ویلیام آدام (معمار)

ویلیام آدام (زوکړه: ۱۶۸۹ زکال – مړینه: د ۱۷۴۸ زکال د جون ۲۴ مه) سکاټلنډي معمار، ډبرې غوڅونکی او د کاري فرصتونو برابرونکی و. هغه د خپل مهال له مخکښو سکاټلنډي معمارانو څخه و چې ډیری دولتي ودانۍ او کورنه یې طراحي کړي و او تل به یې د یو قراردادي معمار په توګه دنده ترسره کوله. د هغه د معماریو په تر ټولو مشهورو چارو کې ایډنبورګ ته څېرمه د هوپټون ماڼۍ او په بنف کې ډاف ماڼۍ شاملېږي. د هغه ځانګړی او جذاب سبک د پلادیايي سبک پر بنسټ جوړ شوی، خو د ونبرو او قاره یي معماریو له بورک جزیاتو څخه یې په کې الهام اخیستی. [۱۴][۱۵]

ویلیام آدام (معمار)
ویلیام آدام (معمار)
ویلیام آدام (معمار)

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۶۸۹[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]
مړینه 24 جون 1748 (58–59 کاله)[۵][۱۰][۱۱][۱۲]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ایدینبرګ   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت سکاټلينډ   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۱۳]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

آدام په ۱۸ مه پېړۍ کې د سکاټلند د «نړیوال معمار» په توګه په پام کې ونیول شو. له دې سره د شلمې پېړۍ له لومړیو څخه وروسته د معماریو منتقدینو د هغه د چارو اړوند تر ډېره سنجول شوی نظر درلود، د بېلګې په توګه کالین مک ویلیام وموندله چې د هغه د کار کیفیت «تر ډېره د لوړ معیار لرونکی» دی. آدام له دې سربېره چې یو معمار و په څو صنعتي پانګونو او پراختیایي طرحو لکه د ډبرو د سکرو په استخراج، د مالګې د ډبرو د تجزیې ، د کاني ډبرو د تولید او د ژرندې لپاره د ډبرو په جوړولو کې یې ونډه لرله. په ۱۷۳۱ زکال کې نوموړي په کرینوس – شایر سیمه کې د خپل ملکیت جوړولو ته مخه کړه چې پر هغه یې د بلېر آدام نوم کېښود. هغه د جان، رابرټ او جیمز په نامه د دریو معمارانو پلار و چې وروستيو دوو یې د «آدام د سبک» په نامه د هغه سبک ته پراختیا ورکړه[۱۶]

بیوګرافي سمول

لومړنی ژوند سمول

ویلیام آدام د ابوتشال په لینک ټاون سیمه کې چې اوس مهال د فایف کرکالډي سیمې برخه ده وزېږېد او د ۱۶۸۹ زکال د اکتوبر په ۲۴ مه د تعمید غسل ورکړل شو. نوموړی د ډبرو غوڅونکي جان آدم (مړینه: نږدې ۱۷۱۰ زکال) او هلن کرانسټون یوازنی ژوندی پاتې شوی ماشوم و. مور یې د کرانسټون د دریم لارډ ویلیام کرانسټون لور وه. د هغه پلرنی بابا ارچیبالډ آدام په انګوس کې ځمکې لرونکی و. آدام په ډیر احتمال سره تر ۱۷۰۴ زکال پورې هغه مهال چې ۱۵ کلن شو د کرکالډي په ګرامر ښوونځي کې یې زده کړې وکړې او بیا یې له خپل پلار څخه د ډبرو غوڅولو هنر زده کړ. داسې هم ویل کېږي چې ادام په کینروس ماڼۍ کې د ویلیام بروس سره هم شاګردي کړې؛ په داسې حال کې چې نیټې په دې اړه شاهدي نه ورکوي. جان فلمینګ څرګندوي که چېرې آدام اصلا د بروس تر نظر لاندې زده کړې کړې وي، باید د هوپټون په ماڼۍ کې وي ځکه چې هغه له ۱۶۹۹ زکال تر ۱۷۰۳ زکال پورې دغه ماڼۍ جوړوله. په ۱۷۱۷ زکال کې ادام د کرکالډي د ډبرو غوڅونکو د ټولنې په شرایطو برابر غړی و چې له ۱۷۲۰ زکال وړاندې یې فرانسې او نورو کښته هېوادونو ته هم سفرونه وکړل او له کلیوالي کورنو او اوسټنډ کانال څخه یې لیدنه وکړه. [۱۷][۱۸][۱۹]

په ۱۷۱۴ زکال کې آدام د ګلاډني له لوی ځمکه لرونکي ویلیام رابرټسون سره شریک شو څو په لینک ټاون کې د بلوکو یوه کارخونه جوړه کړي. دغه پانګونه بریالۍ شوه او آدام په سکاټلنډ کې د هالنډي بلوکو د جوړونې اعتبار خپل کړ. آدام د ‍۱۷۱۶ زکال د مۍ په ۳۰ مه د رابرټسون له لور ماري سره واده وکړ او دغې جوړې په ابوتشال کې د هغه کور، ګلاډني ماڼۍ ته کډه وکړه. [۲۰][۲۱]

