د هندويیزم پیروان هندوان بلل کیږي چې مفرد يې بيا هندو دی. د هندو کلمه جغرافيايي مخيينه لري. په اصل کې دا کلمه د هغو خلکو لپاره کارول کېده چې د سېند د سیند په دره کې اوسېدل دا کلمه له سېنده راغلې ده، کله چې عربان په لومړي ځل دلته راغلل نو د سېند پر ځای یې د هند کلمه وکاروله او دا کلمه دلته د اوسېدونکي ملت لپاره رواج شوه.