ویلیام بیبي

چارلز ویلیام بیبي (زوکړه: د ۱۸۷۷ زکال د جولای ۲۹ مه – مړینه: د ۱۹۶۲ زکال د جون ۴ مه) امریکايي طبیعت پېژندونکی، د الوتونکو مرغانو پېژندونکی، سمندري بیولوژیست، حشرات پېژندونکی، څېړونکی او لیکوال و. نوموړي د نیویارک د حیواناتو پېژندنې د بنسټ لپاره د خپلو ګڼ شمېر څېړنو، د بثي سفیر وسیلې په مرسته د اوبو په تل کې د څېړنو او همدارنګه د خپلو لوستونکو لپاره د ارزښتمنو علمي لیکنو له مخې شهرت وموند. [۴]

ویلیام بیبي
ویلیام بیبي
ویلیام بیبي

د شخص مالومات
زېږون نوم
پيدايښت
نيويارک [۱]  ويکيډاټا کې (P19) ځانګړنې بدلې کړئ
مړینه
تابعیت د امریکا متحده ایالات   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
رکن امریکا د هنرونو او ادبیاتو اکاډمي   ويکيډاټا کې (P463) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه
د کړنې څانګه ادبيات [۳]  ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ

بیبي د نیویارک په بروکلین کې وزېږېد او د نیوجرسي په ایسټ اورنج سیمه کې را لوی شو؛ بیبي د نیویارک په نوي تاسیس شوي ژوبڼ کې د کار کولو په موخه وړاندې له دې چې له کالج څخه سند ترلاسه کړي، کالج یې پرېښود او په دغه ژوبڼ کې ورته د الوتونکو مرغانو د پالنې دنده وسپارل شوه. هغه په چټکۍ سره په ژوبڼ کې خپل ځایګی ثابت کړ؛ لومړی د خپلو الوتونکو مرغانو لپاره د ژوند کولو د ځای په طراحۍ او ورپسې د یو لړ اکتشافي څېړنو پر بنسټ چې پراختیا یې ومونده هغه چې د نړۍ د طاووسونو مستند سازي هم په کې شاملېدله. د نوموړي دغو اکتشافاتو د هغه د پلویانو او پوهنتوني مخاطبینو لپاره د ګڼ شمېر لیکنو بنسټ کېښود او په کې د طاووسونو د کشف اړوند مونوګراف شاملېده چې له ۱۹۱۸ زکال څخه تر ۱۹۲۲ زکال پورې په څلورو ټوکو کې خپور شو؛ هغه ته تافتس او کولګېت پوهنتونونو افتخاري دوکتوراوې ورکړې.

بیبي د خپلو سفرونو پر مهال په تدریج سره له سمندري بیولوژي سره لیوالتیا پیدا کړه چې له امله یې په ۱۹۳۰ زکال کې د بثي سفیر له مخترع اوټیس بارټون سره په ګډه د برمودا په سواحلو کې د سمندر له تل لیدنه وکړه. دا لومړی ځل و چې د حیواناتو یو بیالوژیست د سمندر تل په خپل بومي چاپېریال کې ولید او په پرله پسې ډول یې د یو انسان له خوا د تر ټولو ژورې لامبو ریکارډ په خپل نوم ثبت کړ. د هغه دغه ریکارډ ۱۵ کاله وروسته د بارټون له خوا مات شو. بیبي په بثی سفیر کې له خپلې لامبو وروسته استوايي سیمو ته راوګرځېد او د حشراتو په چلن باندې یې په څېړنې پیل وکړ. په ۱۹۴۹ زکال کې یې په ترینداد او توباګو کې ګرمسیره څېړنیز مرکز جوړ کړ چې په دغه مرکز یې سیملا نوم کېښود او د اسا رایټ طبیعي مرکز د څانګې په توګه فعال دی. په سیملا کې د بیبي څېړنې د هغه د مړینې تر مهاله چې په ۱۹۶۲ زکال کې د ۸۴ کلونو په عمر د سږو د پړسوب له امله ومړ؛ دوام درلود.

ویلیام بیبي د چاپېریال پوهنې یو له بنسټګرو او همدارنګه د ۲۰ مې پېړۍ په لومړیو کې د چاپېریال د خوندیتوب د اصلي پلوي په توګه په پام کې نیول کېږي. نوموړی همدارنګه د الوتونکو مرغانو د تکامل په اړه د خپلو څو نظریاتو له امله له خپل مهال څخه د مخکښ کس په توګه یادېږي؛ په ځانګړې توګه د دغې فرضیې له امله چې هغه په ۱۹۱۵ زکال کې وړاندې کړه؛ چې د الوتونکو مرغانو الوتنه د څلورو وزرو له پړاو "Tetrapteryx" څخه تېره شوې؛ هغه فرضیه چې په ۲۰۰۳ زکال کې د Microraptor gui په کشف سره تائید شوه.

بیوګرافي

سمول

لومړی ژوند او زده کړې

سمول

چارلز ویلیام بیبي د نیویارک په بروکلین کې وزېږېد؛ نوموړی د اخبار د مدیر چارلز بیبي زوی و. له دې سره چې یو شمېر منابع هغه د خپلې کورنۍ یوازنۍ ماشوم بولي خو هغه د جان په نوم کشر ورور هم درلود چې په ماشومتوب کې مړ شوی. د هغه د ژوند په لومړیو کې کورنۍ یې د ویرجینیا ایسټ اورنج ته کډه وکړه چېرې چې نوموړي له طبیعي نړۍ او همدارنګه د هر هغه څه له ثبت سره لیوالتیا پیدا کړه چې ده به لیدل. د امریکا د طبیعي تاریخ موزیم چې د بیيبي د تولد په کال کې افتتاح شو له طبیعت سره یې د بیبي مینه پیاوړې کړه او پر ده لومړنی اغېز کوونکی و. [۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

بیبي د ۱۸۹۱ زکال په سپټمبر میاشت کې د ایسټ اورنج ښوونځي ته لاړ. له دې سره چې بیبي تر ۱۵ کلنۍ پورې خپل لومړنی نوم چارلز له ځانه لرې نه کړ؛ خو هغه مهال چې عالي لیسې ته ولاړ هغه تر ډېره د «ویلیام بیبي» په نوم پېژندل کېده، هماغه ډول چې له دغه ځایه وروسته په دې نوم پېژندل کېږي. په لیسه کې د زده کړو پرمهال بیبي د حیواناتو له راغونډولو سره مینه پیدا کړه، په ځانګړي ډول هغه مهال چې نوموړي په ۱۶ کلنۍ کې د لومړي ځل لپاره ټوپک ته لاسرسی وموند او ځان یې د تاکسیډورمي په برخه کې وروزه. هغه مهال به چې نوموړي نه شو کولای د ځان لپاره حیواني بېلګې راغونډې کړي تر ډېره به یې د لاټینز په نامه د تدارکاتي خونې او یا هم د نورو راغونډونکو سره د سوداګریزې معاملې په ترسره کولو دغه نمونې برابرولې. د بیبي لومړنۍ مقاله په ۱۸۹۵ زکال کې هغه مهال چې نوموړي په لیسه کې زده کړې کولې د هارفر ځوانو وګړو (Harper's Young People) په نامه مجلې د جنوري میاشتې په ګڼه کې خپره شوه چې د قهوه یي رنګه الوتونکي (brown creeper) په نامه وه.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

په ۱۸۹۶ زکال کې بیبي په کلمبیا پوهنتون کې د مخکښ ځایګي په لرلو ومنل شو. په پوهنتون کې د زده کړو پر مهال هغه خپل ډېر وخت په پوهنتون او د امریکا د طبیعي تاریخ په موزیم کې تیراوه چې ډېری څېړونکي یې د کلمبیا پوهنتون ښوونکي و. په کلمبیا پوهنتون کې یې د هنري فرفیلډ آزبورن تر نظارت لاندې زده کړې وکړې او له هغه سره یې نږدې اړیکه جوړه چې په ۱۹۳۵ زکال کې یې د آزبورن د مړینې تر مهاله دوام درلود. [۱۶][۱۷][۱۸]

