والټر روتر

والټر فیلیپ ریوتر (سپتمبر ۱، ۱۹۰۷ ز– مۍ ۹، ۱۹۷۰ ز) د منظم کار امریکایی مشر او د مدني حقونو فعال و، چې د متحده اټوموبیل کارګرانو اتحادیه (UAW) يې د امریکا د تاریخ د کارګرانو په یوه تر ټولو مخکښو اتحادیو بدله کړه. هغه د کارګرانو خوځښتونه یوازې د ګټې د ځانګړو ډلو په سترګه نه کتل، بلکې هغه يې په ولسواکو ټولنو کې د ټولنیزعدالت او بشري حقونو د لوړاوي وسیلې ګڼلې. هغه د UAW له سرچینو او اغېز څخه د کارګرانو د حقونو، مدني حقونو، د ښځو حقونو، نړیوالې روغتیايي پاملرنې، عامه زده کړه، ارزانه کورونو، ژوندچاپېریالیزه څارنو او د نړۍ په هر ګوټ کې د هستوي وسلو د نه پراختیا اړوند غږ پورته کولو په موخه کار واخیست. هغه د سویډن په څېر د ټولنیزې ولسواکۍ او د سوله ییزې مدني سرغړونې له لارې د ټولنیز بدلون ملاتړ کاوه. هغه په ۱۹۵۵ز کال کې له جورج مینې سره یوځای د AFL-CIO بنسټ کېښود. هغه د ترور له دوو پېښو ژوندی وتلی دی، چې یوه پېښه هغه مهال رامنځته ته شوه، چې دی په پخلنځي کې و او له کړکۍ څه پرې د ۱۲- ډزه توپانچې ډزې وشوې. هغه د UAW څلورم او ترټولو د ډېر وخت لپاره مشر و، چې د ۱۹۴۶ز کال څخه نیولې، بیا په ز کال کې تر وفات کېدو پورې يې خدمت وکړ.  [۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

والټر روتر
والټر روتر

د شخص مالومات
پيدايښت ۱ سپټمبر ۱۹۰۷[۱][۲][۳][۴]
مړینه 9 مې 1970 (63 کاله)[۱][۲][۳]  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
ګوند ديموکراتيک ګوند

د امریکا سوسیالېست ګوند   ويکيډاټا کې (P102) ځانګړنې بدلې کړئ

رکن د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي   ويکيډاټا کې (P463) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه
وېبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ

روترد متقاعدینو او د هغوی د کورنۍ غړو په ګډون د پنځه میلیونه کارګرانو مشر و او د امریکا په دموکرات ګوند کې يې ډېر نفوذ درلود. د دویمې نړیوالې جګړې پرمهال، ولسمشر فرانکلین ډي روزویلټ به ډېر ځله له هغه روتر سره سلا مشوره کوله او هغه يې "خپل ځوان سورسری انجنیر" باله. هغه په ۱۹۶۰ز کال د جان اف کنیډي له خوا د ولسمشر مرستیال وټاکل شو. په ۱۹۶۱ز کال کې د خوګانو خلیج پېښې څخه وروسته، ولسمشر جان اف کنیډي کیوبا هېواد ته روتر واستاوه، تر څو د فیډل کاسټرو د زندانیانو د تبادلې خبرې اترې مخته یوسي. هغه د سولې ډ‌لو (Peace Corps) د جوړولو مخکښ مشر و او په ترتیب سره يې، په ۱۹۶۴ز کال کې د مدني حقونو قانون، په ۱۹۶۵ز کال کې د رایې د حقونو قانون او د زړو خلکو د روغتیاپالنې بیمې او د بېوزلو خلکو د روغتیا بیمې او د وړ(مناسب) هستوګنځي قانون څخه د ملاتړ سرلاری و. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

