هیلا سلاسي

لومړی هیلا سلاسي (د تافاري ماکونن په نوم زېږېدلی؛ زوکړه: د ۱۸۹۲ زکال د جولای ۲۳ مه – مړینه: د ۱۹۷۵ زکال د اګست ۲۷ مه) له ۱۹۳۰ زکال څخه تر ۱۹۷۴ زکال پورې د ایتوپیا سترواک و. نوموړی له ۱۹۱۶ زکال څخه د سترواکې ملکې زیودیتو له خوا د ایتوپیا د نایب السلطنت کېدو وروسته واک ته ورسېد. هیلا د ایتوپیا د معاصر تاریخ جوړونکی شخصیت او د راستافاري په نامه د جامایکا د مذهبي خوځښت له کلیدي غړو څخه و؛ یاد خوځښت په ۱۹۳۰مه لسیزه کې د نوموړي له واک ته رسېدو ډېر ژر وروسته رامنځته شو. نوموړی د سلیماني سلسلې له غړو څخه و چې ادعا یې کوله نسب یې لومړني منلیک سترواک ته رسېږي؛ باور پر دې دی چې منلیک سترواک د پاچا سلیمان او د سبا د ملکې، ماکدا زوی و. [۱۲][۱۳][۱۴]

هیلا سلاسي
(امهاري: ኃይለ፡ ሥላሴ د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هیلا سلاسي
هیلا سلاسي

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Täfäri Mäkonnän د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۳ جولای ۱۸۹۲[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]
مړینه 27 اگسټ 1975 (83 کاله)[۱۰][۱][۲][۳][۴][۵][۸][۹]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
آدیس آبابا [۱۰]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د اېتوپيا سترواکي   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال [۱۱]
پاچا   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) امهري ژبه   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
مقام جنرال   د (P410) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې دويمه نړېواله جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

هیلا سلاسي هڅه وکړه څو هېواد د یولړ سیاسي او ټولنیزو اصلاحاتو پر بنسټ له دې ډلې په ۱۹۳۱ زکال کې د هېواد د لومړني مکتوب اساسي قانون د وړاندې کولو او همدارنګه د غلامۍ په له منځه وړو سره معاصر کړي. نوموړي د ایټالیا-ایتوپیا په دویمه جګړه کې هڅه وکړه څو له ایتوپیا څخه دفاع وکړي خو بریالی نه شو او د ایټالیا له خوا یې د ایتوپیا د اشغال ډېره موده په انګلستان کې په تبعید کې تېره کړه. په ۱۹۴۰ زکال کې نوموړي په ایتوپیا کې د فاشېزم ضد مبارزې د همغږۍ په موخه سوډان ته سفر وکړ او په ۱۹۴۱ زکال کې د افریقا ختیځ لوري ته له لښکرکشۍ وروسته خپل هېواد ته وګرځېد. نوموړي د ایتوپیا او اریتریا فدراسیون چې په ۱۹۵۰ زکال کې د ملګرو ملتونو د عمومي شورا له خوا جوړ شوی و منحل کړ او اریتریا یې د یو ایالت په توګه ایتوپیا ته ضمیمه کړ، په داسې حال کې چې د جلا غوښتنې پر وړاندې یې مبارزې هم دوام درلود. [۱۵]

د سلاسي نړۍ پالونکي لیدلوري لامل وګرځېدل څو ایتوپیا د ملګرو ملتونو د منشور په غړو هېوادونو کې شامل شي. په ۱۹۶۳ زکال کې نوموړي د افریقايي اتحادیې د مخکښ سازمان یا د افریقایي یووالي سازمان د جوړونکې غونډې مشري د دغه سازمان د لومړني مشر په توګه وکړه. نوموړی په ۱۹۷۴ زکال کې د ډرګ د مارکسیستي – لینینېستي ډلې د پوځي کودتاه له امله له واکه ګوښه کړای شو. هیلا سلاسي د ۱۹۷۵ زکال د اګست په ۲۷ مه ترور کړای شو. [۱۶][۱۷][۱۸]