په کلمبیا کې د زده کړو پر مهال بیبي خپل ښوونکي دې ته اړ کړل څو نواسکوشیا ته د نوموړي او څو نورو زده کړیالانو له سفر ملاتړ وکړي، چېرې چې نوموړي د راغونډولو خپل عادت ته دوام ورکړ او همدارنګه یې هڅه وکړه د الوتونکو د یو شمېر جالبو صحنو او نورو حیواناتو انځورونه واخلي. د بيبي له خوا اخیستل شوي انځورونه د کلمبیا پوهنتون د یو شمېر ښوونکو له خوا وپېرل شول او هغوی په خپلو ښوونیزو موادو کې وکارول. د دغه سفرونو پر مهال بیبي له سمندري کنستونو سره لیوالتیا پیدا کړه؛ هغه چاره چې د اوبو په تل کې د ژوند کوونکو حیواني بېلګو د موندلو او له مړینې یا د هغوی د له منځه تلو وړاندې د هغو د مطالعې په موخه وه. بیبي هېڅکله له کلمبیا پوهنتون څخه د سند ترلاسه کولو غوښتنه وکړه په داسې حال کې چې څو کاله وروسته ورته د تافتس او کولګېټ پوهنتونونو له خوا افتخاري دوکتوراوې ورکړل شوې. [۱۹][۲۰][۲۱]

په برانکس ژوبڼ کې دنده

سمول

د ۱۸۹۷ زکال په نومبر میاشت کې فرانک چپمن له بیبي ملاتړ وکړ څو د امریکا د الوتونکو مرغانو د پوهانو په ټولنه کې غړی شي؛ راتلونکې میاشت بیبي د الوتونکو پېژندنې اړوند خپله لومړنۍ تخصصي وینا د Uncle Clarence's Bergen Point Culture Club په نامه ټولنه کې وکړه. په ۱۸۹۹ زکال کې په داسې حال کې چې نوموړي له کولمبیا پوهنتون څخه د ساینس په برخه کې د سند تر لاسه کولو په موخه یوازې له ریاضي پرته د نورو ټولو برخو دورې بشپړې کړې وې پرېکړه یې وکړه د آزبون له غوښتنې څخه په ګټنې د نیویارک د ژویو پېژندنې په پارک کې چې د افتتاح په حالت کې و د کار کولو په موخه له زده کړو تېر شي. په دغه پرېکړه کې ګڼ شمېر عواملو له دې ډلې په ژوبڼ کې غړیتوب او بل پلو د دې احساس چې دغو زده کړو د نوموړي په کورنۍ زیات مالي فشار راوړ؛ خپل اغېز درلود. [۲۲][۲۳]

آزبورن، بیبي د الوتونکو پېژندنې د برخې د مرستیال په توګه وټاکه. د مرستیال په توګه د هغه یو له اصلي دندو څخه د ژوبڼ د الوتونکو مرغانو پالنه وه چې د هغوی د شمېر د خوندي ساتنې په موخه و. بیبي الوتونکو مرغانو ته ډېر پام وکړ آن تر دې چې وړاندیز یې وکړ د هغو لپاره د فوټبال لوبې د میدان په کچه قفس جوړ شي. دغه قفس بالاخره جوړ شو خو د هغې اندازې له نیمايي څخه چې بیبي یې وړاندیز کړی و لږ کوچنی و. په داسې حال کې چې د بیبي له خوا د پرواز کېدلو د امکان لرونکي قفس جوړول د الوتونکو د اړتیاو څخه د ناسم درک له امله تر نیوکې لاندې راغی، خو په پایله کې ډېر بریالی و. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

سرچينې

سمول
  1. پیوستون : 122545605  — د نشر نېټه: ۱۷ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/122545605 — د نشر نېټه: ۱۸ اکتوبر ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  3. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=xx0193251 — د نشر نېټه: ۷ مارچ ۲۰۲۳
  4. Sterling et al. 1997, p. 71
  5. Crandall 1964
  6. Gould 2004, p. 12
  7. Matsen 2005, p. 18
  8. Gould 2004, p. 14
  9. Welker 1975, pp. 6–7
  10. Gould 2004, pp. 14–15
  11. Welker 1975, p. 7
  12. Bridges 1974, p. 290
  13. Cullen 2006, p. 32.
  14. Gould 2004, pp. 20–28
  15. Gould 2004, p. 30
  16. Gould 2004, p. 37 & 41
  17. Gould 2004, pp. 42–43
  18. Welker 1975, pp. 9–10
  19. Gould 2004, pp. 46–52
  20. Matsen 2005, p. 19
  21. Matsen 2005, p. 64
  22. Gould 2004, pp. 45–46
  23. Gould 2004, pp. 54–57
  24. Osborn, Jr. 1968, p. 128
  25. Crandall 1964
  26. Matsen 2005, p. 15
  27. Gould 2004, p. 67
  28. Bridges 1974, pp. 168–172
  29. Welker 1975, p. 10