ویلیام هرشل

ویلیام هرشل
(الماني: Friedrich Wilhelm Herschel د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ویلیام هرشل
ویلیام هرشل

د شخص معلومات
زیږون نوم (الماني: Friedrich Wilhelm Herschel د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۵ نومبر ۱۷۳۸[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]
هانوفر[۱۷][۳][۱۸][۱۹][۱۶]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 25 اگسټ 1822 (84 کاله)[۲۰][۴][۱۵][۱۶]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای انګلېنډ (۱۷۵۷–)[۳]  د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي[۳]
د لویې بریتانیا پاچاهي  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده ميوزيشن (۱۷۵۳–۱۷۸۱)[۳]
فزيک پوه  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۲۱]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه ستورپوهنه
د نور فزیک  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې اووه کلنه جګړه[۳]  د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
ویلیام هرشل
ویلیام هرشل

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
فریدریک ویلیام هرشل (په جرمني ژبه : فریدریش ویلهلم هرشل؛ زوکړه: د ۱۷۳۸ زکال د نومبر ۱۵ مه – مړینه: د ۱۸۲۲ زکال د اګست ۲۵ مه) جرمني الاصله بریتانوی ستور پوه او کمپوز جوړونکی و. هغه تر ډېره پورې له خپلې کوچنې خور، ستور پوهې کارولین هرشل (زوکړه:۱۷۵۰ زکال – مړینه: ۱۸۴۸ زکال) سره همکاري لرله. ویلیام هرشل د هانوفر په انتخابګر مېشته سیمه کې وزېږېد؛ نوموړی وړاندې له هغه چې د ۱۹ کلنۍ په عمر په ۱۷۵۷ زکال کې لویې بریتانیا ته کډوال شي له خپل پلار وروسته د هانوفر د پوځ په ارکستر کې شامل شو. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

هرشل خپل لومړنی لوی تلسکوپ په ۱۷۷۴ زکال کې جوړ کړ او له هغو وروسته یې ۹ کاله د آسمان په مشاهده تېر کړل څو د جوړه یي ستورو اړوند څېړنه وکړي. هرشل په ۱۸۰۲ زکال کې د سحابي (د ستورو ترمنځ د ګازاتو او پلازما څخه د جوړ ګرد) کتلوګ خپور کړ چې ۲۵۰۰ نمونو په کې شتون درلود؛ ورپسې یې په ۱۸۲۰ زکال کې د ۵۰۰۰ نمونو لرونکی بل کتلوګ خپور کړ. د هرشل د تلسکوپ د تفکیک وړتیا وښووله چې د مسیه د اجرامو په کتلوګ کې هغه اجرام چې سحابي ورته ویل کېږي په واقعیت کې د ستورو اړوندې کوچنې ټوټې دي. د ۱۷۸۱ زکال د مارچ په ۱۳ مه هغه مهال چې نوموړي د آسمان مشاهده کوله د جوزا په فلکي جوړښت کې یې نوي جسم ته پام شو. له نورو ستور پوهانو سره له اونیو بحثونو او د هغوی د هوکړې له لاسته راوړو وروسته یې څرګنده کړه چې دا نوې سیاره ده چې بیا بالاخره ورباندې د اورانوس نوم کېښودل شو. دا لومړنۍ سیاره وه چې له لرغونې زمانې وروسته کشف شوه او په دې سره هرشل په یوه شپه کې شهرت ته ورسېد. د دغه کشف په پایله کې دریم جورج نوموړی د دربار نجومي وټاکه. هغه د سلطنتي ټولنې غړی وټاکل شو او د نوي تلسکوپ جوړولو په موخه ورسره مالي مرستې وشوې.