د راستفاري خوځښت د یو شمېر غړو ترمنځ، هیلا سلاسي د بایبل راګرځېدلی مسیح و چې پر باور یې خدای په کې حلول کړی. د دغه باور له شتون سربېره؛ نوموړی عیسوي و او د ایتوپیا د ارتودکس کلیسا اصولو او مناسکو ته پابند و. د راستافاري خوځښت د ۱۹۳۰ زکال په شاوخوا کې په جامایکا کې تاسیس شو چې د پیروانو شمېر یې په ۲۰۱۲ زکال کې له ۷۰۰ زرو څخه تر یو میلیون تنو پورې اټکل شوی. [۱۹][۲۰][۲۱]

یو شمېر تاریخ پوهان پر هغه باندې د هغو ځمکې لرونکو اشرافو (مصافنت) د ځپلو له امله نیوکې کوي، چې د ده د اصلاحاتو سره یې مخالفت درلود؛ یو شمېر منتقدین بیا په چټکۍ سره د ایتوپیا په معاصر سازۍ کې د نوموړي په پاتې راتلو نیوکې کوي. د نوموړي د حکومتولۍ پر مهال له هراري وګړو سره له ظلم کار واخیستل شو او هغوی اړ شول څو خپلې سیمې پرېږدي. د هغه رژیم همدارنګه د بشري حقونو د یو شمېر ډلو لکه د بشري حقونو د څار ډلې له خوا د خپل سري او غیر لیبرال دولت په توګه تر نیوکو لاندی راغلی. یو شمېر سرچینې بیا څرګندوي چې د هغه د واکمنۍ پر مهال اورومو ژبه له زده کړو وویستل شوه او په عامه چاپېریال او رسمي دفترونو کې یې ویل منع شول؛ په داسې حال کې چې هېڅ داسي قانون یا دولتي پالیسۍ شتون نه درلود چې کومه ژبه ده منع کړي. د هایلا سلاسي دولت ګڼ شمېر امهارا وګړي د ایتوپیا سویل ته کډه کولو ته اړ کړل، چېرې چې هغوی په دولتي ادارو، محاکمو او کلیسا ګانو کې خدمت کاوه. د ۲۰۲۰ زکال په جون میاشت کې د هاچالي هوندسا له مړینې وروسته د لندن په کانیزارو پارک کې د سلاسي مجسمه د اورمو لاریون کوونکو له خوا تخریب او په هرار کې یې د هغه د پلار مقبره هم له منځه یووړه. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

بیوګرافي سمول

لومړنی ژوند سمول

د هایلا سلاسي سلطنتي لړۍ (د پلار د مور له اړخه) د شیوا سلیماني امهارا پاچا ساهلی سلاسي ته اړوندېږي. نوموړی د ۱۸۹۲ زکال د جولای په ۲۳ مه د ایتوپیا د هرار ایالت په اجرسا ګورو کلي کې وزېږېد. د هایلا سلاسي مور د پلار له اړخه اورومو او د مور له اړخه ګورجه اجداد لرل، په داسې حال کې چې پلار یې د مور له اړخه له مهارا وګړو څخه و، خو پلرنی نسب یې لا هم د بحثونو موضوع ده. د هایلاسلاسي پلارنی نیکه د شیوا اشرافي کورنۍ ته اړوند و او په سیمین شیوا سیمه کې د منز او ډوبا ګورنر و. مور یې وایزرو («مېرمن») یشیمبت علی ابا جیفر د والو ایالت د وېرالو سیمې د قوماندان علي ابا جیفر لور وه. د هغه مورنۍ انۍ د ګورجه وراثه و. د هایلا سلاسي پلار دوک میکونین ویلډ میکایل د پاچا ساهلی سلاسي لمسی و چې یو وخت د شیوا حاکم و. نوموړي د ایټالیا – ایتوپیا په لومړۍ جګړه کې د جنرال په توګه خدمت وکړ او په ادوا جګړه کې یې مهم رول ولوباوه. هایلا سلاسي په دې ترتیب سره وکولای شول له خپلې پلرنۍ انۍ مېرمن ټنګنورک ساهلي سلاسي له اړخه چې د سترواک دویم منلیک عمه او د شیوا د سلیماني امهارا پاچا، ساهلي سلاسي لور وه؛ تاج او تخت ته ورسېږي. له همدې امله هایلا سلاسي ادعا کوله چې هغه د سبا د ملکې ماکدا او لرغونو اسرائیلو ته د اړوند پاچا، سلیمان له نصب څخه دی. [۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷]