هغه په ۱۹۶۴ ز او ۱۹۶۵ ز کې په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر لینډن جانسن سره هره اوونۍ ناستې درلودې او د بېوزلې پر وړاندې د مبارزې د سترې ټولنې پر پالیسیو او قانون جوړونې يې بحث کاوه. د جمهوريت غوښتونکو ګوند د روتر پر وړاندې یې له احتیاط څخه کار اخیست او ان د ولسمشرۍ نوماند ریچارډ نیکسن د ۱۹۶۰ز کال د ټاکنو په بهیر کې، د جان اف کینډي په اړه ویلی و چې: "زما په فکر د یوه ملت لپاره دا ډېره د زیان خبره ده، چې ولسمشر يې ټاکنې وګټي او په پایله کې د والټر روتر په څېر د یوه سیاسي مشر اسیر واوسي." محافظه کار سیاستوال باری ګولډواټر په ډاګه کړه چې: "[روتر] زموږ د هېواد لپاره د سپوتنیک او یا د شوروي اتحاد له هر څه څخه خطرناک و. په ۱۹۵۵ز کال کې د پولیتزر جایزې ګټونکی تاریخپوه کشر آرتور شلیسینګر لیکي: "والټر پي روتر، د UAW فوق العاده وړ او ذهین مشر به په راتلونکې یوه لسیزه کې د امریکايي سیاست تر ټولو پیاوړی سړی وي."[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

د کشر مارتین لوترکینګ او د مدني حقونو خوځښت پياوړي متحد روتر له کینګ سره یوځای په ډيترویت، سېلما، برمنګهم، مونتوګومیري او جکسون کې لاریونونه راواېستل. کله چې کینګ او د ماشومانو په ګډون نور خلک د الاباما آیالت په برمنګهم سیمه کې زنداني شول او کینګ د برمنګهم زندان څخه خلک نامتو لیک ولیکه، روتر د لاریون کوونکو د ژغورنې لپاره ۱۶۰۰۰۰ امریکايي ډالره راټول کړل. هغه د ۱۹۶۳ز کال د اګسټ میاشتې په ۲۸مه نېټه، پر واشنګټن د لاریون په تنظیم او تمویل کې مرسته وکړه او د لینکلن یادڅلي په پوړیو کې يې لږ مخکې له هغه وینا وکړه چې، کینګ به نېشنل مال کې د "زه یو خوب لرم" په نامه خپله تاریخي وینا وړاندې کړي. د سزار چاوېز او د یوناینټيډ فارم کارګرانو اتحاديې د ملاتړي په توګه، هغه له رابرټ اف کنیډي څخه وغوښتل چې، د چاوېز لیدو ته ورشي او ملاتړ یې وکړي. هغه د رنګینو وګړو د پرمختګ لپاره د ملي انجمن (NAACP) د رئیسانو په بورډ کې خدمت وکړ او د دموکراټیک عمل لپاره د امریکایانو ټولنې یو له بنسټګرو څخه و. د مادام العمره ژوندچاپېریال پال (environmentalist) په توګه، روتر د ۱۹۷۰ز کال د اپریل میاشتې په ۲۲مه نېټه د ځمکې نړیوالې ورځې د لومړنی نمانځغونډې په تمویل او تنظیم کې مهم رول ولوباوه. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

د ځمکې نړیوالې ورځې د اصلي ملي تنظیمونکی ډېنیس هېس په وینا: " د ځمکې نړیوالې ورځې لومړنۍ نمانځغونډه، د UAW پرته نه کامیابېده."

روتر ته په ۱۹۵۵ز کال کې د هغه تر مړینې وروسته، د ولسمشر بېل کلنټن له خوا د ولسمشرۍ د آزادۍ مډال ورکړل شو. په دې مراسمو کې ولسمشر بېل کلېنټن وویل: "والټر روتر د خپل وخت څخه ډېر وړاندې فکرکوونکی  او یو دوراندېش امریکایی و چې ۲۵ کاله وړاندې وفات شو، زموږ ولس تر اوسه د هغه خوبونه په رښتیا بدل کړي نه دي." روتر د ټایم( مجلې) له خوا د شلمې پېړۍ د یو له ۱۰۰ اغېزمنو خلکو په توګه وپېژندل شو. د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د کار د برخې اېډېټر اې اېچ راسکین داسې ولیکل: "که د یوه سړي د مغز چټکتیا، د هغه د پښو له سرعت سره یو شان وای، والټر روتر به د المپیک اتل و." د مشیګان آیالت والي جورج رامنې یوځل وویل: "والټر روتر د ډیټرویت تر ټولو خطرناک سړی و، ځکه هېچا دومره مهارت نه درلود، چې د ټولنې د شته بڼې له ګډوډلو پرته انقلاب رامنځته کړي." [۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵]

