ويني ماډيکيزيلا منډيلا

ويني ماډيکيزيلا مانډيلا چې د نومزامو وينيفريد زانيوي ماډيکيزيلا (Nomzamo Winifred Zanyiwe Madikizela) په نوم (۱۹۳۶ سپټمبر ۲۶ – ۲۰۱۸ اپرېل ۲) زېږېدلې ده او د ويني منډيلا په نوم هم پېژندل کېږي، د سويلي افريقا د توکمپالنې ضد فعاله او د نيلسن منډيلا دويمه مېرمن وه. نوموړې له ۱۹۹۴ څخه تر ۲۰۰۳ ز کال او له ۲۰۰۹ ز کال څخه تر مړينې پورې د پارلمان د غړې په توګه خدمت وکړ او له ۱۹۹۴ څخه تر ۱۹۹۶ ز کال پورې د هنرونو او کلتور سرپرسته وزيره وه. د افريقا د ملي کانګرس د سياسي ډلې د غړې په توګه يې د ياد کانګرس په ملي اجرائيه کمېټه کې خدمت او د کانګرس د ښځو ټولنې “Women’s League” مشري يې وکړه. ماډيکيزيلا منډيلا خپلو پلويانو د ملت د مور په نوم “Mother of the Nation” ګڼله.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

ويني ماډيکيزيلا منډيلا
ويني ماډيکيزيلا منډيلا
ويني ماډيکيزيلا منډيلا

د شخص مالومات
زېږون نوم
پيدايښت ۲۶ سپټمبر ۱۹۳۶[۲][۳][۴]
مړینه 2 اپرېل 2018 (82 کاله)[۵][۶][۴]  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
ژوهانسبورگ [۷]  ويکيډاټا کې (P20) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت سوېلي افريقا   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
ګوند د افریقا ملي کانګرس [۸]  ويکيډاټا کې (P102) ځانګړنې بدلې کړئ
ميړه نېلسن مانډېلا (۱۴ جون ۱۹۵۸–۱۹ مارچ ۱۹۹۶)[۹]  ويکيډاټا کې (P26) ځانګړنې بدلې کړئ
واک
د پارلمان وکيل   ويکيډاټا کې (P39) ځانګړنې بدلې کړئ
د واکمنۍ دوران
۱۹۹۴  – ۲۰۰۳ 
د پارلمان وکيل   ويکيډاټا کې (P39) ځانګړنې بدلې کړئ
د واکمنۍ دوران
۲۰۰۹  – ۲۰۱۸ 
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال [۹]  ويکيډاټا کې (P106) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکي ژبه انګرېزي ژبه [۱۰]  ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
وېبپاڼه
وېبپاڼه د تاييدولو سرچينه  ويکيډاټا کې (P856) ځانګړنې بدلې کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ

هغه د بيزانا (Bizana) په ژوسا شاهي کورنۍ کې زېږېدلې او يوه وړ ټولنيزه کارکوونکې وه، چې په ۱۹۵۸ ز کال يې په جوهانيسبرګ “Johannesburg” کې د توکمپالنې ضد فعال نيلسن منډيلا سره واده وکړ. د دواړو د واده اړيکې ۳۸ کالونه دوام وکړ او دوه ماشومان يې درلودل. په ۱۹۶۳ ز کال کې له ريوونيا محاکمې “Rivonia Trial” څخه وروسته هغه مهال چې منډيلا بندي شو، ماډيکيزيلا منډيلا د ټولو هغو ۲۷ کالونو لپاره د خپل خاوند عمومي څېره شوه، چې نوموړي په بند کې تېر کړل. هغه د يادې دورې پر مهال د توکمپالنې ضد کورني خوځښت په دننه کې نامتو شوه. نوموړې په بېلابېلو موکو د توکمپالنې د دولتي امنيتي خدمتونو له لورې ونيول شوه، وځورول شوه، د بنديزونو له امرونو سره مخامخ شوه او يو کلیوالي ښارګوټي ته وشړل شوه او څو مياشتې يې په يوازيتوب کې تېرې کړې.[۱۶][۱۷][۱۸]

