ويکيپېډيا:د مياشتي غوره ليکنه/۲۰۲۴/۰۹

محمد موسی شفيق

محمد موسى شفيق د مولوى محمد ابراهيم كاموى زوی دی چې په ۱۳۰۸ لمريز كال د جوزا په پنځمه نېټه په کابل کې زېږېدلی دی. لومړنى زده كړې يې د كامې او كابل په ښوونځيو كې تر سره كړې بيا وروسته د ننگرهار ولايت په نجم المدارس كې داخل شو، دوه كاله وروسته د كابل عربي دار العلوم ته لاړ او له هغه ځايه يې د دولسم ټولګي د فراغت سند ترلاسه کړ. له مدرسې وروسته په شاهي دار التحرير كې مقرر شو. څه موده وروسته د پوهنې وزارت له خوا د لوړو زدكړو لپاره مصر ته ولېږل شو او هلته يې په حقوقو كې ماسټري تر لاسه كړه تر دې وروسته يې د امريکا متحده ايالاتو د نيويارک کولمبيا پوهنتون څخه په نړيوالو حقوقو کې او د هاردوارد پوهنتون څخه په نړيوالو مسايلو کې ماسټريانې ترلاسه کړې. ( بشپړه ليکنه...)

وروستی لیکنې: