هوښيار شئ (Hokhiar Shai) (په انگليسي: Be Careful) په پښتو ژبه کې په وړومبي ځل په ټولنيزې رسنۍ فېسبوک جوړ شوى ټيلي فلم دى چې لارښود يې رحمت ديوان او پروډيوسر يې عبدالولي خان دى، په دې ټيلي فلم کې مرکزي رول رحمت ديوان او ملالۍ ترسره کړى دى.

کيسه سمول

د دې فلم يا ډرامې کيسه يو نيم ساعت دورانيه لري، د کوم اغاز چې د جينۍ د ځان وژنې د منظر نه پېل کېږي، د جينۍ په دې اقدام په خلقو کښې وېره پېدا کېږي خو چاته هم د جينۍ د ځان وژنې اسباب نه وي معلوم.[۱]

سرفراز په فېسبوک باندې د له جينکو سره ملگرتيا جوړوي، بيا له هغوي سره د خپلې مينې اظهار کوي او له هغو سره د نزدې نه ويني، وروسته يې دې ته يې داسې انځورونه او ويډيوگانې جوړوي چې نورو خلکو ته د ښودلو نه وي، په هغه انځورونو او ويډيوگانو باندې هغه جينکۍ مجبوروي چې ورته پېسې ورکړي، هم دغسې دا کيسه مخکې روانه وي چې د يوې جينۍ د ځان وژنې سره پوليس يې پلټنه کوي او په اخر کې په سائنسي پلټنو باندې سرفراز رانيسي او خپل انجام ته يې رسوي.[۲]

جوړونکي سمول

دا ټيلي فلم د تصوير پروډکشن له خوا وړاندې کېږي چې ډائريکټر او ليکوال يې رحمت ديوان دى، پروډيوسر يې عبدالولي خان او کېمره مېن يې صاحب جان عامر دى، ډائيلاگ يې رحمت ديوان او صاحب جان عامر ليکلي دي.

لوبغاړي سمول

رحمت ديوان
ملالۍ
افسر افغان
محمد اشفاق
جاويد کوټوال
اجل خان
عبدالقهار

د ډائريکټر خبرې سمول

د "هوښيار شئ" ټيلي فلم ډائريکټر رحمت ديوان کليد راډيو سره په خبرو اترو کې وويل: "هوښيار شئ فلم به د هغو خلكو له فريبونو پرده پورته كړي چې د فیسبوك په پاڼه معصومې نجونې د خپلې مينې په جال كې گېروي او بيا يې د خپلو خواهشاتو قرباني کوي. دا د يو كال وړاندې كيسه ده چې يو ځوان له يوې نجلۍ سره په فیسبوك کې ملگرتيا وكړه، بيا به يې له نجلۍ پېسې غوښتې، كه به يې نه وركولې نو ځوان به د فیسبوك په پاڼه د هغې د شرمولو اخطارونه وركول. اخر نجلۍ ځوان ته د پيسو په برابرولو خپلې ټولې گاڼې په بازار کې وپلورلې او هېڅ ورپاتې نه شول، هلك دا ځل د نجلۍ عكسونه په بربنډه توگه ايډيټ او خپاره كړل، نجلۍ له دې سخته صدمه وليده او د بدنامۍ له ډاره يې ځان وژنه وكړه.[۳]
د نوي کهول مشران په اکثريت کښې د انټرنېټ د منفي او مثبت کارولو د اثراتو نه بې خبره دي، مونږ ته پکار دي چې په ځوان کهول کښې د سوشل ميډيا د صحيح کارولو شعور پېدا کړو، ځکه چې په دې وجه زياتره جينکۍ په نقصان کښې وي.[۱]
د دې فلم په جوړولو زمونږ پنځلس کسيز ټيم درې مياشتې مصرف کړي دي. کيسه د ژوند د يوې رښتينې پېښې نه اخستل شوې ده، د کوم مقصد چې په ځوان کهول کښې دا شعور پېدا کول دي چې د فېسبوک کارول صرف د ښو مقصدونو دپاره کول پکار دي.[۱]

لنکونه سمول

د هوښيار شئ فلم پرومو[مړه لينکونه]

د هوښيار شئ ټيلي فلم دوېمه پرومو Archived 2016-03-05 at the Wayback Machine.
دا مې ټول قصور د يار دى
هوښيار شئ فلم ټيزر[مړه لينکونه]
د ډان نيوز راپور Archived 2016-03-04 at the Wayback Machine.
د سماء ټي وي راپور[مړه لينکونه]

هوښيار شئ ډرامه جوړه شوه Archived 2016-03-04 at the Wayback Machine.
هوښيار شئ - د کليد راپور Archived 2014-09-17 at the Wayback Machine.
هوښيار شئ ټيلي فلم به ډېر زر نندارې ته وړاندې شي Archived 2015-07-19 at the Wayback Machine.

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ "آرشیف کاپي". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ جولای ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جولای ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "آرشیف کاپي". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جولای ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "آرشیف کاپي". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ سپټمبر ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جولای ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)