د ویسټ ویرجینا د ویلینګ په سیمه کې د روتر د زوکړې ځای

ماشومتوب، ځواني او زده کړې

سمول

روتر د ویسټ ویرجنیا آیالت په ویلینګ سیمه کې د ۱۹۰۷ز کال د سپتمبر په لومړۍ نېټه د انا (سټاکر) په نامه مور او والنټاین روتر په نامه پلار څخه زېږېدلی دی. مور او پلار يې دواړه جرمني-امریکايي وو. د هغه پلار والنټاین د آس-ګاډۍ چلوونکی او د سوسیالیست اتحاد تنظیمونکی و، چې په ۱۱ کلنۍ کې له جرمني څخه امریکا ته راکډه شوی وی. والټر پنځه وروڼه او خویندې درلودل ،چې په ترتیب سره له مشر څخه کشر ته په دې توګه ذکر شوي دي: ټېډ، والټر، رای، ویکټور او کریسټین. والنټاین هره یکشنبه د خپلو زامنو تر منځ بحثونه ترتیبول او د ټولنیزو مسئلو په اړه يې هغو ته د سملاسي فکر ورکولو روزنه ورکوله، لکه:  ژېړ، ژورنالیزم، د ماشومانو کار، د ښځو د رایې حق او مدني حقونه. روتر وروسته کیسه کوي: "موږ له خپل پلارڅخه د سوداګرۍ اتحادیو فلسفه زده کړه. موږ هره ورځ د کارکوونکو خلکو منډې ترړې، هیلې او ارمانونه ولیدل." په ماشومتوب کې، هغه او وکټور یې له خپل پلار سره زندان ته د یوګين وي ډېبز لیدو ته لاړل. یوګین د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال په جګړه کې د ګډون نه کولو له امله زندان ته اچول شوی و. [۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰]

روترخېلو سپما کوله او دا يې زده کړل چې باید بېځایه لګښت ونه کړي. د پیسو د سپما په موخه به د والټر موراو انا، خپلو زامنو ته د اوړو د بوریو څخه چوټې جوړولې. کله چې د یوه بوتل د چاودنې له امله ولنټاین څه ناڅه ړوند شو، والټر کورنۍ ته د عاید راوړلو په موخه په نهه کلنۍ کې مزدورکاري پیل کړه. هغه په لسم ټولګي کې له ښوونځي څخه واېستل شو او له خپلې کورنۍ سره د مرستې په موخه يې، په یوه ځايي فابریکه(کارخانه) کې کار پیل کړ. هغه په عملي توګه ،د کارګرانو لپاره د ناکافي خوندیتابه لاروچارو په اړه هغه مهال زده کړه وکړه، کله چې يې یو ۴۰۰ پونډه دړه(تخته) له درېو کسانو سره په ګډه پورته کوله، مګر ترې وغورځېده او د پښې غټه ګوته يې ورته ټپي کړه. [۵۱][۵۲][۵۳]

