ویلیم ولبرفورس

ویلیم ولبرفورس
(انګلیسي: William Wilberforce د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ویلیم ولبرفورس
ویلیم ولبرفورس

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۴ اگسټ ۱۷۵۹[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]
مړینه 29 جولای 1833 (74 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لندن  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي
د لویې بریتانیا پاچاهي (–۱ جنوري ۱۸۰۱)
برېتانيا[۸]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده سياستوال[۹][۱۰]
ليکوال[۱۱]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۱۲]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
ویلیم ولبرفورس
ویلیم ولبرفورس

ویلیم ولبرفورس (1759  کال د اگسټ له 24 مې څخه د 1833 کال د جولای تر 29 ) یو برتانوي سیاستوال، مخور او د غلامانو د سوداګرۍ د ختمولو د غورځنګ مشر و. هغه د کینګسټن اوون هول یارکشایر اصلي اوسیدونکی و. هغه خپل سیاسي کیریر په 1780 کال کې پیل کړ او بلاخره له1784-1812 پورې د یارکشایر د پارلمان خپلواک غړی و. په 1785 کال کې هغه یو انجیلي مسیحي شو، چې په پایله کې دغه کړنه د هغه د ژوند په سبک کې د لویو بدلونونو او د اصلاحاتو لپاره د تلپاتې اندیښنې سبب شوه.[۱۳]

هغه په 1787 کال کې د توماس کلارکسن او د ګرانویل شارپ، هانا مور او چارلس میډلټن په ګډون د غلامانو د سوداګرۍ ضد فعالانو له یوې ډلې سره اړیکه ونیوله. دوی ولبرفورس وهڅاوه چې د غلامۍ د ختمولو مسؤلیت په غاړه واخلي او په دې ډول هغه په ډېره کمه موده کې د غلامۍ د ختمولو د مخکښو برتانوي فعالانو څخه و. هغه د شلو کلونو لپاره ترڅو چې په 1807 کال د غلامانو د سوداګرۍ ضد قانون تصویب کېده د برتانوي غلامانو د سوداګرۍ پروړاندې د پارلماني کمپاین مشري وکړه.

ولبرفورس د دین، اخلاقو او تعلیم اهمیت ته قائل و. هغه د بدعت (فساد) د ځپلو ټولنې، په هند کې د برتانوي تبلیغاتو (مشنري) کار، په سیرا لیون کې د ازادې مستعمرې رامنځته کول، د کلیسا د ماموریت ټولنه یا بنسټ او د څارویو پر وړاندې د ظلم د مخنیوي د ټولنې په څېر د کمپاینونو او موخو ملاتړی و. د هغه بنسټیزه محافظه کاري د دې لامل شوه، چې بلاخره دی له سیاسي او ټولنیز پلوه د جنجالي قانون ملاتړ وکړي. دغه ملاتړ پر ده باندې د نیوکې لامل شو او په ده باندې نیوکه وشوه، چې دی په بهر کې د غلامانو لپاره کمپاین کوي، خو په ​​خپل کور کې شته بې عدالتۍ له پامه غورځوي.

ولبرفورس په وروستیو کلونو کې د غلامۍ د بشپړ ختمولو لپاره د پیل شوي کمپاین ملاتړ وکړ او د 1826 کال څخه وروسته کله چې هغه د خپل کمزورې روغتیا له امله له پارلمان څخه استعفا ورکړه، نو په دغه برخه کې یې خپلې هڅې لا ګړندۍ کړې. دغه کمپاین د 1833 کال د غلامۍ د ختمولو قانون ته لاره هواره کړه او ددې سبب شو چې د برتانوي امپراتورۍ په ډیری برخه کې غلامي ختمه کړي. ویلبرفورس یوازې درې ورځې وروسته له هغه مړ شو، چې کله یې د پارلمان له لارې د یاد قانون د تصویب ډاډ ترلاسه کړ. هغه په وېسټ منسټر ایبي کې د خپل ملګري ویلیم پېټ ځوان سره نږدې خاورو ته وسپارل شو.[۱۴]

د ځوانۍ عمر او زده کړې سمول

ولبرفورس د 1759 کال د اګسټ په 24 مه د انګلستان د یارکشایر په ختیځ کې د هال په نامه د یوې لویې کوڅې په یوه کور کې زږېدلی و. دی د رابرټ ولبرفورس (1728-1768) چې یو شتمن سوداګر او د هغه د مېرمن الیزابېت برډ (1730-1798) یوازینی زوی و. د هغه نیکه ویلیم (1690-1774) خپله شتمني د بالتیک هیوادونو سره د سمندري سوداګرۍ او د شکر له تصفیې څخه ترلاسه کړې وه. هغه په هغه سوداګرۍ کې شریک و، چې د ​​هال د لېم په کوڅه کې یې د لرغونو قندو (شکر) کور جوړ کړی و. دوی به خام شکر د لودیځ هند له کروندو څخه واردول. هغه دوه ځله د هال ښار ښاروال وټاکل شو.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

ولبرفورس یو کوچنی، ناروغ او نازک ماشوم و، چې د سترګو کمزورتیا یې درلوده. هغه په 1768 کې د هال ګرامر په ښوونځي کې زده کړې پیل کړې، چې په هغه وخت کې د یو ځوان، متحرک سر ښوونکي جوزف میلنر لخوا رهبري کیده، چې وروسته یې د تل لپاره ملګري شو. ویلبرفورس په ښوونځي کې د ده په ملاتړله شته فضا څخه ګټه پورته کړه، خو په 1768 کال کې د هغه د پلار مړینه د هغه د ژوند په ترتیباتو کې د لویو بدلونو سبب وګرځېده. نهه کلن ویلیم فورس د هغه مور چې د هغه لپاره یې مبارزه کوله په سینټ جیمز، لندن او ویمبلډن کې د هغه د تره او ترور کورونو ته واستوه، چې په هغه وخت کې هغه کلي 7 میله (11 کیلومتره) لرې د لندن سویل لویدیز ته موقعیت درلود. هغه په پوټني کې دوه کاله په مکتب کې له کومې ځانګړې علاقې پرته خپلې زده کړې پر مخ یووړې. هغه خپلې رخصتۍ په ویمبلډن کې له خپلو هغو خپلوانو سره تېرې کړې، چې ډیره مینه یې ورسره درلوده. هغه د خپلو خپلوانو څخه پر تأثر باندې د انجیلي عیسویت سره علاقه پیدا کړه. په ځانګړي توګه د هغه د عمه حنا څخه متأثېره و، چې د یو بډایه عیسوي سوداګر جان تورنټن خور وه. دغه سوداګر یو مخور، بشر دوست او د مخکښ میتودېسټ (د عیسوي دین یوه ځانګړې څانګه) مبلغ جورج وایټفیلډ ملاتړی و. د انګلېستان له کلیسا او د انجیلیلېزم سره د ولبرفورس د سخت تمایل او علاقې څخه د هغه مور او نیکه اندېښمن شول او په 1771 کال کې یې دولس کلن ولبرفورس بېرته هال ته راوسته. ولبرفورس د خپل تره او عمه څخه په جلا کېدو باندې سخت خفه شوی و. د هغه کورنۍ د هول ګرامر ښوونځي ته د هغه د بېرته راستنېدلو سره مخالفت وکړ، ځکه چې د مکتب مدیر میتوډېسټ (د عیسوي دین یوه ځانګړې څانګه) شوی و او ویلبرفورس له 1771 څخه تر 1776 پورې په یو نږدې پوکلینګټن ښوونځي کې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړه. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11929182w — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/William-Wilberforce — subject named as: William Wilberforce — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6nc65d7 — subject named as: William Wilberforce — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/6170 — subject named as: William Wilberforce — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p31975.htm#i319741 — subject named as: William Wilberforce — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/wilberforce-william — subject named as: William Wilberforce — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0072188.xml — subject named as: William Wilberforce — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  8. https://libris.kb.se/katalogisering/75knrw6r2x8tj9d — د نشر نېټه: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸ — د خپرولو نیټه: ۲۶ مارچ ۲۰۱۸
  9. پیوستون : 118771728  — د نشر نېټه: ۲۴ جون ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  10. Oxford Dictionary of National Biography ID: https://www.oxforddnb.com/view/article/29386 — سمونګر: Colin Matthew — سرليک: Oxford Dictionary of National Biography — خپرونکی: Oxford University Press
  11. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  12. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11929182w — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  13. Wolffe 2009.
  14. Stanley 1882، ص. 248.
  15. Pollock 1977, p. 6
  16. Stott 2012, p. 16
  17. Jackson 1972, p. 196
  18. Pollock 1977, p. 3
  19. Mawer 2011.
  20. Young 2020.
  21. Tomkins 2007, p. 9
  22. Pollock 1977, p. 4
  23. Hague 2007, pp. 6–8
  24. Pollock 1977, pp. 5–6
  25. Hague 2007, p. 15
  26. Hague 2007, pp. 18–19
  27. Hague 2007, pp. 14–15