ويدي مدنيت

په افغانستان کي د اريا ئيانو تر ټولو لرغونۍ مدنيت د ويدي په نوم ياديږي . دا مدنيت ځکه ويدي يادشوۍ ، چي مالومات يې د هغو څلورو کتابونو څخه په لاس راغلي چي د ريگويدا ، اتهرو ويدا ، ساما ويدا او ويجورو ويدا په نومونو ياديږي ، او ټولگه يې د ويدي سرودونو په نوم شهرت لري . د دې سرودونو پيل تر زېږدیز دوه زره کاله وړاندو مهالونو پوري اړه لري چي په شفاهي ډول د اريا ئيانو له خوا را نقل شوي او وروسته په سانسگريت ژبه ليکل شويدي .

په ريگويدا کي د هغوسيمو نومونه شته چي داريا ئيانو تر واک او ځواک لاندي وه . د دې سيمو زياته شميره په اوسني افغانستان کي د تاريخي جغرافيا پوهانو له لخوا پيژندل شويدي . د بيلگي په توگه ،هريوا ( هرات ) هيراوتي ( دهراوت ) بلهيکه ( بلخ ) او نور يادولای شو . د سيمو پر نومونو سر بيره په ريگويدا کي د سندونو او غرونو نومنه هم راغلي چي بيلگه يې د منجوان د غره نوم دۍ چي د اوسني نورستان او بدخشان ترمنځ پيژندل شوۍ دئ .

په ويدي سرودونو کي د اريا ئې قبيلو په اړه زيات مالومات شته . د الينا په نوم قبيله ياده شوېده چي د اوسني الينگار اوسېدنکي وه ، د بولان اوسېدونکي يې د بهالانه په نوم يادکړيدي . دپکتها نوم هم ډير ياد شوۍ چي د پښتون د کليمې پخوانۍ ډول دی . په ريگوېدا کي داسي توري هم شته چي په لږ بدلون اوس معمول دي ، د بيلگي په توگه کورنۍ يې دکولا ( کهول ) په نوم يادول ، د قبيلو مشر ته يې پتي ويل اود څو يو ځای شويوقبيلو مشر يې د گرامه په نوم ياد کړيدئ ، چي د گرام کليمه چي د ستر او لوۍ مانا لري اوس هم په زياتو نومونو لکه باگرام او نورو کي ليدل کيږي .

د ويدي مدنيت پر مهال اريا ئيانو د چوپانۍ او کرهڼي له لاري خپلي اړتياوي پوره کولې .د حیواناتو د پوستکي به يې د تودو جامو او څپليو په جوړولو کي کار اخستۍ . د ښکلوخاورينو لوښو جوړول دود وه . ښکلي گاڼې به يې جوړولې . د جنس په جنس راکړي ورکړي چاري يې هم زده کړي وې ، حیوانات به يې سره بدلول او هغه به يې د تبادلې لپاره بنسټ گاڼه چي د پيسو په نوم به ياديدل .بيلا بيلي دانې غلې او د څښلو خوندور بوټي يې هم پيژندل چي په ويدي سرودونو کي يې په وار وار يادونه شوېده . داسي بريښي چي د ويدي سرودونو ويل او په يادول د زماني پلوه ډير پخوا پيل شويدي . خو په سرودونوکي تر ټولو پخوانئ يادي شوي پيښي په ( ١٨٠٠ ) يو زر ا ته سوه کاله د مخ تر ميلاد زمانې پوري اړه لري . ويدي مدنيت په پرله پسې توگه تر (١٠٠٠) زر کاله د مخه تر ميلاد دوام درلود .

سرچنه سمول

سلام فرهنگي ټولنه له ويبپاڼه څخه