سرچينې او ياداښتونه

سمول
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w64f1rdd — subject named as: Walter Reuther — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/2262 — subject named as: Walter Philip Reuther — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/reuther-walter-philip — subject named as: Walter Philip Reuther — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000002698 — subject named as: Walter P. Reuther — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. "Hall of Honor Inductee: Walter P. Reuther". United States Department of Labor (په انګليسي). December 9, 2015. نه اخيستل شوی February 22, 2018.
  6. "On the Union Front : Look at Walter Reuther gives insight into the evolution and decline of American labor and liberalism : THE MOST DANGEROUS MAN IN DETROIT: Walter Reuther and the Fate of American Labor, By Nelson Lichtenstein (Basic Books: $35; 592 pp.)". Los Angeles Times (په انګليسي). December 17, 1995. نه اخيستل شوی June 9, 2020.
  7. "Nonviolence | Encyclopedia.com". www.encyclopedia.com. نه اخيستل شوی June 1, 2020.
  8. University, © Stanford; Stanford; California 94305 (June 21, 2017). "Reuther, Walter Philip". The Martin Luther King, Jr., Research and Education Institute (په انګليسي). نه اخيستل شوی June 11, 2021.
  9. "Walter P. Reuther". reuther100.wayne.edu. نه اخيستل شوی February 25, 2018.
  10. "Walter Reuther | AFL-CIO". aflcio.org (په انګليسي). نه اخيستل شوی March 1, 2018.
  11. Reuther., Dickmeyer, Elisabeth (2004). Putting the world together : my father Walter Reuther, the liberal warrior. Lake Orion, Mich.: LivingForce Pub. pp. 383. ISBN 9780975379219. OCLC 57172289.
  12. Halberstam, David (1986). The reckoning (1st ed.). New York: Morrow. p. 345. ISBN 9780688048389. OCLC 13861133.
  13. 1948–, Dreier, Peter (2012). The 100 greatest Americans of the 20th century : a social justice hall of fame. New York: Nation Books. pp. 233. ISBN 9781568586816. OCLC 701015405.{{cite book}}: CS1 maint: numeric names: ليکوالانو نوملړ (link)
  14. Cosgrove, Ben. "Head to Head: JFK and RFK, Los Angeles, July 1960". Time (په انګليسي). Archived from the original on November 14, 2014. نه اخيستل شوی March 8, 2018.
  15. Roberts, Sam (September 25, 2019). "Robert Boyd, Journalist Whose Reporting Shifted an Election, Dies at 91". The New York Times. نه اخيستل شوی November 5, 2019.
  16. 1943–, Carew, Anthony (1993). Walter Reuther. Manchester: Manchester University Press. p. 101. ISBN 9780719021886. OCLC 27676666.{{cite book}}: CS1 maint: numeric names: ليکوالانو نوملړ (link)
  17. "The Stanford Daily 7 April 1964 — The Stanford Daily". stanforddailyarchive.com. نه اخيستل شوی March 8, 2018.
  18. 1960–, Boyle, Kevin (1995). The UAW and the heyday of American liberalism, 1945–1968. Ithaca: Cornell University Press. pp. 144. ISBN 9780801485381. OCLC 32626436.{{cite book}}: CS1 maint: numeric names: ليکوالانو نوملړ (link)
  19. Boyle, Kevin (May 15, 2014). "'An Idea Whose Time Has Come' and 'The Bill of the Century'". The New York Times (په انګليسي). ISSN 0362-4331. نه اخيستل شوی March 8, 2018.
  20. 1948–, Dreier, Peter (2012). The 100 greatest Americans of the 20th century : a social justice hall of fame. New York: Nation Books. pp. 235. ISBN 9781568586816. OCLC 701015405.{{cite book}}: CS1 maint: numeric names: ليکوالانو نوملړ (link)
  21. 1948-, Dreier, Peter (2012). The 100 greatest Americans of the 20th century : a social justice hall of fame. New York: Nation Books. pp. 235. ISBN 9781568586816. OCLC 701015405.{{cite book}}: CS1 maint: numeric names: ليکوالانو نوملړ (link)
  22. "Social Security History". www.ssa.gov (په انګليسي). نه اخيستل شوی March 8, 2018.
  23. 1948–, Dreier, Peter (2012). The 100 greatest Americans of the 20th century : a social justice hall of fame. New York: Nation Books. pp. 235. ISBN 9781568586816. OCLC 701015405.{{cite book}}: CS1 maint: numeric names: ليکوالانو نوملړ (link)
  24. Reuther., Dickmeyer, Elisabeth (2004). Putting the world together : my father Walter Reuther, the liberal warrior. Lake Orion, Mich.: LivingForce Pub. pp. 248. ISBN 9780975379219. OCLC 57172289.
  25. Frank., Cormier (1970). Reuther. Eaton, William J. Englewood Cliffs, N.J.: Prentice-Hall. pp. 376. ISBN 9780137793143. OCLC 91809.
