دا چې زه څنګه په ويکيپېډيا کې ونډه واخلم؟ يا ويکيپېډيا سره څنګه مرسته وکړم؟
د دې پوښتنې په ځواب کې:
- تاسو کولی شئ چې پرته ځان ثبتولو هم د ويکيپېډيا ليکنې سمې کړئ، خو د سمونونو د خپرولو د اعتبار لپاره دا غوره ده چې تاسو ګڼون جوړ کړئ!
- که نورو ژبو څخه په ژباړلو کې ښه تجربه لرئ، نو مونږ د منځپانګې د ژباړې وسيله لرو چې دلته يې کتلی شئ!
- که غواړئ نوې ليکنه وکړئ، نو دلته نوې ليکنه کولی شئ!
- د ليکنو املايي او ليکدودي توپيرونه سمول د لا زياتو مالوماتو لپاره لارښود:سمون يا ويکيپېډيا:چټکه زده کړه وګورئ!.
- په ليکنه کې د اړوند او اړينو انځورونو او ويډيوګانو، تانبو او کينډيو زياتول د لا زياتو مالوماتو لپاره ويکيپېډيا:دوتنې، ويکيپېډيا:تانبې، ويکيپېډيا:کينډۍ وګورئ!.
- په ليکنه کې نوي مالومات زياتول.
- په ليکنه کې معتبرې سرچينې ورزياتول.ويکيپېډيا:سرچينې
- د هغو ليکنو تازه کول او بيا ځلي ليکل چې تازه کولو ته اړتيا لري د لا زياتو مالوماتو لپاره .
هو ويکيپېډيا يو لړ قواعد او تګلارې لري چې د ويکيپېډيا په ټولو کارنانو يو شان پلي کيږي او ټول مجبور او مکلف دي چې يادو اصولو او قواعد ته غاړه کيږدي.
د پښتو ويکيپېډيا د تګلارې کتلو لپاره ويکيپېډيا:د پښتو ويکيپېډيا تګلار وګورئ!
تاسو کولی شئ چې په ويکيپېډيا کې ګڼون جوړ کړئ! او په دې توګه د ويکيپېډيا غړي شئ.