شهرت ته رسېدل سمول

دا نه ده معلومه چې څه ډول ویلیام آدام له هغه پیله په یو بریالي معمار واوښت، خو په ۱۷۲۱ زکال کې هغه په فلورز کسل ماڼۍ کې په یو لړ مهمو پروژو کې بوخت شو چېرې چې نوموړي د ونبرو له طراحیو څخه کار واخیست او همدارنګه یې د هوپوټون ماڼۍ پراختیايي چارې ډیزاین کړې. جان ګیفورډ د آدام شهرت ته رسېدل د جمیز سمیټ تقاعد ته اړوند بولي چې د اتلسمې پېړۍ تر ټولو مخکښ معمار و او دغه مهال د خپل ژوند په اویایمه لسیزه کې و. آدام د سمیت په څېر یو روزل شوی تزئین کوونکی و چې د خپلې کورنۍ په مرسته یې ټولنیزې اړیکې لرلې او د خپلو سوداګریزو پانګونو په موخه یې مالي پشتوانه لرله. په ۱۷۲۱ زکال کې و چې آدام د ایډنبورګ په لومړۍ شمېره لوژ (ماري معبد) کې فراماسون (معمار) شو. [۲۲][۲۳]

له دې سره، آدم د سقفیانو سمیت او بروس پر خلاف د بریتانیا د دولت د واکمنۍ پر مهال پروتستانت ویګ و. سکاټلندي سقفیان یعقوب پالونکي و او له همدې امله ورته د هانوور حاکم رژیم له لوري څخه چندان پام وه نه شو. د بېلګې په توګه ویلیام بروس له ۱۶۹۳ زکال څخه په ۱۷۱۰ زکال کې تر خپلې مړینې پورې د خپلو اصولو له امله درې ځله بند تېر کړ. د آدام باورونه د ټولو د منلو وړ باورونه و، په داسې حال کې چې هغه وکولای شول خپلې اړیکې له تبعید شوي یعقوب پالونکي اماتور معمار، جان ارسیکن سره چې د مار ارل و وساتي. د آدام سیاسي دریځ هغه ته اجازه ورکړه څو د جان دالریمپل یا دویم ارل سټېر او د پنیکویک د جان کلرک په څېر نفوذ لرونکي ملاتړي ومومي. دوی له دې سربېره چې د هغه پېرودونکي و، هڅه یې کوله د آدام لپاره دولتي څوکۍ او قراردادونه تضمین کړي. د بېلګې په توګه جان کلرک د ایډنبورګ د ښاري مقرراتو له مخې د ښار د معمارۍ برخې لپاره هغه وړاندیز کړ څو وکولای شي په پلازمینه کې د نوو ودانیزو چارو نظارت وکړي؛ خو بریالی نه شو. په ۱۷۲۷ زکال کې سټېر ناکامه هڅه وکړه څو آدام په سکاټلنډ کې د پاچا له آثارو څخه د نقشه اخیستونکي په توګه وټاکي، خو یو کال وروسته هغه وکولای شول د جان آنستروتر تر نظر لاندې د پاچا د آثارو د خزانه دار او همدارنګه د نقشه اخیستونکي منشي لږ ټیټه څوکۍ ترلاسه کړي. په ۱۷۳۰ زکال کې آدام د بریتانیا په شمال کې د اصلي څارونکي پلاوي د معمار په توګه وګمارل شو. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

په ۱۷۲۷ زکال کې آدام او جان کلرک لندن ته سفر وکړ او د لارې په اوږدو کې یې د کلاوډون، ویلټون او وانسټد ماڼیو په ګډون د ښار ګڼې ماڼۍ وکتلې. په لندن کې آدام هڅه وکړه چې لا زیاتې سیاسي اړیکې پیدا کړي او همدارنګه یې د معماريو د پلانونو په نامه خپل کتاب لپاره په یو حکاک پسې لټون وکړ؛ د ده دغه کتاب په پایله کې په Vitruvius Scoticus واوښت. همدارنګه هغه مهال چې په لندن کې و د خپل انځور اخیستنې په موخه د ویلیام آیکمن پر وړاندې کښېناست. [۳۱][۳۲]

وروسته ژوند سمول

په ۱۷۴۱ زکال کې آدام اړ شو د ویلیام او لارډ براکو پر وړاندې قانوني دوسیه له دې امله پرانیزي چې ده ته یې په ډاف ماڼۍ کې د خپل کار مزد نه و ورکړی. د دوی ترمنځ هېڅ رسمي قرارداد شتون نه درلود چې له امله یې پېرودونکي او معمار د غوڅو کړو ډبرو د حکاکۍ د لګښتونو پر سر اختلاف درلود. آدام د ۵۷۹۶ پونډه مزد ترلاسه کولو په موخه شکایت وکړ، دغه موضوع په پیل کې د هغه په ګټه حل شوه. خو له دې سره براکو هم سخت سری مخالف و او د پیسو د ورکړې موضوع یې وځنډوه چې د آدام د مړینې څخه تر ډېر لږ مهال وړاندې پورې دغه جنجال حل نه شو.[۳۳][۳۴]

