ټوپولف ټو-۹۵
ټوپولف ټو- ۹۵ (په روسی:Ty-95) لویه روسي آلوتکه چې د خرس نوم هم ورکول شوی دی د سړې جگړې پر مهال د روسې لخوا پر امریکا د برید لپاره طراحي شوه، دا الوتکه داسې وه چې کولای یې شول څلور اټومي بمونه ولیږدوي، له دې الوتکې څخه په ۱۹۵۵ کال کې پرده پورته شوه او په مسکو کې ولیدل شوه، وروسته تر دې چې دا الوتکه ولیدل شوه امریکايي طراحان په دې فکر کې شول چې د دې الوتکې د مقابلې لپاره الوتکه ډيزاین کړي او دا الوتکه درې لسیزې د لویدیځ بلاک لپاره یو گواښ و.