هندو اروپایي ژبې

د هندو اروپایې ژبو کورنۍ.

     رسمي ژبه     دوهمه رسمي ژبه     په رسمیت پیژندل شوې ژبه     د ګټه وړ ژبه     نه استفاده کیدونکې

هندواروپایي ژبې (د هندواروپایي ژبو کورنۍ) د سلګونه ژبو ګډه کورنۍ ده چې د هند نیمه وچه ،اروپا، منځنې آسیا او امریکا کې کاریږي. د هندواروپایي ژبو د ویونکو شمیر په ټوله نړۍ کې ۴'۳ میلیارده تنه په کابو ۳۴۶ بیلابیلو ژبو کې رسیږي. د لومړی ځل لپاره په شپاړسمه میلادې پیړۍ کې یاده نظریه د ویلیام جونز لخوا وړاندی شوه د هغه په نظر ننۍ هندواروپایي ژبې له یوبل سره تاریخي تړاو لري. په یاده کورنۍ کې پښتو، دري او فارسي ژبې هم راځي.