هرشل د نجومي طیف سنجۍ څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې مخکښ و؛ هغه د تودوخې سنجونکو وسایلو او منشورنو (بلورونو) څخه په ګټڼې کولای شول د ستورو د امواجو د طیف اوږدوالی وسنجوي. د دغو څېړنو پر مهال هر شل ماورا بنفش وړانګه کشف کړه. د نوموړي په نورو چارو کې د مریخ د دوران د مهال کره توضیح، دا چې د مریخ قطبي سرونه په فصل کې تغیر مومي، د تیتانیا او اوبرون (د اورانوس سپوږمۍ دي) او همدارنګه د انسلادوس او میماس (د زهل سپوږمۍ) کشفول شاملېږي. هرشل په ۱۸۱۶ زکال کې د سلطنتي ولفي بنسټ د شوالیه (مخکښ) ځایګی خپل کړ. نوموړی په ۱۸۲۰ زکال کې د ستورپوهنې د سلطنتي ټولنې له تاسیس وروسته د هغو لومړی مشر وټاکل شو. هرشل د ۱۸۲۲ زکال په اګست میاشت کې ومړ او چارو ته یې د هغه یوازني زوی جان هرشل دوام ورکړ. [۲۶][۲۷]

لومړی ژوند او موسیقاري چارې سمول

هرشل د جرمني په انتخابګر نشینه هانوفر سیمه کې وزېږېد چې هغه مهال د روم د مقدسې سترواکۍ برخه و. نوموړی د ایزاک هرشل او د هغه د مېرمنې انا ایلسه موریتزن له لسو ماشومانو څخه و چې لوتري جرمني اجدا یې لرل. د نوموړي اجداد له پیرنا څخه ساکسوني ته راکډه شوي و. دغه لیدلوری چې نوموړی د بوهمیا له پروتستانتانو څخه و د هامل له خوا له پوښتنې سره مخ شوي، ځکه د هرشل کورنی نوم له یوې پېړۍ راهیسې په هغه سیمه کې شتون درلود چېرې چې د نوموړي کورنۍ ژوند کاوه.

د هرشل پلار په هانوفر پوځي جوړښت کې ترومپېت غږونکی و. په ۱۷۵۵ زکال کې د هانوفر ګارد چې ویلهلم یا ویلیام او د هغه ورور ژاکوب په کې د ترامپیت غږونکو په توګه کار کوه انګلستان ته وغوښتل شو. دغه مهال د لویې بریتانا او هانوفر پاچاهۍ د د پاچا دویم جورج تر واکمنۍ لاندې یو موټی شوې وې. له فرانسې سره د جګړې د ګواښ په زیاتېدو سره هانوفري ګارد له هانوفر څخه د دفاع په موخه له انګلستان راوغوښتل شو. په هاسټنبک جګړه کې د هغوی له ماتې وروسته، د ۱۷۵۷ زکال په وروستیو کې د هرشل پلارایزاک خپل دوه زامن د کډوالۍ په موخه انګلستان ته ولېږل. په داسې حال کې چې د نوموړي مشر ورور ژاکوب له هانوفري ګارد څخه ترخیص اخیستی و او ویلهلم له خدمت څخه په تېښته تورن شو خو بیا ورته دریم جورج په ۱۷۸۲ زکال کې بخښنه وکړه. [۲۸][۲۹]

دغه مهال ویلهلم ۱۹ کاله عمر درلود او د انګلیسي ژبې تکړه زده کوونکی و. نوموړی په انګلستان کې د خپل نوم په انګلیسي ډول یا فریدریک ویلیام هرشل باندې خپلو چارو ته دوام ورکړ.

نوموړي د ترومپېت سربېره ویلون، هارپسیکورد او وروسته ارګن هم غږولی شو. نوموړي د ګڼ شمېر موسیقاری اثارو کمپوزونه جوړ کړي و چې ۲۴ سمپونيک اثار، ګڼ شمېر یو غږ لرونکي اثار او یو شمېر کلیسايي موسیقۍ په کې شاملېږي. شپږ سمپونيک آثار یې د ۲۰۰۲ زکال په اپرېل میاشت کې د لندن موزارت موسیقۍ غږونکو (London Mozart Players) له خوا د ماتیاس بامرت تر رهبرۍ لاندې ثبت شول. [۳۰][۳۱][۳۲]

