ويکيپېډيا:ويکيپروژه افغانستان/نوميالی/۶


حاجي ميرويس خان هوتک (۱۶۷۳-۱۷۱۵ زېږدي) (په انگرېزي: Mirwais Hotak) د افغانستان يو ستر ملي سیاسي شخصيت، لوی ملي مبارز او مدبر مشر وو.حاجي ميرويس خان هوتک د شاه عالم خان هوتک او نازوتوخۍ نامتو زوی، د کرم خان هوتک لمسی، په ۱۶۷۳ زېږيز کال کې په کندهار کې زېږېدلی دی. حاجي ميرويس خان هوتک د افغانانو يو له ډېرو سترو ټولمنليو مشرانو څخه وو او دی. افغانانو له همدې لامله ده ته د نيکه لقب ورکړی او د ميرويس نيکه په نامه يې هم يادوي. لکه څنگه چې يې له لنډنوم (تخلص) څخه مالومېږي، ميرويس خان په خټه هوتک وو چې د غرزيو د ټبر يوه ستره پښه گڼل کېږي. د دې ټبر ډېری وگړي په کلات، هرات او کندهار کې مېشت دي.نور...