والټر فرانسیس وایټ

والټر فرانسیس وایټ (د ۱۸۹۳ کال د جولای لومړۍ – د ۱۹۵۵ ز کال د مارچ ۲۱مه) د مدني حقونو یو افریقایي‌الاصله امریکايی فعال و چې په ۱۹۱۸ز کال کې یې د رنګین ‌پوستانو د پرمختګ له ملي ټولنې (NAACP) سره د څېړونکي په توګه تر یوځای کېدو وروسته، له ۱۹۲۹ز  نه  تر ۱۹۵۵ ز پورې نږدې ۲۶ کاله د دغې ټولنې مشري وکړه. وایټ د توکمیز توپیر او محرومیت لپاره د قانوني ګواښونو پراخ پروګرام مدیریت کړ. د دې تر څنګ خبریال، ناول لیکوال او مقاله لیکوال هم و. دی په ۱۹۱۶ ز کال کې له اتلانتا پوهنتون نه (چې دا مهال کلارک اتلانتا پوهنتون نومېږي) فارغ شو.

والټر فرانسیس وایټ
والټر فرانسیس وایټ
والټر فرانسیس وایټ

د شخص معلومات
پيدايښت ۱ جولای ۱۸۹۳[۱][۲][۳]
مړینه 21 مارچ 1955 (62 کاله)[۱][۲][۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نيويارک   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک خبريال [۴]
د بشري حقوقو فعال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکې ژبه(ې) انگليسي [۵]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

وایټ په ۱۹۱۸ ز کال کې د «جېمز وېلډن جانسون» په بلنه په نیویارک کې د (NAACP) له کوچني سټف سره یوځای شو. ده د جانسون د مرستیال سکرتر په توګه کار کاوه او د لېنچ او توکمیز بغاوت په اړه یې د څېړنو لپاره سویل ته سفر وکړ. وایټ به کله ناکله ځان ګڼ توکمیز او د سپین ‌پوستو اجدادو له ډلې باله، تر څو په اسانۍ سره څېړنې وکړي او په کړکېچنو حالاتو کې ځان خوندي وساتي. وایټ د جانسون پر ځای د (NAACP) مشر وټاکل شو او له ۱۹۲۹ ز نه تر ۱۹۵۵ ز پورې د دغې ادارې مشر و. دی په ۱۹۳۴ کال کې د ویرجین ټاپو وزمې د حکومت له مشورتي شورا سره یوځای شو او په ۱۹۳۵ کال کې یې له «لېچېنګ ضد قوانینو» نه د سوېلي ډیموکراټانو د سرغړونې په اړه د ولسمشر روزوېلټ د چوپتیا په غبرګون کې استعفا وکړه.

وایټ له عمومي تبعیض سره د مبارزې پر پلانونو او اداري جوړښت څار کاوه. ده تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته په وسله‌والو ځواکونو کې د تبعیض ختمولو په برخه کې له ولسمشر ټرومن سره کار وکړ او هغه ته یې د دغه کار د عملي کولو لپاره د یوه اجرايي فرمان مسوده ورکړه. د وایټ په مشرۍ (NAACP) د قانوني دفاع مالي صندوق جوړ کړ چې د توکمیز تبعیض له منځه وړلو لپاره یې بېلابېلې قانوني ګواښونه لرې کړل او ډېر بریالیتوبونه یې ترلاسه کړل. په دې کې یو د پوهنې د پلاوي او براون تر منځ د سترې محکمې حکم و، په حکم کې راغلي وو چې، تبعیضي زده‌کړه ذاتاً بې عدالتي ده. وایټ د (NAACP) غړي پنځه برابره کړل او نږدې ۵۰۰۰۰۰ کسانو ته یې ورسول. [۶]

