یو واقعیت (په انګلیسي: fact)، یو حقیقي څیز (ښکارنده) ته ویل کېږي. «د تصدیق وړتوب» د یوه واقعیت اړوندې څرګندونې د ازمېښت لپاره متداوله لار ده: یعنې، څرګندوي چې ایا اړوند بیان له تجربې سره په سمون کې د ښودلو وړ دی او که نه. د واقعیتونو د ازمویلو په موخه، ډېری وخت له معیاري اخځلیکونو څخه ګټه اخېستل کېږي. علمي واقعیتونه د تجربو یا نورو اصولو له لارې، د دقیقو تکراري مشاهدو یا مېچونو پر مټ تاییدېږي.

د بېلګې په توګه: «دغه غونډله، وییکي لري»، یو کټ‌مټ ژبپوهنیز واقعیت؛ او «لمر یو ستوری دی»، په کره توګه یو ستورپوهنیز واقعیت بیانوي. سربېره پر دې، «ابراهام لېنګکن د متحده ایالاتو ۱۶م ولسمشر ؤ» او «ابراهام لېنګکن ترور شوی ؤ»، دواړه، رښتیني تاریخي واقعیتونه په ډاګه کوي. په ټولیز ډول، واقعیتونه له عقیدې، پوهې او اندونو څخه جلا جاجونه دي.

آرپوهنه او کارَونهسمول

د انګلیسي «fact» وییکی له لاتیني «factum» څخه اخېستل شوی دی. په انګلیسي کې لومړی ځل په ورته معنا کارول شوی: «یو سرته رسول شوی یا ترسره شوی چار» – چې دغه معنا دم‌مهال له دوده لوېدلې ده. د وییکي «په رښتیني توګه پېښ شوی چار یا ټاکلي حالت» متداولې کارَونې مخینه د ۱۶مې پېړۍ نیمایي ته ورګرځي.[۱]

باربارا جون شپیرو په خپل کتاب «د واقعیت هڅوب» کې، د انګلیسي د ۱۶مې پېړۍ حقوقي دود په ترڅ کې، د واقعیت جاج د تدریجي ودې څرنګوالی په ډاګه کړی دی. په ۱۸۷۰ ز کې، چارلز ساندرز پیرس په خپل اثر «د عقیدې تثبیت» کې څلور داسې مېتودونه بیانوي چې د وګړو له ‌لورې د یوه څیز د یقیني منلو په اړه د پرېکړې کولو پر مهال کارول کېږي: ټینګار، د واکوالۍ مېتود، بدیهي مېتود او ساینسي مېتود.[۲][۳]

د «واقعیت» ګړنه، یوه «تر مناقشې لاندې سکالو» هم ښکاره کوي، چې پر سموالي یا رښتینوالي باندې یې بحث کېږي، لکه: پر یوې خبرې باندې ټینګار یا د یوې ناندریزې لانجې جوتَونه (د بېلګې په توګه: «…خو واقعیت یې دا دی چې…»).[۴][۵]

له بل پلوه، «واقعیت» د یوې سکالو په اړه څرګندونه یا شرط هم ښودلای شي، چې کېدای شي سم یا ناسم وي، (د نمونې په توګه: «د لیکوال [له‌خوا بیان شوي] واقعیتونه باوري نه‌دي»). که څه هم دغه کارَونه د ځینو [کره‌کتونکو له‌خوا] تر نیوکې لاندې راغلې، خو بیا هم «د انګلیسي ژبې امریکایي میراثي قاموس» او «د آکسفورډ انګلیسي قاموس» له‌مخې، په معیاري انګلیسي کې دغه کارَونه یو اوږد تاریخ لري او مخینه یې ۱۷۲۹ ز کال ورګرځي.[۶][۷]

«واقعیت» کېدای شي، د یوې «ارزوونکې لړۍ» له لارې (د استنباطي او اټکلي سکالوګانو د جوتولو په موخه) ترلاسه شویو موندنو ته اشاره ولري، لکه: د یوې لوونې (شاهدي) بیاکتنه، مستقیمه مشاهده او داسې نور. په پښتو کې (د «واقعیت» پر ځای د «حقیقت» وییکي په کارولو سره) د «fact» کارَونه د «حقیقت موندنې» او «حقیقت موندونکی» په څېر ګړنو کې تر سترګو کېږي (د بېلګې په توګه: «د پېښې د څېړلو په موخه یو حقیقت موندونکی پلاوی وټاکل شو»).[۸][۹]

واقعیتونه کېدای شي د استدلال، تجربې، وګړي ته اړوند تجربې او یا د یوې مرجعې د ادعا له لارې وارزول شي. راجر بېکن لیکلي، «که چېرې وغواړو په نورو علومو کې ناشکمن ډاډ او بې‌تېروتنې حقیقت ته ورسېږو، نو اړینه ده ترڅو د هغو ستنې د ریاضیاتو پر بنسټ ودروو».[۱۰]

