ویکتور م. افاناسیف

ویکتور میخایلویچ افاناسیف (انگلیسي: Victor Mikhailovich Afanasyev، روسي: Виктор Михайлович Афанасьев) – (زوکړه: ۳۱-ډسمبر-۱۹۴۸) د روسیې په هوايي ځواکونو (Russian Air Force) کې ډگروال او د یوري الکسویچ گاگارین د ستورمزلو په روزنځي (Yuri Alekseyevich Gagarin Cosmonaut Training Center) کې ازمېښتي ستورمزلی دی. نوموړی د ۱۹۴۸ د ډسمبر پر ۳۱مه د روسیې په بریانسک (Bryansk) ښار کې زېږېدلی دی. ویکتور له يلېنا افاناسیفا (Yelena Afanasyeva، زوکړه: ۱۹۵۲) سره واده کړی او دوه بچیان لري. پلار یې (میخایل افاناسیف Mikhail Afanasyev) مړی شوی او مور یې (ماریه افاناسیفا Marya Afanasyeva) د بریانسک ښار په یوه سیمه کې ژوند کوي. ویکتور له فوټبال، لامبو او سیاحت سره مینه لري.

زده‌کړې سمول

ویکتور افاناسیف په ۱۹۷۰ کې له کچینسکویې پوځي پیلوټ ښوونځي (Kachynskoye Military Pilot School) څخه، او په ۱۹۸۰ کې د مسکو له اوردژونیکیدزې هوايي‌چلند انسټیټیوټ (Ordzhonikidze Aviation Institute) څخه فارغ شوی دی.

ځانگړي ویاړونه سمول

  • د شوروي اتحاد اتل
  • د شوروي اتحاد پیلوټ-ستورمزلی

تجربه سمول

نور ولولئ سمول