حکومتولي سمول

تافاري په ۱۹۰۶ زکال کې د سلاله واکمني پر غاړه واخسته، هغه قلمرو چې حاشیوي اهمیت یې درلود او ده ته یې اجازه ورکړه څو زده کړو ته دوام ورکړي. په ۱۹۰۷ زکال کې د سیدامو ایالت د یوې برخې حاکم وټاکل شو. ویل کېږي چې هایلا سلاسي د خپلې نوې ځوانۍ په وروستیو کې له مېرمن آلتایچ سره واده وکړه او له همدغې اړیکې د ده لور شهزادګۍ رومانورک زېږېدلې. [۴۸][۴۹][۵۰]

په ۱۹۰۷ زکال کې د خپل ورور یلما له مړینې وروسته د هرار واکمني تشه پاتې شوه او د هغو اداره منلیک ته وفادار جنرال، بالچا سافو ته وسپارل شوه. په هرار باندې د بالچا سافو اداره بې اغېزې وه او له همدې مله د دویم منلیک د وروستۍ ناروغۍ او سترواکې تایتو بیتول د لنډ مهالې ادارې پر مهال په ۱۹۱۰ یا ۱۹۱۱ زکال کې د هرار د واکمن په توګه وټاکل شو. [۵۱]

د ۱۹۱۱ زکال د اګست په ۳ مه، نوموړي د لیج ایاسو د تاج او تخت د وارث له خورځې مېنن آسفاو سره واده وکړ چې له امباسل سیمې څخه وه.