د ژوند لومړي وختونه سمول

والټر د «جورج» او «ماډلین وایټ» زوی و. کله چې وایټ وزېږېد، پلار یې په اتلانتا پوهنتون کې (چې دا مهال کلارک اتلانتا پوهنتون بلل کېږي او لا هم د سویل د تور پوستانو د تاریخي پوهنتون په توګه پېژندل کېږي) زده‌ کړې کولې او بیا د پوست کارکوونکی شو چې دا په فدرال حکومت کې ډېره ښه دنده وه. مور یې هم له همدغه پوهنتون نه فارغه شوې وه او ښوونکې وه. وایټ د خپلې ودې پر مهال ښې زده‌کړې وکړې. ده د اتلانتا په دولتي ښوونځي کې زده‌کړې وکړې، د لېسې دوره یې په ۱۹۱۲ کې پای ته ورسوله او کالج یې هم په ۱۹۱۶ کال کې همالته بشپړ کړ. وایټ د زده‌کړو په دې دوره کې وتوانېد چې اته کاله د اتلانتا په غیر عادي فضا کې تېر کړي. وایټ چې د خپل ژوند په لړ کې کوم کارونه کړي، لا هم «د پخواني اتلانتا پوهنتون د مخکښانو او د سویل د رنګین پوستانو د لوړو زده کړو ادارو ته په شویو بې سارو کارونو کې محسوس دي». د وایټ کورنۍ له لومړۍ جماعت‌ پالې کلیسا سره تړاو درلود، چې په شمال کې یې د امریکا د تبلیغ ټولنې له کورنۍ جګړې وروسته بنسټ اېښی و. په جورجیا یا ګورجستان کې د ټولو تور پوستو فرقو له ډلې جماعت ‌پالي له ځواکمنو ټولنیزو، سیاسي او مالي فرقو نه وو. د دغې فرقې غړیتوب په اتلانتا کې د ډېر لوړ حالت نښه وه. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

مسلکي مخینه سمول

وایټ د تور پوستانو په تاریخي پوهنتون «اتلانتا» کې زده ‌کړې وکړې. ډبلیو.اي.بي ډو بویس د وایټ تر شاملېدو مخکې شمال ته تللی و، خو ډو بویس د وایټ مور او پلار ښه پېژندل. ډو بویس په اتلانتا پوهنتون کې د وایټ یوې مشرې خور او یوه مشر ورور ته تدریس کړی و. ډوبویس او والټر وایټ وروسته د تور پوستانو د مدني حقونو د ترلاسه کولو لپاره د ښې لارې په اړه د نظر اختلاف درلود، خو د هېواد لپاره یې نظر یو و. [۱۴]

وایټ په ۱۹۱۶ ز کال کې تر فراغت وروسته، په «سټنډرډ لایف اېنشورېنس شرکت» کې دنده واخیسته ،چې په اتلانتا کې د تور پوستو له‌خوا د یوه نوي او بریالي تجارت په توګه پیل شوی و.  

ده په ۱۹۰۹ کال کې د رنګین پوستانو د پرمختګ لپاره د جوړې شوې ملي ټولنې (NAACP) د یوې برخې د اداره کولو لپاره کار وکړ. دی او نورمشران په دې وتوانېدل چې د اتلانتا ښوونځي بورډ ته لاره پیدا کړي او د تور پوستو ماشومانو لپاره د زده‌کړو زمینه ښه کړي، دا هغه ماشومان وو چې په جلا ښوونځیو کې ورته تدریس کېده او دا ښوونځي په دودیز ډول د سپین‌ پوستانو د مقننه ډلې تر واک لاندې جوړ شوي وو. (تور پوستي د پېړۍ په پیل کې د ګورجستان له‌ خوا د اساسي قانون د تصویب له امله چې د رایې ورکوونکو نوم لیکنه یې لا ستونزمنوله، د پخواني کنفدراسیون ایالتونو په څېرعملاً د رایې ورکولو له حقه محروم شول.)

۲۵ کلن وایټ د مدني حقونو د فعال او لیکوال «جېمز وېلډن جانسون» په بلنه نیویارک ښار ته ولاړ. په ۱۹۱۸ ز کال کې یې د NAACP په ملي مرکزي دفتر کې کار پیل کړ. وایټ د NAACP د مرستیال سکرتر په توګه کار پیل کړ. وایټ په سویل کې د لېنچ په اړه په څېړنه کې پر یوه پټ جاسوس بدل شو، چې د خپل کار په اوج کې و. وایټ د څېړنې د مهارتونو په لرلو سره د یرغلګرو سپین پوستانو د تاوتریخوالي پر وړاندې د NAACP د پټې وسلې په توګه ثابت شو. [۱۵][۱۶][۱۷]

واده او کورنۍ سمول

وایټ په ۱۹۲۲ ز کال کې له «ګلاډیس پاول» سره واده وکړ. دوی دوه بچیان لرل، «جین وایټ» چې په عامه ځایونو او تلویزیون کې ممثله شوه او زوی یې «والټر کارل وایټ» چې ډېر عمر یې په جرمني کې تېر کړ. دوی دواړه تر ۲۷ کلن ګډ ژوند وروسته په ۱۹۴۹ ز کال کې جلا شول. [۱۸]

