Tatra KT8D5
ټاټرا کا ټي – ۸
هېواد چېکوسلواکيا
د موټر جوړونکي ČKD
د موټر ډول د اتو اکسلونو ټرام

ټاټرا کا ټي – ۸ (په چیکي:Tatra KT8D5) د درو برخو، دوو سمتي ټیټي غولي چېکي ټرام دي چی په پراگ کی د ČKD لخوا د ۱۹۸۶ کال څخه تر ۱۹۹۳ کال پورې جوړېده. تر اوسه پورې ۱۹۹ ټرامونه جوړ شوي چی شمالي کوریا او یوگوسلاویا ته هم صادر شوي دي .

تاریخ

ټاټرا کا ټي – ۸ د اتو اکسلونو ټرامونو څخه دی چی په ۱۹۸۴ کال کی طرح او جوړ شو. په ۱۹۸۶ کال کی دس ټرامونه جوړ شول او په ۱۹۸۹ کال کی د ټاټرا کا ټي – ۸ د سېریال تولید پېل شو. په اوس وخت کی مسافران په دي ټرامونو کی د سارایوو، پيونگيانگ، پراگ، برنو، پلزن، کوشیڅې، ولگوگراد او اوستراوا په ښارونو کی سپرېدلای شی. په ۲۰۰۳ کال کی عصري شوي ماډل چی ټیټي غولی لري جوړ شو.