هري های
هېنري "هري" های جونیر (انګلیسي: Henry "Harry" Hay Jr.) (۱۹۱۲ز، د اپریل ۷مه – ۲۰۰۲ ز ، د اکتوبر ۲۴مه) د همجنسپالانو د حقونو یو امریکایی فعال، کمونېست او د کارګرو ملاتړی او مدافع و. هغه د میتاچین ټولنې د بنسټګرانو له ډلې و، چې په متحده ایالاتو کې د همجنس بازانو د حقونو لومړنۍ پایداره ډله وه. نوموړی د راډیکال فیریز په نوم غورځنګ د بنسټګرانو له ډلې هم و، چې د همجنس بازانو یو روحاني غورځنګ و.
هري های | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | د امریکا متحده ایالات [۱] |
مړینه | سان فرانسسکو |
د مړینې لامل | د سږو سرطان [۲] |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګرېزي ژبه |
کاروونکي ژبه | انګرېزي ژبه |
د کړنې څانګه | لوبگري [۳] |
وېبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
های په انګلنډ کې د منځنۍ کچې په یوه کورنۍ کې زیږېدلی او په چیلي او کالیفورنیا کې لوی شوی دی. له ماشومتوبه یې د خپلې همجنس بازۍ پر جذبه اعتراف کاوه او د مارکسیزم تر اغېزې لاندې و. په سټانفورډ پوهنتون کې له لنډې مودې زده کړو وروسته نوموړی په لاس آنجلس کې یو مسلکي لوبغاړی شو، چېرې چې د امریکا له کمونېست ګوند سره یوځای او د کیڼ اړخو کارګرانو لپاره پر یوه ژمن فعال بدل شو. د ټولنیزو فشارونو له امله یې په ۱۹۳۸ ز کال کې د ګوند له یوې ښځینه فعالې سره له واده کولو سره هڅه وکړه چې مخالف-جنسپال شي او له هغې یې دوه ماشومان هم پیدا شول. پر دې له پوهېدو سره چې هغه لاهم همجنس باز پاتې دی، له هغې سره یې واده بالاخره پای ته ورسېد او په ۱۹۵۰ کال کې یې د میتاچین ټولنه تاسیس کړه. که څه هم د همجنسبازانو د حقونو لپاره په مبارزو کې ښکېل و، خو په ۱۹۵۳ ز کال کې یې له دې ټولنې استعفا ورکړه.
د همجنسبازانو د کلتوري لږه کيتوب پر حالت د های زیاتېدونکی باور د دې لامل شو چې نوموړی د همرنګۍ یا یو ډول والي پرضد، چې د همجنسبازانو د حقونو ډېری مدافعین یې ملاتړ کوي، دریځ ونیسي. نوموړي وروسته بیا په ۱۹۶۹ز کال کې د همجنسپالنې د آزادۍ جبهې د لاس آنجلس د څانګې په بنسټ اېښودنه کې رول ولوباوه، خو په ۱۹۷۰ ز کال کې له خپل اوږدمهاله ملګري جان برنسایډ سره نوې میکسیکو ته ولاړ. له امریکایي-هندي یا د امریکایي سورپوستانو له مذهب سره د های دوامداره علاقه د دې لامل شوه چې دواړه په ۱۹۷۹ ز کال کې له ډان کیلیفنر او مچل اېل واکر سره په ګډه د راډیکال فیریز بنسټ کېږدي. لاس آنجلس ته له بېرته راستنېدو سره، های د خپل ژوند په اوږدو کې په یو شمېر فعالو اهدافو کې ښکېل پاتې شو او د هېواد د همجنس بازانو په ټولنه کې یو پېژندل شوی، که څه هم متنازع، سیاستوال شو. های "د عصري همجنسبازانو غورځنګ بنسټګر" او "د همجنسبازۍ د آزادۍ پلار" ګڼل کېږي.[۴][۵]
های د شمالي امریکا د سړیوـ هلکانو د مینې ټولنې (NAMBLA)، چې د بچه بازۍ مدافع سازمان و، یو فعال ملاتړی هم و. نوموړي د دې ډلې په اړه پر دې نیوکه لرله چې ولې د دوی د ویاړ پر رسم ګذشت (Pride parades) بندیز لګول شوی او د ۱۹۸۶ز کال د لاس آنجلس د رسم ګذشت په جریان کې یې پر دغه بندیز د اعتراض یو نښان اغوستی و او هم یې په ۱۹۹۴ ز کال کې د نیویارک پریډ یا رسم ګذشت له دې کبله بایکاټ کړ چې ولې په کې د NAMBLA ټولنه نه ده شامله شوې. نوموړي د بالغو سړیو او ۱۳ کلنۍ په عمر هلکانو ترمنځ د اړیکو په ملاتړ خبرې وکړې او د ۱۹۸۴، ۱۹۸۶ او ۱۹۹۴ز کلونو د پنلونو په ګډون یې د NAMBLA ټولنې په څو غونډو کې ویناوې کړې، څو له دې ډلې سره د دوی د عامه انځور د ښه کولو په موخه په نوم بدلولو کې مرسته وکړي.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
