کارولین هرشل

کارولین لوکرتسیا هرشل (زوکړه: د ۱۷۵۰ زکال د مارچ ۱۶مه – مړینه: د ۱۸۴۸ زکال د جنوري ۹مه) جرمني الاصله بریتانوۍ ستورپوهه وه چې د ستورپوهنې اړوند په مهمو چارو کې یې د ۳۵ پي/هیرشل – ریګولېټ مهالیز لکۍ لرونکي ستوري په ګډون د څو لکۍ لرونکو ستورو کشف شاملېږي. نوموړې د ستورپوه ویلیام هرشل کوچنۍ خور وه او د خپل مسلکي ژوند پر مهال یې له هغه سره کار کړی و. [۱][۲][۳][۴]

نوموړې لومړنۍ ښځینه ساینس پوهه وه چې معاش یې اخیست او همدارنګه په انګلستان کې لومړنۍ مېرمن وه چې دولتي دنده یې لرله. ورته مهال لومړنۍ ښځینه وه چې خپلې علمي موندنې یې د سلطنتي ټولنې د فلسفي مبادلاتو په ژورنال کې خپرې کړې؛ دې د ستورپوهنې د سلطنتي ټولنې د سرو زرو مډال ترلاسه (۱۸۲۸ زکال) او همدارنګه د همدغې ټولنې افتخاري غړې وټاکل شوه (له ماري سامروېل سره یوځای، ۱۸۳۵ زکال). همدارنګه ورته په ۱۸۳۸ زکال کې د ایرلنډ د سلطنتي اکاډمۍ افتخاري غړیتوب ورکړل شو. د پروس پاچا ورته د ۹۶مې کلیزې (۱۸۴۶ زکال) په مراسمو کې د علومو اړوند د سرو زرو مډال ورکړ. [۵][۶][۷][۸]

لومړنی ژوند

سمول

کارولین لوکرتیا هرشل د ۱۷۵۰ زکال د مارچ په ۱۶مه نېټه د جرمني په هانوفر ښار کې وزیږېده. نوموړې د ابوا (د تولې یا نی غوندې د موسیقۍ آله ده) د غږونکي ایزاک هرشل (۱۷۰۷ – ۱۷۶۷ زکال) او د هغه د مېرمنې انا ایلزه موریتزن (۱۷۱۰ – ۱۷۹۲ زکال) اتمه ماشومه او څلورمه لور وه. د هرشل کورنۍ په اصل کې درسدن ته څېرمه د ساکسونی له پیرنا سیمې څخه وه. ایزاک په ۱۷۳۱ زکال کې د هانوور ګارد د ارکستر له ډلې سره یوځای شو چې بیا د زیاتې مودې لپاره له هغو څخه لرې پاتې و. نوموړی له ډټینګن جګړې وروسته (د اتریش د ځای ناستوب د جګړې برخه) په ۱۷۴۳ زکال کې ناروغ شو او بیا هېڅکله هم په بشپړه توګه روغ نه شو؛ ده د خپل ژوند تر پایه کمزوری ځان، مزمن دردونه او سالنډي لرله. د دغې کورنۍ مشره لور، سوفیا له کارولین ۱۶ کاله مشره وه او له کارولین پرته د دغې کورنۍ یوازنۍ نجلۍ وه چې تر لویوالي ژوندۍ پاتې شوه. هغه مهال چې کارولین پنځه کلنه وه، دې واده وکړ؛ همدا و چې د دغه کور ډیری ستونزمنې چارې د کوچنۍ کارولین پر اوږو بار شوې. کارولین او د دغې کورنۍ نورو ماشومانو سطحي زده کړې وکړې؛ لیک لوست او له هغو یې نور ډېر لږ څه زیات زده کړل. پلار یې هڅه وکړه چې هغوی په کور کې وروزي، خو دغه کړنلار یې تر ډېره پورې د زامنو په برخه کې بریالۍ وه. [۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د لس کلنۍ په عمر کارولین د محرقې په شدیده ناروغۍ اخته شوه؛ دغې ناروغۍ یې د فیزیکي ودې مخه ډب کړه په داسې توګه چې د هغې قد له ۴ فوټه او ۳ انچه (۱.۳ متره) څخه هېڅکله هم اوږد نه شو. ورته مهال د همدغې ناروغۍ له امله یې د کیڼې سترګې لید ته هم زیان ورسېد. کورنۍ یې انګېرله چې هغه به هېڅکله ونشي کولای واده وکړي؛ مور یې بیا احساس کاوه چې د پلار د خوښې پر خلاف یې هغه باید د زده کړو پر ځای د کور د چارو د ترسره کولو او خدمت کولو په برخه کې وروزل شي. خو کله به یې چې مور په کور کې نه وه، پلار به یې له فرصت څخه په ګټنې هغه د خپل ورور ټولګیو لکه د ویلون ټولګي ته بووله. کارولین د لنډې مودې لپاره اجازه ومونده څو جامې ګنډل زده کړي. په داسې حال کې چې له خپلې ګاونډۍ څخه یې د ستنې کار هم زده کړی و، خو د کور پریمانه چارو د هغې دغه هڅو ته پای ټکی کېښود. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د پلار له مړینې څخه یې وروسته د دې وروڼو ویلیام او الکساندر ترې وغوښتل څو د انګلستان په باث کې له دوی سره یوځای شي او د خپل موسیقار ورور ویلیام په کلیسایي اجراوو کې یوه ازمایښتي دوره بشپړه کړي. کارولین بالاخره د ۱۷۷۲ زکال د اګست په ۱۶مه نېټه هانوفر د خپل ورور او غصه ناکې مور ترمنځ د کړکېچ له امله پرېښود. انګلستان ته په سفر کې، هغه د لومړي ځل لپاره د ستورپوهنې د وسایلو د هټیو په لیدو له ستورپوهنې سره بلده شوه. [۱۸][۱۹][۲۰]