هرشل په ۱۷۶۱ زکال کې سانډرلنډ ته کډه وکړه چېرې چې چارلز آویزون هغه د خپل نیوکسل ارکستر د تکنوازه ویلون غږونکي په توګه وګماره او د یو فصل لپاره یې هلته کار وکړ. [۳۳][۳۴][۳۵]

په ۱۷۶۶ زکال کې هرشل په باث ښار کې د اته ضلعي سالون ارګن غږونکی شو؛ هغه ښکلې ودانۍ چې په ارامښت ځای یې شهرت درلود او هرشل هم د دغه ښار د عامه کنسرتونو مدیر و. نوموړی په ۱۷۶۶ زکال کې د ښار ارګن غږونکی وټاکل شو او خپل پیلنی کنسرت یې د ۱۷۶۷ زکال د جنوري په لومړۍ نېټه ترسره کړ. له دې امله چې تر دغه مهاله د ارګن جوړښت لا بشپړه وده نه وه کړې نوموړي د ویلون کنسرتو، ترامپیت کنسرتو او هارپسیکورد سوناتا په ګډون د خپلو کمپوزونو په وړاندې کولو سره خپله وړتیا وښوله. [۳۶][۳۷][۳۸]

د نوموړي خور کارولین د ۱۷۷۲ زکال د اګست په ۲۴ مه انګلستان ته راغله څو له ویلیام سره د باث ښار په نیوکېنګ واټ کې ژوند وکړي. دغه مهال د هر شل وروڼه دیتریش، الکساندر او ژاکوب (۱۷۳۴- ۱۷۹۲ زکال) د باث ښار د موسیقۍ غږونکو په توګه پېژندل کېدل. په ۱۷۸۰ زکال کې هرشل د باث ښار د ارکستر مدیر وټاکل شو او خور به یې هم تر ډېره د زیر غږ لرونکې تک نوازې په توګه راڅرګندېده. [۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]

کورنۍ او مړینه سمول

د ۱۷۸۸ زکال د مۍ میاشتې په ۸ مه، ویلیام هرشل له کونډې ماري پیت (کورنی نوم یې بالدوین و) سره د سلاو د آپتون سیمې په سنت لورانس کلیسا کې واده وکړ. هغوی د جان په نوم یو زوی درلود چې د ۱۷۹۲ زکال د مارچ په ۷ مه رصد خانې ته په اړوند کور کې وزېږېد. د ویلیام مخینې او د یو عالم په توګه د نوموړي څرګندېدو د هغه د ماشومانو او لمسیانو پر لویوالي پام وړ اغېز درلود. نوموړی په ۱۷۸۸ زکال کې د امریکا د علومو او هنرونو د اکاډمۍ د بهرني افتخاري غړي په توګه وټاکل شو. په ۱۸۱۶ زکال کې ویلیام د ولیعهد شهزاده له خوا د ولفي سلطنتي ټولنې شوالیه (مخکښ) وټاکل شو او د «ښاغلي» افتخاري لقب ورکړل شو، په داسې حال کې چې د بریتانیا د رسمي شوالیه و له ځایګي سره برابر نه و. نوموړي مرسته وکړه څو په ۱۸۲۰ زکال کې د لندن د ستورپوهنې ټولنه رامنځته شي؛ دغې ټولنې په ۱۸۳۱ زکال کې سلطنتي فرمان ترلاسه کړ او د ستور پوهنې په سلطنتي ټولنې واوښته. نوموړی په ۱۸۱۳ زکال کې د سویډن د علومو د سلطنتي اکاډمۍ د بهرني غړي په توګه وټاکل شو. [۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸]

هرشل د ۱۸۲۲ زکال د اګست په ۲۵ مه له یوې اوږد مهالې ناروغۍ وروسته د سلاو د وینزر واټ په رصد خانه کې ومړ. نوموړی د سلاو په آپتون سیمه کې د سنت لورنس کلیسا ته څېرمه خښ کړای شو. د هغه د قبر په ډبره لیکل شوي چې؛ هغه د اسمانانو له دیوالونو تېر شوی (Coelorum perrupit claustra). [۴۹]

