ټومباک (په انگرېزي: Tombac) د مسو او جستو یو مخلوط دي چې د ۸۵٪ څخه تر ۹۰٪ پورې مسو او د ۱۰٪ څخه تر ۱۵٪ پورې جستو محتوي لري. ټومباک په ځانگړی ډول په چین، ايران او تورکيه کې د لوښو او نورو شیانو د جوړولو لپاره ور څخه کار اخيستل کېده. ټومباک د ۱۹ پېړی څخه په اروپا کې د جواهرو او مرمیاتو د جوړولو لپاره کارېږي.

یو تورکي جگ چې د ټومباک څخه جوړ شوي دي

د ټومباک ډولونه سمول

  • ټومباک چې د ۸۰٪ مسو محتوی لري ژيړ رنگ لري
  • ټومباک چې د ۸۵٪ مسو محتوی لري، طلایی رنگ لري او د موسيقو الو، مرمیاتو او جواهرو د جوړولو لپاره ور څخه کار اخیستل کېږي.
  • ټوکباک چې د ۹۰٪ مسو محتوی لري، سور رنگ لري او په ځانگړی ډول د جواهرو د جوړولو لپاره کارېږي.

انځورتون سمول