ويکيپېډيا:واک غوښتنې/مرستيال
پازوال واکونه | |
---|---|
بيوروکراټ واکونه | |
له آی پي بنديزه بښلي کارن واکونه | |
د ټولنې اجماع ته اړ واکونه | |
اړوند |
مخکې له دې چې د ويکيپېډيا مرستيالۍ غوښتنه وکړئ، نو لومړی ويکيپېډيا:مرستيالان ولولئ.
- د ويکيپېډيا مرستيالۍ لپاره شرايط
- د کتمنل سمونګران چې له ۳۰۰۰ زيات سمونونه ولري او د نوماندۍ په وروستۍ مياشت کې لږ تر لږه ۱۰۰ سمونونه کړې وي، او د کتمنل د سمونګرۍ واک ته له لاسرسي څخه يې يوه مياشت تېره شوې اوسي، کولی شي چې دې واک ته د لاسرسي لپاره نوماند شي.
- شرايط
- د ټولپوښتنې او اند غوښتنې موده ۷ ورځې ده او دا موده د اوږدېدو وړ نه ده.
- ټول هغه کارنان چې د رای ګيرۍ له پيل څخه درې مياشتې مخکې يې ګڼوڼ جوړ کړی وي او لږ تر لږه په تېرو شپږو مياشتو کې يې ۱۰۰ سمونونه ترسره کړي وي، کولی شي چې په ټولپوښتنه او رای ګيرۍ کې برخه واخلي.
- لږ تر لږه د ۱۰ ملاتړو رايو او ۷۰٪ کارنانو په توافق او اجماع دا واک ورکول کيږي.
- د واک او لاسرسي د مودې غځولو لپاره، کارن بايد د خپلې يوې کلنې دورې له پای ته رسېدو دمخه د لومړي ځل په څېر يو ځل بيا ځان نوماند کړي او د کارنانو د توافق رايې ترلاسه کړي، کنه نو دا واک به يې له لاسه ووځي.
- وروسته له رای ګيرۍ د يو پازوال يا بيوروکراټ له خوا تړل کيږي او د لاسرسي واک په ورکولو يا بېرته اخيستلو پرېکړه کيږي.
هممهاله ټولپوښتنې
سمولجاړوند
سمول- مرستيالانو لړليک: (۰ کارن)