ولادیمیر اکسیونوف

ولاديمير ويکتورویچ اکسیونوف (انگلیسي: Vladimir Viktorovich Aksyonov، روسي: Влади́мир Ви́кторович Аксёнов) د شوروي یو پخوانی ستورمزلی دی چې د ۱۹۳۵ د فبروري پر لومړۍ نېټه د ریازان ولایت په کاسیموفسکي ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. واده یې کړی او دوه بچیان لري. ولادیمیر اکسیونوف له انجنیري انسټیټیوټ څخه ډیپلوم ترلاسه کړی او وروسته بیا له هوايي ځواکونو انسټیټیوټ او پولي‌تخنیک انسټیټیوټ څخه فارغ شوی دی. نوموړی تخنیکي ساینس ته نوماند وو.

ولادیمیر اکسیونوف د ۱۹۷۳ د مارچ پر ۳مه د ستورمزلي په توگه وټاکل شو. نوموړي ته دوه ځلې د شوروي اتحاد اتلولي ور کول شوې ده. د ۱۹۸۸ د اکتوبر پر ۱۷مه کورناستی شو. د الوتنې چلوونکي په توگه په سویوز ۲۲ او سویوز ټي-۲ کې تشیال ته تللی دی. نوموړی نن سبا د معدني سرچینو د یوه څېړنیز انسټیټیوټ مشر دی.

نور ولولئ سمول