وانکومايسين (په انگرېزي کی: Vancomycin) يو گلايکوپېپټايډ انټيبايوټيک دی چې د گرام مثبت باکټريا په وقايعه او د همدغه باکټريا په سبب انتانونو په درملنه کې کارېږي. په دوديزه توگه دا باکټريا د وروستۍ هڅې درملو په توگه ريزرف شوی دی او يوازې هغه وخت کارېږي چې نور انټيبايوټيکونه نا موثره او بې اغېزې ثابت شي. که څه هم چې د وانکومايسين په وړاندې هم مقاوم اورگانيزمونه ښودل شوي او دا په دې مانا ده چې د دې درمل ځای نور درمل لکه لينېزولايډ (Zyvox)، (د خولې او رگ لخوا کارېږي)، ډاپټومايسين (Cubicin) (د رگ لخوا کارېږي) او کوينوپريسټين/ډالفوپريسټين (Synercid) (چې د رگ لخوا کارېږي) ونيسي.

وانکومايسين