مړینه سمول

د ۱۹۷۵ زکال د اګست په ۲۸ مه دولتي رسنیو راپور خپور کړ چې هایلا سلاسي د ۱۹۷۵ زکال د اګست په ۲۷ مه د پروستات له جراحي عملیاتو وروسته د تنفسي ستونزې له امله ومړ. ډاکټر اسرت ولدیز د عملیاتو پر مهال د دغې نیمګړتیا ادعا رد کړه او د دولتي رسنیو له خوا د هغه د مړینې لامل یې درواغ وباله. د هغه د پروستات عملیات په ښکاره توګه د دولتي رسنیو له دغې ادعا څو میاشتې وړاندې ترسره شوي و او سلاسي د خپل ژوند په وروستیو کې بشپړ روغتیايي حالت درلود. په ۱۹۹۴ زکال کې په ایتوپیا کې یوې محکمې څو پخواني پوځي افسران د ۱۹۷۵ زکال پر مهال د خپل خوب په تخت کې د پاچا په وژنه کې مجرم وګڼل. د درګ د سوسیالیستي پوځي رژیم له پاشل کېدو درې کاله وروسته محکمې دغه دولت په نسل وژنې او نورو ګڼ شمېر وژنو کې په لاس لرلو تورن کړ او ادعا یې وکړه چې داسې اسنادو ته یې لاسرسی موندلی چې ښيي د پوځي رژیم لوړ پوړو چارواکو د «فئوډالي رژیم» د رهبرۍ له امله د هایلا سلاسي د ترور امر ورکړی. دغه اسناد په مجازي فضا کې په پراخه کچه خپاره شول چې ښودله یې درګ د ترورو وروستی امر ورکړی او د پوځي رژیم مهر او لاسلیک په کې شتون لري. د دغو اسنادو رښتیا توب د درک د پخواني پوځي رژیم د یو شمېر غړو له خوا تائید شوی. [۵۲][۵۳][۵۴][۵۵][۵۶][۵۷][۵۸]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Haile-Selassie-I — subject named as: Haile Selassie I — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6348t1j — subject named as: Haile Selassie — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/8064782 — subject named as: Haile Selassie — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/438500 — subject named as: Haile Selassie I — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/haile-selassie-i — subject named as: Haile Selassie I. — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0031990.xml — subject named as: Haile Selassie I d’Etiòpia — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  7. Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/25140 — subject named as: Haile Selassie I. (Tafari Makonnen Woldemikael) — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ https://cs.isabart.org/person/134750 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000001590 — subject named as: Haile Selassie — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Хайле Селассие I — نسخهدريم — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  11. پیوستون : 118700758  — د نشر نېټه: ۲۵ جون ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  12. Page, Melvin Eugene; Sonnenburg, Penny M. (2003). Colonialism: an international, social, cultural, and political encyclopedia. 1. ABC-CLIO. د کتاب پاڼې 247. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-57607-335-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Erlich, Haggai (2002), The Cross and the River: Ethiopia, Egypt, and the Nile. Lynne Rienner Publishers. کينډۍ:ISBN, p. 192.
  14. Murrell, p. 148
  15. Ewing, William H.; Abdi, Beyene (1972). Consolidated Laws of Ethiopia Vol. I. Addis Ababa: The Faculty of Law Haile Sellassie I University. د کتاب پاڼي 45–46. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Karsh, Efraim (1988), Neutrality and Small States. Routledge. کينډۍ:ISBN, p. 112.
  17. Salvano, Tadese Tele (2018). የደረግ አነሳስና (የኤርትራና ትግራይ እንቆቅልሽ ጦርነት) [The Derg Initiative (The Eritrean-Tigray Mysterious War)]. Tadese Tele Salvano. د کتاب پاڼي 81–97. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0791596623. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. . Ethiopian Court Hears How Emperor Was Killed.
  19. "Rastafarian", Major religions ranked by size, Adherents, archived from the original on ۱۶ اگسټ ۲۰۰۰ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: رابط غير صالح (link).
  20. Barrett, Leonard E. (1988). The Rastafarians. Beacon Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8070-1039-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Edmonds, Ennis B. (2012). Rastafari: A Very Short Introduction. Oxford: University Press. د کتاب پاڼې 71. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780199584529. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Meredith, Martin (2005), The Fate of Africa: From the Hopes of Freedom to the Heart of Despair. Public Affairs. کينډۍ:ISBN, pp. 212–13.
  23. Rebellion and Famine in the North under Haile Selassie (PDF), Human Rights Watch الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  24. Feener, Michael (2004). Islam in World Cultures: Comparative Perspectives. ABC-CLIO. د کتاب پاڼې 227. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781576075166. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ فبروري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Dimbleby, Jonathan (8 December 1998), "Feeding on Ethiopia's Famine", The Independent, UK الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) (taken from Chapter 3 of Evil Days: Thirty Years of War and Famine in Ethiopia Alexander de Waal (Africa Watch, 1991).
