of Scientific Theories". Stanford Encyclopedia of Philosophy. Stanford. لاسرسي‌نېټه ۲۰ جنوري ۲۰۲۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  24. Feyerabend 1995، مم. 1-20.
  25. Feyerabend 1995، م. 2.
  26. Feyerabend 1995، م. 31.
  27. Feyerabend 1995، م. 50.
  28. Feyerabend 1995، م. 28.
  29. Feyerabend 1995، م. 27.
  30. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  31. Mitchell, Sandra (2009). Unsimple Truths: Science, Complexity, and Policy. مخونه 108. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  32. Lloyd, Elizabeth (1999). "The Anarchronistic Anarchist": 261. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); Cite journal requires |journal= (لارښود)
  33. Preston, John (February 1, 2020). Zalta, Edward N. (سمونګر). The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University – په وسيله Stanford Encyclopedia of Philosophy. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  34. Preston, John (February 1, 2020). Zalta, Edward N. (سمونګر). The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University – په وسيله Stanford Encyclopedia of Philosophy. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  35. Feyerabend, Paul K. (1993). Against Method (چاپ 3). مخونه 131. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  36. Hickey, T. J. (2009). "Understanding Feyerabend on Galileo". Irish Theological Quarterly. 74: 89–92. doi:10.1177/0021140008098846. S2CID 170724340. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  37. Ratzinger (1994, p.98)
  38. (په 2008-01-15 باندې). Papal visit scuppered by scholars. BBC News.
  39. Matera, Angelo (2008-01-29). "The Death of Irony: Benedict and the Enemies of Reason". National Catholic Register. EWTN News. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ فبروري ۲۰۰۸ باندې. لاسرسي‌نېټه ۱۵ فبروري ۲۰۰۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  40. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  41. Feyerabend 1995، م. 178.