په باث کې هغې د ویلیام د کور مسئولیت په غاړه درلود او همدارنګه یې د سندرو ویلو په زده کړه پیل وکړ. ویلیام دغه مهال د باث په ۱۹م نیوکېنګ واټ (اوس مهال د هرشل د ستورپوهنې موزیم) کې د اورګان غږونکي او د موسیقۍ د ښوونکي په توګه ځان ثابت کړی و. ورته مهال د اوکتاګون کلیسا د موسیقۍ د ګروپ مشر هم و. ویلیام په خپلو موسیقاري چارو کې بوخت و او ډېر لږ عامه کنسرتونه به یې جوړول. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

وروسته ژوند او میراث

سمول

په ۱۸۲۲ زکال کې د خپل ورور له مړینې وروسته، کارولین ډېره خواشینې شوه او د جرمني هانوفر ته بېرته وګرځېده څو د ستورپوهنې په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي او د ویلیام موندنې تائید او تصدیق کړي، ورته مهال یې د خپل وراره جان هرشل لپاره د لکۍ لرونکو ستوزو یو کتلوګ هم جوړ کړ. وراره یې اړوند زیات فکر کاوه او یوځل یې په ۱۸۳۲ زکال کې د هغې اړوند وویل «هغه له ماسره په ټول ښار کې زغلېده، په ډېره حیرانونکې بڼه به دوه دوه زینې پورته تله؛ دا تر دومره کچې پیاوړې وه چې د هغې د عمر یو پر څلورمه برخه لرونکي هم دومره نه وو... سهار به تر یوولس یا دوولس بجو پورې ستړې او ستومانه ښکارېده؛ د ورځې په تېرېدو سره به تازه کېدله او د شپې په لس یا یوولس بجو به «بشپړه تازه او خندنۍ» وه؛ دغه مهال به یې پخوانۍ سندرې زمزمه کولې، آن ګډېدله به څو ټول هغه کسان چې ویني یې خوشاله اوسي». [۲۶][۲۷][۲۸]

جان هرشل به د خپلو رخصتیو ډېری مهال له خپلې عمه کارولین سره تېراوه او په پریمانه کچه د هغې تر اغېز لاندې و. هغې چې ولیدل وراره یې په کمبرېج کې زده کړې کړې دي، د یو ریاضي پوه په توګه یې مشهور کړ، د سلطنتي ټولنې غړیتوب یې ترلاسه کړ څو له خپل پلار سره د ستورپوهنې په څېړنیزو چارو کې برخه واخلي همدا و چې د خپلو لاسته راوړنو له امله یې د کوپلي مډال ترلاسه کړ. کارولین همدارنګه له ویلیام سره په خپلو مشاهداتي چارو کې مرسته کوله او دغې چارې مرسته وکړه چې هغه د کور ساتونکې پر ځای چې په ځوانۍ کې یې ورته مخه کړې وه غوره ځایګی په کور کې ولري. نوموړې د ۱۷۹۹ زکال پر مهال په سلطنتي رصد خانه کې د مسکیلیان او همدارنګه د ۱۸۱۶، ۱۸۱۷ او ۱۸۱۸ زکلونو په بېلابېلو مهالونو کې د سطنتي کورنۍ د غړو مېلمنه وه. له دې سره د هغې مشاهداتي چارې په هانوفر کې د معمارۍ د یو لړ چارو له امله له ستونزو سره مخ شوې، خو بیا یې هم خپل ډېری دغه مهال د لکۍ لرونکو ستورو د نوملړ په جوړولو تېر کړ. د همدغې چارې له امله د ستورپوهنې سلطنتي ټولنې ورته په ۱۸۲۸ زکال کې د سرو زرو مډال ورکړ – دغه مډال تر ۱۹۹۶ زکال پورې هغه مهال چې ورا روبین ترلاسه کړ بلې هېڅ ښځینه ترلاسه نشو کړای. هغې د خپل ژوند وروستي کلونه د خپلو خاطراتو په لیکلو تېر کړل او د خپلو بدني محدودیتونو له امله یې خواشیني څرګندوله ځکه چې دغه محدودیتونه د هغې د ډېری اصلي کشفیاتو پر وړاندې خنډ وو. [۲۹][۳۰][۳۱]