په فلسفه کېسمول

په فلسفه کې، د «واقعیت» جاج، د فلسفې پوهې ته اړوند څانګو کې څېړل کېږي: پوهنپوهنه او وجودپوهنه، چې د شتون، وجود (شتَوالی)، کېدنې (رامنځ‌ته کېدنه) او رښتینوالي جاجونه مطالعه کوي. عیني‌پالنې او حقیقت ته اړوند ربړې، واقعیت ته اړوند ربړو سره په نږدې ملتیا کې راڅرګندېږي. یو واقعیت کېدای شي، داسې یوې کانې په څېر وپېژندل شي، چې ټاکلی حالت وي، یا د چارو یو حالت وي. [۱۱][۱۲]

واقعیتونه، یوې جملې ته د سمې بڼې ورکوونکو معلوماتو په توګه هم انګېرېدلای شي: «یو واقعیت، په دودیزه توګه، یوې سمې قضیې ته دنیایي سمون ورکول دي، د چارو داسې یو حالت دی چې ترلاسه کول یې نوموړې قضیې ته سموالی وربخښي». واقعیتونه د داسې کانو په توګه هم پېژندلای شو، چې یوه سمه غونډله(جمله) او څرګندونه ورته راجع کېږي. دغه څرګندونه «مُشتري، په لمریز نظام کې، تر ټولو ستره سیاره ده» د مُشتري د هغه حقیقت په اړه ده چې ګوندې د لمریز غونډال تر ټولو ستره سیاره ده. [۱۳][۱۴]

تطبیقي او د «لیندۍ» استدلالسمول

د پاسکال انجل«حقیقت تطبیقي تیوري» بیانوي چې، «هغه څه چې یوې جملې ته سموالی وربخښي، دا دی چې له یوه واقعیت سره په سمون کې راڅرګند شي». د دغې تیوري لومړنۍ فرضیه د یوه عیني جهان شتون دی.[۱۵]

د «لیندۍ استدلال» د ادعا له ‌مخې، د یوه څیز په اړه ټولې هم‌مهالې سمې څرګندونې، د حقیقي ارزښت «سموالی» دی. که چېرې دا استدلال سم وي او واقعیتونه همهغه وي، چې د څرګندونو له‌مخې سم ښودل کېږي، نو داسې یوې غیرشهودي پایلې ته رسېږو، چې یوازې یو واقعیت شتون لري: حقیقت.[۱۶]

مرکب واقعیتونهسمول

د واقعیت په اړه هره غیرمبتذله څرګندونه، په اړینه توګه، د «څیزونو» او «ځانګړنو» یا «اړیکو» له یوې ټولګې څخه رامنځ‌ته شوی لنډیز دی. «واقعیتونه دننی جوړښت لري او د څیزونو او ځانګړنو یا اړیکو ټولګې دي». د بېلګې په توګه: «پاریس د فرانسې پلازمېنه ده»؛ د دغې څرګندونې له‌لارې په ډاګه شوی واقعیت ښیي چې د پاریس په څېر یو ځای شته، د فرانسې په څېر یو ځای هم شته، د پلازمېنې په څېر یو څه شتون لري، همدا راز فرانسه یو دولت لري، د فرانسې دولت د یوې پلازمېنې ټاکلو لپاره واکمنه ده او پاریس د فرانسې دولت له ‌خوا د پلازمېنې په توګه ټاکل شوی دی، همدا شان د «ځای» یا «دولت» په څېر یو څه شتون لري، او داسې نور. که چېرې ټولې څرګندونې «واقعیتونه» بیان کړي، نو کېدای شي، د هغو د تایید وړ کره‌والی له دغه واقعیت سره سمون ولري چې، «پاریس د فرانسې پلازمېنه ده».

له ‌دې سره سره، د نفي‌کوونکو، وجهي، توپیري او اخلاقي واقعیتونو د جوړښتي برخو د پېژندنې په لړ کې، ګڼ‌شمېر ستونزې راولاړېږي.[۱۷]

په ریاضیاتو کېسمول

په ریاضیاتو کې، یوه واقعیت‌لرونکې څرګندونه د «قضیې» په نامه یادېږي او داسې یوه څرګندونه ده، چې د منطقي استدلال په ترڅ کې د ځانګړو منل شویو اصولو (اکسیومونه) او تعریفونو له‌لارې جوتېدلای شي.

په ساینس کېسمول

له هغه ځایه چې یو «ساینسي واقعیت» پر پوهې باندې دلالت کوي، نو د هغه تعریف د «واقعیت» له تعریف سره توپیر لري. یو ساینسي واقعیت د تجربو یا نورو اصولو له ‌لارې، د دقیقو تکراري مشاهدو یا مېچونو پایله ده، چې د تجربي شواهدو په نامه هم یادېږي. ساینسي واقعیتونه د ساینسي تیوري‌ګانو په پنځېدلو کې بنسټیزه ونډه لري. د مشاهدو او مېچونو بېلابېلې بڼې، په ساینسي مېتود او د ساینسي استدلال په لیدلوري او اعتبار کې د بنسټیزو مسایلو د راولاړېدلو لامل ګرځي.

