پانچاشيلا د سانسکريت له ژبې څخه اخيستل شوې ده چې د پنځو اصولو معنا وركوي: پانچاشيلا په بودايي مذهب كې لاندې پنځه اصول دي:

  1. له مرگ كولو څخه ډډه.
  2. له غلا څخه ډډه.
  3. له زنا څخه ډډه.
  4. دروغ نه ويل.
  5. د دخانياتو نه استعمال.

دغه اصطلاح د هند دولت د خپلې خارجي پاليسۍ د پنځه گوني اصلونو په توگه استعمال كړل او دا اصولو په لاندې ډول دي:

  1. د هېوادونو ملي حاكميت او د ځمكې تماميت ته احترام لرل.
  2. تيرى او تجاوز نه كول.
  3. د نورو هېوادونو په داخلي چارو كې لاس نه لرل.
  4. په بين المللي روابطو كې د متقابل احترام او مساوات ساتل.
  5. د مختلفو رژيمونو ترمنځ په روغه او جوړه ژوند كول.

د باندونگ په كنفرانس كې پورتني اصول(د روغې جوړې او گډ ژوند كولو) په پنځو اصولو ياد او قبول شول.