ماډيکيزيلا منډيلا د ۱۹۸۰ ز لسيزې په نيمایي کې «د ډار واکمني» باندې ټينګار وکړ او په سوويټو “Soweto” کې د تاوتريخوالي په يو مست يا عياش مرکز کې وه، چې په سويلي افريقا کې د توکمپالنې ضد خوځښت د پړ کولو (ملامتيا) او په شړنه (تبعيد) کې د افريقا د ملي کانګرس له لورې د غندلو لامل شوه. د دې دورې پر مهال يې د سوويټو اوسېدونکو له لورې کور وسوځول شو. له انساني حقونو څخه د ناوړه ګټه اخيستنې د پلټلو په موخه د نيلسن منډيلا د حکومت له لورې د رښتیا او پخلاينې کميسيون “The Truth and Reconciliation Commission (TRC)” دې پايلې ته ورسېده، چې د منډيلا د متحده فوټبال کلب “Mandela United Football Club” له لورې د تر سره شويو انساني حقونو د تېريو له امله ماډيکيزيلا منډيلا په سياسي او اخلاقي ډول ځواب ويونکې وه. ماډيکيزيلا منډيلا د ادعا شويو پوليسو د خبر ورکوونکو او د توکمپال حکومت د همکارانو ادعاوې ومنلې او امنيتي سرغړونې يې تښتونه، ربړول او وژل وو، چې د ۱۴ کلن سټومپي سيپي “Stompie Sepei” وژل يې خورا د يادونې وړ دي، چې نوموړې يې په تښتولو تورنه وه.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

نيلسن منډيلا د ۱۹۹۰ ز کال د فبروري پر ۱۱ نېټه له بندخونې څخه خوشي شو او ياده جوړه په ۱۹۹۲ کې سره بېله شوه، چې د ۱۹۹۶ ز کال په مارچ کې يې د طلاق چارې پای ته ورسېدې. ماډيکيزيلا منډيلا له نيلسن منډيلا سره د هغه د وروستۍ ناروغۍ پر مهال وکتل. نوموړې د افريقا د ملي کانګرس د لوړ پوړې څېرې په توګه له توکمپالنې څخه وروسته د افريقايي ملي کانګرس حکومت کې برخه واخېسته، که څه هم د فساد د تورونو په ترڅ کې له دندې څخه ګوښه شوې وه. هغه په ۲۰۰۳ ز کال کې د غلا او چل يا دوکې تور محکومه شوه او مخکې له دې چې څو کالونه وروسته بېرته فعال سياست ته راوګرځي، د لنډې مودې لپاره يې ورڅخه لاس واخيست.[۳۵][۳۶][۳۷]

د ژوند لومړي وختونه او زده کړې

سمول

د ماډيکيزيلا منډيلا د ژوسا نوم نومزامو (Nomzamo) (زيارکښه) و. نوموړې د پونډولېنډ په بيزانا کې د بونګویني (Mbongweni) کلي په هغه سيمه کې زېږېدلې ده، چې اوس د ختېځ کېپ “Eastern Cape” ولايت دی. هغه د نهه ماشومانو له ډلې پينځمه وه، چې اوه خويندې او يو ورور يې درلود. مور او پلار يې کولمبس (Clumbus) او ګيرټريوډ (Gertrude)، چې سپين پوستی پلار او ژوسا [د ژوسا سيمې] مور يې درلوده؛ دواړه ښوونکي وو. کولمبس د تاريخ استاد او سرښوونکی او ګيرټريوډ د کورنۍ پوهې ښوونکې وه. د ويني د نهه کلنۍ پر مهال يې مور مړه شوه، چې له امله يې هغه مهال کورنۍ ماته شوه، چې ورونه او خويندې يې بېلابېلو خپلوانو سره د ژوند کولو په موخه هغوی ته واستول شول. ماډيکيزيلا منډيلا بيزانا ته لاړه او په خپل عالي ښوونځي کې مشره نجلۍ شوه.[۳۸][۳۹][۴۰][۴۱]

د ښوونځي له پرېښودلو څخه وروسته د ټولنيز کار په جان هوفميير ښوونځي “Jan Hofmeyr School of Social Work” کې د ټوليزې پوهې د لوستلو په موخه جوهانيسبرګ (Johannesburg) ته لاړه. په ۱۹۵۶ زکال يې ياده برخه کې سند تر لاسه کړ او لسيزې وورسته يې د وېټواټرسرېنډ له پوهنتون “University of Witwatersrand” څخه په نړيوالو اړيکو کې د لېسانس سند تر لاسه کړ.[۴۲][۴۳]

نوموړې له ټرانسکي (Transkei) حکومت سره يو ځای او بېلابېلو وختونو کې په بيزانا، شابري او جوهاننيسبرګ کې د اوسېدنې په ګډون د هغه وخت د ترانسکي د بانټسټان (Bantustan) سيمې په بېلابېلو برخو کې يو شمېر دندې تر سره کړې. لومړنۍ دنده يې د سوويټو په باراګوانات روغتون “Baragwanath Hospital”’ کې د ټولنيزې کارکونکې په توګه وه.[۴۴]