کارولین د هغه په مړینې سخته خواشینه شوه او د هغه له مړینې وروسته فورا هانوفر ته ستنه شوه؛ هغه پرېکړه چې وروسته پرې پښېمانه وه. هغې ۵۰ کاله په انګستان کې ژوند کړی و او علایق یې په شدیده توګه په هانوفر کې د خپلې کورنۍ پر ځای له خپل وراره جان هرشل سره یوشان و چې هغه هم ستور پوه و. هغې د سحابي ګانو د نوملړ په جوړولو خپل کار ته دوام ورکړ او هغه څه یې تولید کړل چې وروسته د سحابي ګانو په عامه نوي نوملړ واوښت. نوموړې د ۱۸۴۸ زکال د جنوري په ۹ مه مړه شوه. [۵۰][۵۱][۵۲]

سرچينې سمول

  1. دوتنه: Agnes Mary Clerke — سرليک: Herschel, William — نشرونه لخوا د: Dictionary of National Biography, 1885–1900
  2. پیوستون : 118841920  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ ۳٫۳ ۳٫۴ ۳٫۵ پیوستون : 118841920  — دوتنه: Arthur Berry — سرليک: A Short History of Astronomy — خپرونکی: John Murray
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb14064893z — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  5. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb14064893z — سرليک: Гершель — نشرونه لخوا د: Riemann's Music Dictionary
  6. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/7071 — subject named as: William Herschel — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/20842669 — subject named as: William Herschel — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. subject named as: William Herschel — IMSLP ID: https://imslp.org/wiki/Category:Herschel,_William — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — منښتلیک: Creative Commons Attribution-ShareAlike 4.0 International
  9. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6hx1j8c — subject named as: William Herschel — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  10. Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/William-Herschel — subject named as: Sir William Herschel — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  11. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/herschel-friedrich-wilhelm-william — subject named as: Friedrich Wilhelm (William) Herschel — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  12. Diamond Catalogue ID for persons and organisations: https://opac.diamond-ils.org/agent/107248 — subject named as: William Herschel
  13. subject named as: Frederick William, Friedrich Wilhelm Herschel — Musicalics composer ID: https://musicalics.com/de/node/79865
  14. Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/26206 — subject named as: Frederick William (Friedrich Wilhelm) Herschel — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Friedrich Wilhelm Herschell
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ ۱۶٫۲ Accademia delle Scienze di Torino ID: https://www.accademiadellescienze.it/accademia/soci/Frederik-William-Herschel — د نشر نېټه: ۱ ډيسمبر ۲۰۲۰
  17. دوتنه: Agnes Mary Clerke — سرليک: Herschel, William — نشرونه لخوا د: Dictionary of National Biography, 1885–1900
  18. دوتنه: Vasily Vitkovsky — سرليک: Гершель, Вильям — نشرونه لخوا د: Brockhaus and Efron Encyclopedic Dictionary. Volume VIIIа, 1893
  19. سرليک: Гершель — نشرونه لخوا د: Riemann's Music Dictionary
  20. دوتنه: Agnes Mary Clerke — سرليک: Herschel, William — نشرونه لخوا د: Dictionary of National Biography, 1885–1900 — ارزښت: He died of bilious fever, on 25 Aug. 1822, in his eighty-fourth year, and was buried in the church of St. Laurence at Upton, near Slough.
  21. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb14064893z — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  22. Hoskin, Michael, المحرر (2003). Caroline Herschel's autobiographies. Cambridge: Science History Publ. د کتاب پاڼې 13. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0905193069. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "William Herschel | Biography, Education, Telescopes, & Facts". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۵ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Herschel". Random House Webster's Unabridged Dictionary.
  25. "Sir William Herschel | British-German astronomer". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Herschel discovers infrared light". Cool Cosmos. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ فبروري ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Mars in the Classroom". Copus. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ ډيسمبر ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Hoskin, M. (2004). "Was William Herschel a deserter?". Journal for the History of Astronomy. 35, Part 3 (120): 356–358. Bibcode:2004JHA....35..356H. doi:10.1177/002182860403500307. S2CID 117464495. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Clerke, Agnes M (1908). "A Popular History of Astronomy During the Nineteenth Century" (الطبعة 4 (republished as eBook number 28247)). London (republished eText): Adam and Charles Black (republished Project Gutenberg): 18. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)