دا چې وایټ د افریقايي‌الاصله امریکايانو د بشري حقونو ادارې د یوې عمومې څېرې په توګه مشهور و، تر طلاق کمه موده وروسته یې د سویلي افریقا له یوې مطلقې سپین پوستې ښځې «پاپي کانن» سره واده وکړ، چې دا کار یې د عمومي جنجال جوړېدو لامل شو. ډېری تور پوستي همکاران او ملګري يې ترې خپه شول. ځینو ادعا وکړه چې ، ده تل غوښتل سپین وي. نورو ویل چې دی تل سپین پوستی و.  [۱۹]

ګلاډیس او بچیان یې له وایټ او دویمې مېرمنې ولاړل. د وایټ خور وویل چې ده په ټوله دې دوره کې غوښتل، د سپین پوستي کس په توګه ژوند وکړي. زوی یې خپل نوم کارل ډاروو ته بدل کړ، تر څو وښيي چې له پلار نه کرکې او جلا کېدو ته لېوالتیا لري.[۱۹]

جایزې او ویاړونه سمول

  • وایټ په ۱۹۲۷ ز کال کې د هارمون جایزه واخیسته (د تور پوستانو په منځ کې د مهمو لاسته راوړنو لپاره د ویلیام اي هارمون بنسټ جایزه) چې د «رسۍ او کودې» (Rope and Faggot) په نامه د کتاب لیکلو لپاره وه، وایټ په دې کتاب کې د لېنچېنګ د څېړنې په اړه له قاضي لېنچ سره مرکه کړې وه.
  • په ۱۹۳۷ ز کال کې د یوه افریقايي‌الاصله امریکايي په توګه د مهمو لاسته‌ راوړنو لپاره د NAACP له‌خوا «سپېنګارن مډال» ورکړل شو. [۲۰]
  • په ۲۰۰۲ ز کال کې «مولفي کیټ اسانته» والټر فرانسیس وایټ د ۱۰۰ لویو افریقايي‌الاصله امریکایانو په نوملړ کې راوست. [۲۱]

مړینه سمول

وایټ د ۱۹۵۵ ز کال د مارچ میاشتې په ۱۹مه نېټه د زړه د حملې له امله په نیویارک ښار کې د ۶۱ کلونو په عمر مړ شو.[۲۲]

سرچینې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12746897b — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6m61pnn — subject named as: Walter Francis White — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Walter-White-American-civil-rights-activist — subject named as: Walter White — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.
  4. http://hdl.handle.net/10079/fa/beinecke.wfwhite — د نشر نېټه: ۶ جنوري ۲۰۱۷
  5. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12746897b — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  6. William Jelani Cobb, "Past Imperfect: Post Mfume" Archived 2018-08-28 at the Wayback Machine., Afro-Netizen.com.
  7. Dyja, Tom, Walter White: The Dilemma of Black Identity in America, Chicago: Ivan R. Dee, 2008, p. 12.
  8. Kenneth Robert Janken, Walter White: Mr. NAACP, Chapel Hill: University of North Carolina Press, 2006, pp. 2–4.
  9. "Walter Francis White". The Journal of Negro History. 40 (3): 296–298. 1955-01-01. doi:10.1086/JNHv40n3p296. JSTOR 2715961. S2CID 224831169. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Dyja, Tom, Walter White: The Dilemma of Black Identity in America, Chicago: Ivan R. Dee, 2008, p. 12.
  11. The Decatur Herald (Decatur, Illinois) 25 Mar 1955, Fri • Page 6
  12. Dyja (2008), Walter White, p. 121.
  13. Dyja (2008), Walter White, p. 18.
  14. Dyja, Walter White (2008), p. 15.
  15. Dyja (2008), Walter White, p. 61.
  16. Janken (2006), Mr. NAACP, p. XIV.
  17. Janken, Walter White: Mr. NAACP (2006), p. 57.
  18. George Hutchinson, In Search of Nella Larsen: a Biography of the Color Line, Cambridge, MA: Harvard University Press, 2006, p. 253.
  19. ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ Dyja (2008), Walter White, p. 181.
  20. Asante, Molefi Kete (2002). 100 Greatest African Americans: A Biographical Encyclopedia. Amherst, New York. Prometheus Books. کينډۍ:ISBN.
  21. (په September 19, 2009 باندې). Writers hall picks four inductees. Athens Banner Herald. Online Athens
  22. "Walter White". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)