له نيلسن منډيلا سره واده

سمول

ماډيکيزيلا په ۱۹۵۷ ز کال له قانونپوه او د توکمپالنې ضد فعال نیلسن منډيلا سره وکتل. دا هغه مهال و، چې نيلسن منډيلا لا تر اوسه له ايولين ماس “Evelyn Mase” سره واده کړی و. ماډيکيزيلا هغه مهال ۲۲ کلنه او سوويټو کې د بس په يو تمځای کې ولاړه وه، چې په لومړي ځل منډيلا په لومړي وکتله او تر خپل اغېز لاندې يې راوستله او راتلونکې اونۍ ته يې د ګډ غرمني نېټه وټاکله. دواړو په ۱۹۵۸ کې واده وکړ او د زيناني “Zenani” (زوکړه: ۱۹۵۸ ز کال) او زينډزيوا (Zindziwa) (زوکړه: ۱۹۶۰ زکال) په نوم دوه لوڼې يې درلودې. منډيلا په ۱۹۶۳ زکال کې ونيول او بندي شو، چې تر ۱۹۹۰ زکال پورې خوشې نه شو.[۴۵][۴۶][۴۷]

ياده جوړه په ۱۹۹۲ ز کال بېله شوه او د له محکمې څخه د باندې نامعلومه پرېکړې سره يې د ۱۹۹۶ ز کال په مارچ کې د طلاق چارې پای ته ورسېدې. د طلاق د پرېکړې اوروېدلو پر مهال نيلسن منډيلا د ماډيکيزيلا منډيلا هغه ادعا رد کړه، چې منځګړي واده ژغورلی شو او د هغې خيانت يې په دې ويلو سره د طلاق د لامل په توګه ياد کړ، چې «ما پرېکړه کړې ده، چې له واده څخه ځان خلاص کړم». د پينځه ميليونه امريکايي ډالرو د تر لاسه کولو هڅه يې، چې د نوموړې د ادعا له مخې د خپل پخواني خاوند د ارزښت نيمايي وه؛ هغه مهال له منځه لاړه، چې ويې نه شو کولی د پرېکړې اورېدلو لپاره محکمې ته راشي.[۴۸][۴۹]

کله چې د پخلاينې د شونتيا په اړه د ۱۹۹۴ زکال په يوه مرکه کې وپوښتل شوه، ويې ويل: «زه د دې لپاره مبارزه نه کوم، چې د هېواد لومړۍ مېرمن شم. زه په حقيقت کې هغه څوک نه يم چې ښکلي ګلان واخلم او هر چا لپاره يو سینګار اوسم».[۵۰]

ماډيکيزيلا منډيلا د خپلې مړينې په وخت کې د محکمې په يوه دعوه کې ښکېل وه. نوموړې ادعا کوله چې سره له دې چې په ۱۹۹۶ ز کال يې له نيلسن منډيلا څخه طلاق اخېستی و، مګر د دوديز قانون له مخې په کيونيو (Qunu) کې د منډيلا د کور او شا او خوا ځمکې لري. د نوموړې قضيه په ۲۰۱۶ ز کال کې د متاتا عالي محکمې “Mthatha High Court” له لورې ونه اورېدل شوه او د راپور له مخې د خپلې مړينې په وخت کې يې اساسي محکمې “Constitutional Court” ته د غوښتنې يا استيناف چمتووالی نيوه، تر دې چې د ۲۰۱۸ په جنوري کې د استيناف ستره محکمه “Supreme Court of Appeal” کې ناکامه شوه.[۵۱][۵۲][۵۳][۵۴][۵۵]

توکمپالنه: ۱۹۶۳ – ۱۹۸۵ ز کال

سمول

ویني منډيل د خپل خاوند د بند د وروستيو پر مهال د توکمپال د مخکښ مخالفې په توګه راښکاره شوه. نوموړې د خپلو سياسي فعاليتونو له امله د ملي ګوند “National Party” حکومت له لورې په منظم ډول ونيول شول. هغه په کور کې نظر بند شوه، تر څارنې لاندې وساتل شوه، زنداني شوه او د برېنډفورټ (Brandfort)  په نوم لرې پروت ښارګوټي ته وشړل شوه.[۵۶]

