ټاټرا ټې – ۳

ټاټرا ټې – ۳
Tatra T3
هېواد چېکوسلواکيا
د موټر جوړونکي ČKD, Tatra Smíchov
د موټر ډول ټرام

ټاټرا ټې – ۳ (په چیکي: Tatra T3) د چېکي ټرامونو څخه دي چی په پراگ کی د ۱۹۶۰ کال څخه تر ۱۹۹۷ کال پورې د ČKD جوړونکي شرکت لخوا جوړېده. تر ۱۹۹۷ کال پورې ۱۴،۰۰۰ ټرامونه جوړ شوي او نوموړي ټرام د دی لپاره د نړۍ تر ټولو گڼ شمیر لرونکي او مشهوره ترانسپورټي وسيله ده. ټاټرا ټې – ۳ په ځانگړي ډول شوروي اتحاد ته صادر شو خو څو واگنونه په اوسیېک،سارايوو، کمنیټس، شورين، پيونگيانگ او گلاټسي کی لیدل کېدلای شی.

توصیف سمول

ټاټرا ټې – ۳ د څلورو اکسلو یو لوري ټرام دي چی د پولاد او پلاستیکي توگو څخه جوړ شوي دي. په ټرام کی څلور برېښنایی ماشينونه نصب شوي دي چی د ۱۶۰ کیلو واټو قوا لري. زیادت نه زیادت سرعت یی ۶۵ کیلومترو په ساعت کی دي.

تاریخ سمول

د ټاټرا ټې – ۳ لومړني ټرام په ۱۹۶۰ کال کی جوړ شو. په دی کال کی لمړني ازمايښتونه هم پېل شول. په ۱۹۶۱ کال کی لمړني ټرام په پراگ کی د خدمت لپاره حاضر وو. خو په ۱۹۶۲ کال کی د یو تصادف په سبب د ټرام ترانسپورتي کار وځنډېد. په اوس وخت کی نوموړي ټرامونه د چېک په جمهوريت کی په پراگ، برنو، اوستراوا، پلزن، اولوموڅ لیبېرېڅ او موسټ کی خدمت کوي.