  30. Griffiths, Martin (18 October 2009). "Music(ian) of the spheres William Herschel and the astronomical revolution". LabLit. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "Chan 10048 William Herschel (1738–1822)". Chandos. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Holmes 2008، صص. 67.
  33. "Seagull city: Sunderland's literary and cultural heritage". Seagull city. 24 May 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Lubbock, Constance Ann (1933). The Herschel Chronicle: The Life-story of William Herschel and His Sister, Caroline Herschel. CUP Archive. د کتاب پاڼي 1–. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Barentine, John C. (2015). The Lost Constellations: A History of Obsolete, Extinct, or Forgotten Star Lore. Springer. د کتاب پاڼې 410. د کتاب نړيواله کره شمېره 9783319227955. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Cowgill, Rachel; Holman, Peter, المحررون (2007). Music in the British Provinces, 1690–1914. London and New York: Routledge. د کتاب پاڼي 100–111. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781351557313. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Macpherson, Hector Copland (1919). Herschel. London & New York: Society for Promoting Christian Knowledge; Macmillan. د کتاب پاڼې 13. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Duckles, V. (1962). "Sir William Herschel as a Composer". Publications of the Astronomical Society of the Pacific. 74 (436): 55–59. Bibcode:1962PASP...74...55D. doi:10.1086/127756. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Schaarwächter, Jürgen (2015). Two Centuries of British Symphonism: From the beginnings to 1945. Olms: Verlag. د کتاب نړيواله کره شمېره 9783487152288. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Winterburn, E. (25 June 2014). "Philomaths, Herschel, and the myth of the self-taught man". Notes and Records. 68 (3): 207–225. doi:10.1098/rsnr.2014.0027. PMC 4123665. PMID 25254276. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. Hoskin, M. (1980), "Alexander Herschel: The forgotten partner", Journal for the History of Astronomy, 35 (4): 387–420, Bibcode:1980JHA....11..153H, doi:10.1177/002182868001100301, S2CID 115478560. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. "Welcome to Herschel Museum of Astronomy". Herschel Museum of Astronomy. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. Hoskin, Michael, المحرر (2003). Caroline Herschel's autobiographies. Cambridge: Science History Publ. د کتاب پاڼې 13. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0905193069. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. Hanham, A.; Hoskin, M. (2013). "The Herschel Knighthoods: Facts and Fiction". Journal for the History of Astronomy. 44 (120): 149–164. Bibcode:2013JHA....44..149H. doi:10.1177/002182861304400202. S2CID 118171124. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. "Book of Members, 1780–2010: Chapter H" (PDF). American Academy of Arts and Sciences. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جولای ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. "A brief history of the RAS". Royal Astronomical Society. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. Shortland, E. (1820). "The Astronomical Society of London". Journal of the British Astronomical Association. 81: 44–47. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. Holmes 2008، صص. 186.
  49. Pendergrast, Mark (2004). Mirror mirror : a history of the human love affair with reflection. New York: Basic Books. د کتاب پاڼې 159. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0465054718. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  50. Herschel, Caroline (1876). Herschel, Mrs. John (المحرر). Memoir and Correspondence of Caroline Herschel. London: John Murray, Albemarle Street. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  51. Olson, Roberta J. M.; Pasachoff, Jay M. (2012). "The Comets of Caroline Herschel (1750–1848), Sleuth of the Skies at Slough". Culture and Cosmos. 16: 53–80. arXiv:1212.0809. Bibcode:2012arXiv1212.0809O. doi:10.46472/CC.01216.0213 تأكد من صحة قيمة|doi= (مساعدة). S2CID 117934098. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  52. "Caroline Herschel Biography". Space.com. 4 September 2012. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)