  26. Oromo children's books keep once-banned Ethiopian language alive, 13 February 2016, د لاسرسي‌نېټه February 14, 2016 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Language & Culture (PDF), مؤرشف (PDF) من الأصل في ۰۹ اکتوبر ۲۰۲۲ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. ETHIOPIANS: AMHARA AND OROMO, January 2017 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Bender, M. L. (1976). Language in Ethiopia. London: Oxford University Press. د کتاب پاڼي 187–190. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780194361026. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Scholler, Heinrich; Brietzke, Paul H. (1976). Ethiopia: Revolution, Law and Politics. Munich: Weltforum-Verlag. د کتاب پاڼې 154. د کتاب نړيواله کره شمېره 3803901367. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Ewing, William H.; Abdi, Beyene (1972). Consolidated Laws of Ethiopia Vol. II. Addis Ababa: The Faculty of Law Haile Sellassie I University. د کتاب پاڼې 1105. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. OROMO CONTINUE TO FLEE VIOLENCE, September 1981 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Country Information Report ethiopia, August 12, 2020, د اصلي تحقق من قيمة |url= (مساعدة) آرشيف څخه پر July 11, 2013 باندې, د لاسرسي‌نېټه October 10, 2022 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Ethiopia. Status of Amharas, March 1, 1993 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. (په 2 July 2020 باندې). Haile Selassie: Statue of former Ethiopian leader destroyed in London park. BBC News.
  36. "Deadly protests erupt after Ethiopian singer killed". BBC News. 30 June 2020. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Ethiopians Angered At Singer's Death Topple Statue, 30 June 2020, د لاسرسي‌نېټه June 30, 2020 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Pétridès, S. Pierre (1963). Le Héros d'Adoua: Ras Makonnen, Prince d'Éthiopie. 8, rue Garancière, Paris: Librairie Plon. د کتاب پاڼې 299. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)CS1 maint: location (link)
  39. Bridgette, Kasuka (2012). Prominent African Leaders Since Independence. Tanzania: New Africa Press. د کتاب پاڼې 19. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781470043582. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Henze, Paul B (2001). Layers of time a history of Ethiopia. New York: Palgrave. د کتاب پاڼې 189. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. Woodward, Peter (1994), Conflict and Peace in the Horn of Africa: federalism and its alternatives. Dartmouth Pub. Co. کينډۍ:ISBN, p. 29.
  42. Ryle, John. "Burying the Emperor". johnryle.com. Granta Magazine. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. Bailey, Wade (2007). Rastafari and It's Shamanist Origin's. Lulu.com. د کتاب پاڼې 10. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781847993250. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. Greenfield, Richard (1965). Ethiopia: A New Political History. United States of America: Frederick A. Praeger Inc. Publishers. د کتاب پاڼي 147–148. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. S. Pierre Pétridès, Le Héros d'Adoua. Ras Makonnen, Prince d'Éthiopie, کينډۍ:P.
  46. de Moor, Jaap, and Wesseling, H. L. (1989), Imperialism and War: Essays on Colonial Wars in Asia and Africa. Brill. کينډۍ:ISBN, p. 189.
  47. Shinn، ص. 265.
  48. Shinn, pp. 193–4.
  49. White, pp. 34–5.
  50. "Modern era". History of Ethiopia. Solomonic crown heraldry. د اصلي آرشيف څخه پر 26 سيپټمبر 2010 باندې. د لاسرسي‌نېټه 12 سيپټمبر 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  51. Mockler, p. 387.
  52. (په 28 August 1975 باندې). Haile Selassie of Ethiopia Dies at 83. The New York Times.
  53. Asfa-Wossen Asserate (2017). King of Kings: the triumph and tragedy of Emperor Haile Selassie I of Ethiopia. Haus Publishing. د کتاب پاڼې 348. OCLC 987610656. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781910376645. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  54. . Ex-Rulers of Ethiopia Charged With Strangling Haile Selassie.
  55. ""እንኳን ሰው ዝንብ አልገደልኩም!" ኮ/ል መንግሥቱ የ60ዎቹ ባለስልጣናት ግድያ 43ኛ ዓመት መታሰቢያ". Ethio Reference. 1 November 1974. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  56. (په 27 August 2018 باندې). The real story of the last days of Emperor Haile Selassie of Ethiopia - Face2Face Africa. Face2Face Africa.
  57. Riste, Tesfaye (2009). Misekerenet Bebaale Seltanatu Andebet. Addis Ababa, Ethiopia. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  58. Wogderess, Fikre Selassie (2014). Egnana Abiyotu. Tsehay Publishers. د کتاب پاڼي 211, 310. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)