  26. Krugman, Paul R. (2007). The conscience of a liberal (1st ed.). New York: W.W. Norton & Co. pp. 111. ISBN 9780393333138. OCLC 154706837.
  27. Jr, Arthur M. Schlesinger (September 8, 2017). The Vital Center: Politics of Freedom (په انګليسي). Routledge. p. 187. ISBN 978-1-351-30178-7.
  28. "Meet the 1963 March on Washington Organizers | BillMoyers.com". BillMoyers.com (په انګليسي). نه اخيستل شوی February 25, 2018.
  29. "Region 8". www.uawregion8.net. نه اخيستل شوی March 1, 2018.
  30. "Reuther, Walter Philip". kinginstitute.stanford.edu. June 21, 2017. نه اخيستل شوی December 3, 2019.
  31. Dickmeyer, Reuther, Elisabeth (2004). Putting the World Together: My Father Walter Reuther: The Liberal Warrior. Living Force. pp. 339. ISBN 9780975379219. OCLC 57172289.
  32. "Walter P. Reuther Library (225427) Civil Rights, Demonstrations, "Meredith March Against Fear," Mississippi, 1966". reuther.wayne.edu (په انګليسي). نه اخيستل شوی March 1, 2018.
  33. Dickmeyer, Reuther, Elisabeth (2004). Putting the World Together: My Father Walter Reuther: The Liberal Warrior. Lake Orion, Michigan: LivingForce Publishing. pp. 350. ISBN 9780975379219. OCLC 57172289.
  34. Dickmeyer, Reuther, Elisabeth (2004). Putting the World Together: My Father Walter Reuther: The Liberal Warrior. Lake Orion, Michigan: LivingForce Publishing. pp. 237. ISBN 9780975379219. OCLC 57172289.
  35. "Meet the 1963 March on Washington Organizers | BillMoyers.com". BillMoyers.com (په انګليسي). نه اخيستل شوی February 25, 2018.
  36. Dreier, Peter (2012). The 100 Greatest Americans of 20th Century: A Social Justice Hall of Fame. New York: Bold Type Books. p. 339. ISBN 978-1568586816.
  37. "NAACP letterhead from November 24,1964, listing board members" (PDF). نه اخيستل شوی February 25, 2018.
  38. "ADA's History – Americans for Democratic Action". Americans for Democratic Action (په انګليسي). نه اخيستل شوی March 1, 2018.
  39. "Labor and environmentalists have been teaming up since the first Earth Day". Grist (په انګليسي). April 22, 2010. نه اخيستل شوی February 24, 2018.
  40. Public Papers of the Presidents of the United States, William J. Clinton. United States Government Printing Office. 1996. pp. Book II, page 1516.
  41. "TIME 100 Persons of The Century". Time (په انګليسي). June 6, 1999. ISSN 0040-781X. Archived from the original on May 23, 2016. نه اخيستل شوی February 22, 2018.
  42. Bonier, David (February 20, 2018). Whip: Leading the Progressive Battle During the Rise of the Right. www.presidency.ucsb.edu. p. 562. ISBN 9781947951037. نه اخيستل شوی February 26, 2018.
  43. Reuther., Dickmeyer, Elisabeth (2004). Putting the world together : my father Walter Reuther, the liberal warrior. Lake Orion, Mich.: LivingForce Pub. pp. 88. ISBN 9780975379219. OCLC 57172289.
  44. "Congressional Record, House of Representatives, Statement by Irving Bluestone" (PDF). U.S. Government Publishing Office. June 29, 1970. p. 21886. نه اخيستل شوی March 4, 2018.
  45. 1948–, Dreier, Peter (2012). The 100 greatest Americans of the 20th century : a social justice hall of fame. New York: Nation Books. pp. 234. ISBN 9781568586816. OCLC 701015405.{{cite book}}: CS1 maint: numeric names: ليکوالانو نوملړ (link)
  46. http://www.biography.com/people/walter-reuther-21402271
  47. Reuther., Dickmeyer, Elisabeth (2004). Putting the world together : my father Walter Reuther, the liberal warrior. Lake Orion, Mich.: LivingForce Pub. pp. 14. ISBN 9780975379219. OCLC 57172289.
  48. Reuther, Victor G. (1978). The brothers Reuther and the story of the UAW : a memoir (UAW special ed.). Boston: Houghton Mifflin. pp. 36–37. ISBN 9780395275153. OCLC 26295254.
  49. "Walter P. Reuther". reuther100.wayne.edu. نه اخيستل شوی March 18, 2018.
  50. Raskin, A. H. (June 13, 1976). "The Brothers Reuther". The New York Times (په انګليسي). ISSN 0362-4331. نه اخيستل شوی March 18, 2018.
  51. Halberstam, David (1986). The reckoning (1st ed.). New York: Morrow. p. 336. ISBN 9780688048389. OCLC 13861133.
  52. Reuther., Dickmeyer, Elisabeth (2004). Putting the world together : my father Walter Reuther, the liberal warrior. Lake Orion, Mich.: LivingForce Pub. pp. 18. ISBN 9780975379219. OCLC 57172289.
  53. JAMES., TENEYCK (2016). LIFE AND TIMES OF WALTER REUTHER. [S.l.]: PAGE PUBLISHING, INC. p. 264. ISBN 9781683482086. OCLC 975986306.