ويکيپېډيا:ويکيپروژه افغانستان/تاريخ/۱


په افغانستان کې د مسلمانانو فتوحات د مسلمانانو له خوا د فارس له فتحې وروسته پیل شول. هغه مهال چې مسلمانانو ختیځ خوا خراسان، سیستان او ماورالنهر یا فراه رود ته کډه وکړه. له نهاوند جګړې ۱۵ کاله وروسته، دوی له افغانستان پرته ټول ساساني قلمرونه تر خپلې ولکې لاندې راوستي و. په بشپړ ډول د افغانستان مسلمان کول، د ۱۰مې او ۱۲ مې پېړۍ په منځ کې د غزنویانو او غوریانو د سترواکۍ تر مهاله، چې له مذهبي ډلو نه یې ملاتړ کاوه، نه و ترلاسه شوي. خراسان او سیستان، چېرې چې د زردشت دین رامنځته شوی و، فتح شول. عربو د فارس ختیځو خواوو ته حرکت پیل کړ او په ۶۵۲ ز کال یې د هرات ښار ونیو او همدلته یې عربي واکمني جوړه کړه. د افغانستان د سیمو د نسبي کم اهمیت له مخې له لومړۍ هجري پېړۍ وروسته د مسلمانانو پوله له معاصر افغانستان سره تثبیت شوه. د تاریخي شواهدو له مخې داسې ښکاري چې توخارستان (باختر) یا بلخ لومړنۍ سیمه وه چې په شدت سره د عربو له خوا ونیول شوه، هغه چې بودیزم په کې غوړېدلی و. بلخ د وروستي ځل لپاره د قطیبه بن مسلم له خوا په ۷۰۵ ز کال کې فتح شو. های چوا، هغه چې بلخ یې په ۷۲۶ ز کال کې لیدلی و، څرګندوي چې ډېری اوسېدونکي یې بودایان و او عربو ورباندې حکومت کاوه. د افغانستان ختیځې برخې چې هغه مهال له سیاسي پلوه هند ته اړوندې بلل کېدلی، بودیزم او هندویزم د مسلمانانو د فتوحاتو ترمهاله هلته واکمن وو. کابل او زابلستان چې د بودیزم او نورو هندي مذهبونو کورونه وو، د دوو پېړیو لپاره د مسلمانانو پر وړاندې سخت مقاومت وکړ او د صفویانو او غزنویانو د فتوحاتو تر مهاله زنبیلیانو ته اړوند کابل شاهي و نه نیول شو. د زون او د هغه د واکمنانو زنبیلیانو اهمیت په دې کې و چې په سیند دره یې د عربو د برید مخه نیولې وه..نور...