کارولین هرشل د ۱۸۴۸ زکال د جنوري په ۹مه نېټه په هانوفر کې مړه شوه. نوموړې د هانوفر د ۳۵ واټ په ګارډن جمنایډ نومې هدیره کې د خپلو والدینو په خوا کې د ویلیام له یوې غوټې وېښتانو سره خښه کړای شوه. د هغې د قبر پر ډبره لیکل شوي دي، «د هغې سترګې چې دلته خښه ده د ستورو څخه د ډک اسمان لوري ته کږې دي». هغې د شلو کلونو په موده کې له خپل ورور سره یوځای له ۲۴۰۰ څخه زیات ستوریز موارد کشف کړل. [۳۲][۳۳]

سرچينې

سمول
  1. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  2. "Herschel". Random House Webster's Unabridged Dictionary.
  3. "Caroline Herschel | Biography, Discoveries, & Facts | Britannica". 5 January 2024. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. Nysewander, Melissa. Caroline Herschel. Biographies of Women Mathematicians, Atlanta: Agnes Scott College, 1998.
  5. Brock, Claire (2004). "Public Experiments". History Workshop Journal. Oxford University Press. 58 (58): 306–312. doi:10.1093/hwj/58.1.306. JSTOR 25472768. S2CID 201783390. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. Ogilvie, Marilyn Bailey (1986). Women in Science: Antiquity through the Nineteenth Century. MIT Press. مخونه 97–98. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-262-65038-0. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. Schiebinger, Londa (1989). The mind has no sex?: women in the origins of modern science. Cambridge, Mass.: Harvard University Press. مخونه 263. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. Herschel, Caroline Lucretia (1876). Herschel, Mrs. John (سمونګر). Memoir and Correspondence of Caroline Herschel. London: John Murray, Albemarle Street. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. Herschel, Caroline Lucretia (1876). Herschel, Mrs. John (سمونګر). Memoir and Correspondence of Caroline Herschel. London: John Murray, Albemarle Street. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. Hoskin, Michael (2014). William and Caroline Herschel:Pioneers in Late 18th-Century Astronomy. Springer. doi:10.1007/978-94-007-6875-8. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-94-007-6874-1. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  12. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  13. Nysewander, Melissa. Caroline Herschel. Biographies of Women Mathematicians, Atlanta: Agnes Scott College, 1998.
  14. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  15. Roberts, Jacob (2017). "A Giant of Astronomy". Distillations. 3 (3): 6–11. لاسرسي‌نېټه ۱۶ مې ۲۰۱۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. کينډۍ:Cite odnb
  17. Hoskin, Michael (2014). William and Caroline Herschel:Pioneers in Late 18th-Century Astronomy. Springer. doi:10.1007/978-94-007-6875-8. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-94-007-6874-1. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. Hoskin, Michael (2014). William and Caroline Herschel:Pioneers in Late 18th-Century Astronomy. Springer. doi:10.1007/978-94-007-6875-8. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-94-007-6874-1. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. کينډۍ:Cite odnb
  20. Herschel, Caroline Lucretia (1876). Herschel, Mrs. John (سمونګر). Memoir and Correspondence of Caroline Herschel. London: John Murray, Albemarle Street. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  21. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  22. Fernie, J. Donald (November–December 2007), "The Inimitable Caroline", American Scientist, مخونه 486–488 منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  23. کينډۍ:Cite odnb
  24. "Caroline Lucretia Herschel Facts, information, pictures | Encyclopedia.com articles about Caroline Lucretia Herschel". encyclopedia.com. لاسرسي‌نېټه ۲۴ اپرېل ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  25. Chisholm 1911.
  26. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  27. Holmes 2009، م. 409.
  28. کينډۍ:Cite odnb
  29. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  30. کينډۍ:Cite odnb
  31. Olson, Roberta J. M.; Pasachoff, Jay M. (2012). "The Comets of Caroline Herschel (1750–1848), Sleuth of the Skies at Slough". Culture and Cosmos. 16 (1–2): 9. arXiv:1212.0809. Bibcode:2012arXiv1212.0809O. doi:10.46472/CC.01216.0213 تأكد من صحة قيمة|doi= (لارښود). S2CID 117934098. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  32. کينډۍ:Cite odnb
  33. "Caroline Herschel Biography". Space.com. 4 September 2012. لاسرسي‌نېټه ۲۳ اپرېل ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)