په ۱۷۴۵ زکال کې د یعقوب پالونکو په ظهور سره په نظارت کوونکي پلاوي کې د میسون/معمار په توګه د آدام ځایګي هغه ته په لوړو ځمکو کې پراخه پوځي قراردادونه را پیدا کړل. په ۱۷۴۶ زکال کې د وسلو په پلاوي کې د نجار استاد ځایګی خالي شو او آدام هم په چټکۍ سره د خپل زوی نوم دلته مطرح کړ، په داسې حال کې چې وه نه توانېد دغه څوکۍ ترلاسه کړي. د هغه درې مشران زامن تر ۱۷۴۶ زکال پورې په خپله کورنۍ سوداګرۍ کې بوخت و، جیمز او جان دواړو ژر ایډنبورګ پوهنتون خوشی کړ څو له خپل پلار سره مل شي. [۳۵][۳۶]

ویلیام آدام د ۱۷۴۷ زکال په وروستیو کې ناروغ شو او په راتلونکي اوړي کې ومړ. هغه د ایډنبورګ په Greyfriars Kirkyard کې خښ کړای شو، چېرې چې بیا جان آدم په ۱۷۵۳ زکال کې د خپلې کورنۍ مقبره طراحي کړه. دغه ودانۍ د تاریخي سکاټلنډ او ایډنبورګ د ښاري شورا له خوا په ۱۹۹۷ زکال کې د هغه د مړینې د ۲۵۰مې کالیزې په مناسبت بېرته ورغول شوه. [۳۷]

سرچينې سمول

  1. https://rkd.nl/explore/artists/127566 — د نشر نېټه: ۲۲ اگسټ ۲۰۱۷
  2. Union List of Artist Names ID: https://www.getty.edu/vow/ULANFullDisplay?find=&role=&nation=&subjectid=500001704 — subject named as: William, Sr. Adam — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — پیدا کوونکی: Getty Research Institute
  3. Open Library ID: https://openlibrary.org/works/OL5614501A?mode=all — subject named as: William Adam — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Aaron Swartz — منښتلیک: GNU Affero General Public License, version 3.0
  4. RKDartists ID: https://rkd.nl/artists/127566 — subject named as: William Adam — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6mb3502 — subject named as: William Adam (architect) — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. NE.se ID: https://www.ne.se/uppslagsverk/encyklopedi/lång/william-adam — subject named as: William Adam — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Nationalencyklopedin
  7. FAST ID: https://id.worldcat.org/fast/210304 — subject named as: William Adam — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p58954.htm#i589535 — subject named as: William Adam of Blair Adam — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  9. NUKAT ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=1207&url_prefix=http://nukat.edu.pl/aut/&id=n2011153790 — subject named as: William Adam
  10. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/20204 — subject named as: William Adam — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  11. Dictionary of Scottish Architects ID: http://www.scottisharchitects.org.uk/architect_full.php?id=406515 — subject named as: William Adam — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  12. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=369 — subject named as: William Adam — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  13. Identifiants et Référentiels — د نشر نېټه: ۱۲ مې ۲۰۲۰ — خپرونکی: Agence bibliographique de l'enseignement supérieur
  14. McWilliam, p.57
  15. Glendinning, et al. (1999) p.48
  16. John Clerk of Eldin first used the term "Universal Architect" to describe Adam, in his unpublished Life of Robert Adam. Gifford (1990) p.1
  17. Gifford (1989), pp.68 & 75
  18. Kinross was under construction from 1686. Fleming, pp.6–7
  19. Gifford (1989), p.72
  20. Gifford (1989), pp.73–74
  21. Gifford (1989), p.75
  22. Gifford (1989), pp.76–77
  23. Cooper, Robert L. D., Ed. 2010. Famous Scottish Freemasons, pp. 4–6. کينډۍ:ISBN
  24. Colvin, pp.56–59
  25. Fenwick, p.73–78
  26. Glendinning & McKechnie (2004), p.103
  27. Gifford (1989), pp.80–81
  28. Fleming, p.34
  29. Gifford (1989), p.106
  30. Gifford (1989), p.107
  31. Friedman, p.37
  32. Gifford (1989), p.108
  33. Donaldson, Peter R. (1996). "Conservation Case Study: The Duff House Project". Architectural Heritage. VI: 33–48. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Gifford (1989), p.179
  35. Colvin, pp.56–59
  36. Gifford (1989), p.183
  37. Colvin, pp.56–59