په بنسټیزه معنا، له فرضیې یا تیوري سره په توپیر کې (چې د واقعیتونو د بیانولو یا شنلو په موخه وړاندې کېږي)، «ساینسي واقعیت» یوه عیني او د تایید وړ مشاهده ده. [۱۸][۱۹]

په تاریخ کېسمول

د یوې متداولې لفظي کلیشه‌یي څرګندونې له‌مخې، «تاریخ د ګټونکي سیال له‌لورې لیکل کېږي». دغه څرګندونه د تاریخ لیکنې اړوندو واقعیتونو کارَونې ته اشاره لري، خو نه یې ارزوي.

ادوارد هالېت کار د «تاریخ څه دی؟» (۱۹۶۱ ز کال) ټوک کې ادعا کوي چې: د واقعیتونو د راغونډولو له‌لارې ذاتي پلویتوبونه، د هر تاریخي لیدلوري عیني حقیقت ته اېډیالیستیکي او محالېدونکې بڼه ورکوي. واقعیتونه، «په سمندر کې د کبانو په شان» دي، چې کېدای شي یوازې لږشمېر یې ونیولای شو – د سمندر تر سطحې لاندې د شته واقعیت یوه بېلګه. ان د کب‌نیونې جال له‌لارې هم نه‌شو پوهېدلای چې د سمندر تر سطحې لاندې ژوند به څرنګه وي. که چېرې هېڅ وړاندې شوی واقعیت (یا کب) له پامه ونه‌غورځوو، بیا هم یوه خورا ستره برخه به له‌لاسه ورکوو. زموږ د کب‌نیونې سیمه، ترسره شوي مېتودونه، د هوا حالات او ان زموږ بخت او طالع د نیول شویو کبانو په شمېر کې ستره ونډه لري. سربېره پر دې، د تاریخ جوړښت، په ناچار ډول، د حقیقت‌موندنې ګڼ‌شمېر بېلابېلو پلویتوبونو (چې ټول د وخت په اوږدو کې سره تړل شوي دي) له راغونډېدلو څخه رامنځ‌ته کېږي. نوموړی لیکوال د بحث په پایله کې لیکي چې: که چېرې یو مؤرخ وغواړي، لا عیني مېتود وازمویي، باید ومني چې تاریخ یوازې د تېر مهال او اوس مهال ترمنځ مکالمې ته خورا لېوال دی، نو د یوه مؤرخ د واقعیت غونډولو مېتودونه باید په ښکاره توګه وارزول شي. په پایله کې، د سترو تاریخي واقعیتونو ټولګه او د هغو ژباړنه، د وخت په تېرېدو سره بدلېږي او اوسنۍ اجماع په‌ډاګه کوي.

سرچینېسمول

  1. "Fact" (1a). Oxford English Dictionary_2d_Ed_1989 Joye Exp. Dan. xi. Z vij b, Let emprours and kinges know this godly kynges fact. 1545(but note the conventional uses: after the fact and before the fact)
  2. Shapiro, Barbara J. (2000). A culture of fact : England, 1550-1720 (په انګلیسي ژبه کي). Ithaca: Cornell University Press. OCLC 41606276. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8014-3686-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: التاريخ والسنة (link)
  3. Charles Sanders Peirce. The Fixation of Belief Paperback – July 26, 2017 کينډۍ:ISBN, 38 pp
  4. "Fact" (6c). Oxford English Dictionary_2d_Ed_1989
  5. (See also "Matter" (2,6). Compact_Oxford English Dictionary)
  6. "Fact" (5). Oxford English Dictionary_2d_Ed_1989
  7. American Heritage Dictionary of the English Language_4th_Ed.
  8. "Fact" (6a). Oxford English Dictionary_2d_Ed_1989
  9. "Fact" (8). Oxford English Dictionary_2d_Ed_1989
  10. Roger Bacon, translated by Robert Burke Opus Majus, Book I, Chapter 2.
  11. "A fact, it might be said, is a state of affairs that is the case or obtains." – Stanford Encyclopaedia of Philosophy. States of Affairs
  12. Wittgenstein, Tractatus Logico-Philosophicus, Proposition 2: What is the case—a fact—is the existence of states of affairs.
  13. Oxford Companion to Philosophy
  14. Alex Oliver, Fact, in Craig, Edward (2005). Shorter Routledge Encyclopedia of Philosophy. Routledge, Oxford. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-415-32495-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Engel, Pascal (2002). Truth. McGill-Queen's Press – MQUP. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-7735-2462-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. The argument is presented in many places, but see for example Davidson, Truth and Meaning, in Davidson, Donald (1984). Truth and Interpretation. Clarendon Press, Oxford. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-19-824617-X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Fact, in The Oxford Companion to Philosophy, Ted Honderich, editor. (Oxford, 1995) کينډۍ:ISBN
  18. Gower, Barry (1997). Scientific Method: A Historical and Philosophical Introduction. Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-415-12282-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Ravetz, Jerome Raymond (1996). Scientific Knowledge and Its Social Problems. Transaction Publishers. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-56000-851-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)