د افغانستان کلتور له دریو زریزو څخه د زیاتې مودې لپاره خپل شتون حفظ کړی دی، چې تاریخ یې لږ تر لږه په ۵۰۰ م.ز کال کې هخامنشي سترواکۍ ته ور رسېږي او د د دې هېواد د اتباعو کلتوري تنوع په بر کې نیسي. د مرکزي، سویلي او لوېدیځې اسیا تر منځ په لویو لارو یې موقعیت، نوموړی هېواد له تاریخي پلوه د تنوع په مرکز بدل کړی دی، چې د یو تاریخ پوه له لوري ورته " د لرغونې نړۍ د ګرځندځای" لقب ورکړی دی.
افغانستان تر ډېره یو قبیلوي ټولنه ده چې په دې هېواد کې بېلابېلې سیمې خپل ځانګړي فرعي کلتورونه لري. له دې سره سره، نږدې ټول افغانان له اسلامي دودونو څخه پیروي کوي، د رخصتۍ یو شان ورځې تجلیلوي، یو شان جامې اغوندي، یو ډول خواړه خوري، یو شان موسیقي اوري او تر یوې معینې اندازې پورې په څو ژبو سره افهام او تفهیم کوي. د دې هېواد کلتور په پیاوړي ډول له ترکو-فارسي او هندو-پارسي کلتورونو له عناصرو سره تړلی دی کوم چې د ژبې، خوړو او کلاسیکې موسیقۍ په څېر برخو کې تر سترګو کېدای شي.
افغانی کلتور په علمي لحاظ په مخ پر زیاتېدونکي ډول په یوه خوځنده حوزه باندې د بدلېدو په حال کې دی. په ډېر راوروسته تاریخ کې، افغاني کلتور په دې هېواد کې د روان اوږدمهاله کړکېچ له امله تهدید شوی او په کلکه اغېزمن شوی دی.