د نوموړې د بند تر ټولو اوږده دوره ۴۹۱ ورځې وه (لکه څرنګه چې هغې د «۴۹۱ ورځې: د بندي ګڼه ۶۹/۱۳۲۳» په نوم خپله وينا کې يادونه کړې ده)، چې د ۱۹۶۹ ز کال د می پر ۱۲ نېټه د پريټوريا مرکزي بندخونې “Pretoria Central Prison” کې پيل شوه. ويني منډيل په ياده بندخونه کې څو مياشتې په يوازيتوب سره تېرې کړې او وځورول او وټکول شوه. د نوموړې د وينا له مخې په بندخونه کې ازمايښت يا تجربې يې هغه «کلکه» کړه.[۵۷][۵۸]

سرچينې

سمول
  1. https://slate.com/news-and-politics/2018/04/winnie-mandela-wife-of-nelson-mandela-dies-at-81.html — خپرېدونېټه: ۳ اپرېل ۲۰۱۸
  2. انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: https://www.imdb.com/name/nm0541692/ — خپرېدونېټه: ۱۵ اکتوبر ۲۰۱۵
  3. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Winnie-Madikizela-Mandela — subject named as: Winnie Madikizela-Mandela — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000018164 — subject named as: Winnie Madikizela-Mandela — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. http://www.bbc.com/news/world-africa-43621112
  6. Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/123020 — subject named as: Winnie Mandela
  7. https://www.nytimes.com/2018/04/02/world/africa/winnie-mandela-dead.html — خپرېدونېټه: ۷ اکتوبر ۲۰۲۳
  8. http://www.pa.org.za/person/nomzamo-winfred-madikizela-mandela/ — خپرېدونېټه: ۱ فبروري ۲۰۱۸
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ https://theconversation.com/winnie-madikizela-mandela-revolutionary-who-kept-the-spirit-of-resistance-alive-94300
  10. Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12050725r — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist. او Script error: The function "Lang" does not exist. — منښتلیک: Open License
  11. Winnie Mandela. nndb.com
  12. "Anti-apartheid campaigner Winnie Mandela dies, aged 81". Sky News. 2 April 2018.
  13. Butcher, Tim (25 April 2003). "Winnie Mandela given five-year jail sentence". The Telegraph. خوندي شوی له اصلي څخه په 11 January 2022 – via www.telegraph.co.uk.
  14. "Jacob Zuma set for presidency". Brandsouthafrica.com. 7 May 2009. خوندي شوی له the original on 4 April 2018. بياځلي په 4 April 2018.
  15. Lusher, Adam (2 April 2018). "From 'Mother of the Nation' to 'mugger': The turbulent life of South Africa's Winnie Mandela". The Independent.
  16. Sehloho, Matshepo (3 April 2018). "Winnie was born Mpondo princess from an important Eastern Cape family". 702.
  17. Beresford, David; Vat, Dan van der (2 April 2018). "Winnie Madikizela-Mandela obituary". The Guardian.
  18. "Opinion – The conscience of a nation that has forgotten apartheid". The Mercury.
  19. Morudu, Palesa (13 April 2018). "Has truth become a casualty of Winnie's rejection of accountability?". Business Day. خوندي شوی له the original on 13 April 2018.
  20. Pillay, Verashni. "Five times Winnie Mandela has let us down". Mail and Guardian.
  21. Kraft, Scott (17 February 1989). "S. Africa Black Group Disowns Winnie Mandela". Articles.latimes.com.
  22. Dlamini, Penwell (16 April 2018). "Isolating Madikizela-Mandela was not my decision alone' says Mufamadi". Times Live.
  23. kyle (22 February 2016). "Statement by Mass Democratic Movement on Winnie Mandela". South African History Online. خوندي شوی له the original on 8 April 2018. بياځلي په 14 April 2018.
  24. Morudu, Palesa (13 April 2018). "Has truth become a casualty of Winnie's rejection of accountability?". Business Day. خوندي شوی له the original on 13 April 2018.
  25. Times, John D. Battersby and Special To the New York. "Winnie Mandela Agrees to Shed Guards". The New York Times.
  26. "What ANC said about Winnie, MUFC and Stompie at the time". Politicsweb.co.za. 12 April 2018.
  27. "Winnie Madikizela-Mandela and the ghosts of crimes past". Politicsweb.co.za.
  28. "Truth and Reconciliation Commission of South Africa Report, Volume Two, Chapter 6 (pp. 543–82): Special Investigation: Mandela United Football Club" (PDF). 29 October 1998. خوندي شوی له the original (PDF) on 4 November 2009. بياځلي په 10 July 2010.
  29. Trewhela, Paul (6 April 2018). "The moral problem of Winnie Mandela". Dailymaverick.co.za.
  30. Tay, Nastasya (12 March 2013). "Bodies exhumed in ANC 'murder' case linked to Winnie Mandela". independent.co.uk.
  31. Morudu, Palesa (13 April 2018). "Has truth become a casualty of Winnie's rejection of accountability?". Business Day. خوندي شوی له the original on 13 April 2018.
  32. Wet, Phillip De (15 March 2013). "Bodies probably won't bury Winnie". Mail&Globe.
  33. Malone, Andrew (27 April 2003). "Rough justice for Winnie's victims". The Guardian.
  34. Cropley, Ed. "Winnie Mandela, tarnished 'Mother' of post-apartheid South Africa". Reuters.
  35. Smith, David (6 December 2013). "Nelson and Winnie Mandela's marriage ended, but the bond was never broken". The Guardian.
  36. Butcher, Tim (25 April 2003). "Winnie Mandela given five-year jail sentence". The Telegraph. خوندي شوی له اصلي څخه په 11 January 2022 – via www.telegraph.co.uk.
  37. "Jacob Zuma set for presidency". Brandsouthafrica.com. 7 May 2009. خوندي شوی له the original on 4 April 2018. بياځلي په 4 April 2018.
  38. "Winnie Mandela died on April 2nd". The Economist.
  39. Jagarnath, Vashna. "Nomzamo from Bizana: remembering Winnie Madikizela as a young woman". The Conversation.
  40. French, Mary Ann (30 April 1994). "The Resurrected Winnie Mandela". Washingtonpost.com.
  41. Madikizela-Mandela profile. Sahistory.org.za. Retrieved 30 May 2011.
  42. "Winnie graduates after 38yrs". News24. خوندي شوی له the original on 15 April 2018. بياځلي په 15 April 2018.
  43. Van Wyk, Chris (2003). Winnie Madikizela-Mandela. Awareness Publishing. pp. 5–9. ISBN 1-919910-12-3.
  44. Preez Bezdrob, Anné Mariè (2015). Winnie Mandela: A Life. South Africa: Penguin Random House. ISBN 978-1868729265.
  45. Jr, Cleve R. Wootson (2 April 2018). "Winnie and Nelson Mandela's marriage survived three decades of prison – but not freedom". Washingtonpost.com.
  46. Smith, David (6 December 2013). "Nelson and Winnie Mandela's marriage ended, but the bond was never broken". The Guardian.
  47. Staff (2 April 2018). "Obituary: Winnie Madikizela-Mandela of South Africa". BBC News Online. BBC. بياځلي په 4 April 2018.
  48. Block, Robert (19 March 1996). "Mandela: Winnie made me the loneliest man". The Independent. خوندي شوی له the original on 4 April 2018. بياځلي په 4 April 2018.
  49. "Nelson and Winnie Mandela divorce; Winnie fails to win $5 million settlement". Jet. 8 April 1996. خوندي شوی له the original on 16 July 2012.
  50. Pereira, Derwin (22 June 1994). "'Invest to rebuild S. Africa' call by Winnie Mandela". Pretoria. خوندي شوی له the original on 25 December 2014.
  51. "Winnie loses appeal in battle for Madiba's Qunu homestead". News24. 19 January 2018. خوندي شوی له the original on 4 April 2018. بياځلي په 4 April 2018.
  52. Hlatshaneni, Simnikiwe (4 April 2018). "Mama Winnie's dying wish". The Citizen.
  53. Sifile, Lindile (4 April 2018). "#WinnieMandela bodyguard reveals her final moments". The Star.
  54. Pillay, Verashni. "Five times Winnie Mandela has let us down". Mail and Guardian.
  55. Agency. "Winnie loses court battle over Mandela Qunu home". Mail and Guardian.
  56. Smith, David (6 December 2013). "Nelson and Winnie Mandela's marriage ended, but the bond was never broken". The Guardian.
  57. "Nomzamo Nobandla Winnifred Madikizela–Mandela". African National Congress. خوندي شوی له the original on 14 March 2012. بياځلي په 24 January 2010. In 1969, she became one of the first detainees under Section 6 of the notorious Terrorism Act. She was detained for eighteen months in solitary confinement in the condemned cell at Pretoria Central Prison before being charged under the Suppression of Communism Act 1950.
  58. "Winnie Madikizela-Mandela, anti-apartheid leader, 1936-2018". Financial Times.