د ژوند لومړني پړاوونه
سمولځواني: له ۱۹۱۲ تر ۱۹۲۹ کال پورې
سمولهای د ۱۹۱۲ز کال د اپریل په ۷مه د سویل ختیځ انګلنډ په سوسیکس ساحلي ښارګوټي (ورتینګ) کې (په لومړي بات سړک کې چې هغه مهال د "کولویل" په نوم یادېده) زیږېدلی دی. نوموړی د منځنۍ کچې په یوه امریکایي کورنۍ کې لوی شوی او د خپل پلار، هري های سینیر (۱۸۶۹-۱۹۳۸) په نوم نومول شوی، چې د کان کیندنې انجنیر و او لومړی یې د سویلي افریقا په ویټواټرسرانډ کې او بیا د ګانا په تارکوا کې له سیسل روډز سره کار کاوه. د هغه مور مارګریټ های (کورنی نوم یې نیل)، چې یوه کاتولیکه عیسوۍ وه، د ۱۹۱۱ ز کال په اپریل کې د هغې له واده مخکې د سویلي افریقا په جوهانسبرګ کې د امریکایي کډوالو په یوه بډایه کورنۍ کې لویه شوې وه. های سینیر له هغې سره د واده پر مهال د هغې مذهب ته وراوښتی و او ماشومان یې کاتولیک لوی شوي دي. وروسته د ژوند په اوږدو کې های جونیر ته د یوه پخواني میتودېست له خوا په یونیټاري کلیسا کې د تعمید غسل ورکړل شو.[۱۳][۱۴][۱۳][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
د دوی دویم ماشوم، مارګریټ "پیګي" کارولین های، د ۱۹۱۴ ز کال په فبروري کې زیږېدلی و، مګر د لومړۍ نړیوالې جګړې له پیلیدو وروسته یې کورنۍ شمالي چیلي ته ولاړه، چېرې چې های سینیر ته په چوکیکاماتا کې د ګوګینهایم کورنۍ د اناکونډا شرکت له لوري د مسو د یوه کان د مدیریت دنده وړاندیز شوې وه.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۱]
په ۱۴ کلنۍ کې های په سان فرانسیسکو کې د استخدام یوې ادارې ته خپل د ټولنې کارت وروړ او د اتحادیې چارواکو ته یې قناعت ورکړ چې هغه ۲۱ کلن دی او په دې توګه یې په کارګو بېړۍ کې دنده ترلاسه کړه. په ۱۹۲۶ ز کال کې په مونټري خلیج کې تر ښکته کېدو وروسته، هغه د مټ په نوم له یوه ۲۵ کلن سوداګر سره اشنا شو او جنسي اړیکه یې ورسره جوړه کړه، چا چې هغه ته د همجنسپالو نارینه وو نظریه د یوې نړیوالې "پټې ورورګلوۍ" په توګه وروپېژندله. های وروسته د ملتپالنې د هویت له سټالینیسټ تعریف سره په ترکیبي بڼه دا نظریه رامنځته کړه، ترڅو دا استدلال پرې وکړي چې همجنسبازان یو "کلتوري اقلیت" جوړوي.[۲۴][۲۵][۲۴][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]
سټانفورډ پوهنتون او کمونېست ګوند: ۱۹۲۹ تر ۱۹۳۸ز
سمولهای په ۱۹۲۹ ز کال کې له ښوونځي نه فارغ شو او هیله یې لرله چې د لرغوني ژوند پوهنې (paleontology) په برخه کې زده کړې وکړي، مګر د هغه د پلار یې ممانعت وکړ او ټینګار یې دا و، چې د قانون په برخه کې زده کړې وکړي. های سینیر خپل زوی ته د خپل ملګري په حقوقي شرکت "هاس او ډنیګان" کې یوه د لومړنۍ کچې دنده واخیسته. په دغه شرکت کې د کار کولو پرمهال، های په پرشینګ چوک کې د همجنسبازانو د تګ راتګ صحنه ولیدله او هلته یې له یوه سړي سره جنسي اړیکه جوړه کړه او هغه کس نوموړي ته د همجنس بازانو د کلتور په اړه لارښوونې وکړې. د ادعا له مخې، همدلته هغه د شیکاګو مېشتو همجنس بازانو د حقونو د ډلې او د بشري حقونو د ټولنې په اړه معلومات ترلاسه کړل، که څه هم های وروسته د LGBT اړوند مخکېني فعالیت په اړه د کومې پوهې لرل رد کړي دي.[۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]
په ۱۹۳۰ ز کال کې های په سټانفورډ پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو په څانګه کې نوم لیکنه وکړه او په انګلیسي، تاریخ او سیاسي علومو کې یې د خپلواکو زده کړو کورسونه ولوستل. هلته یې له اداکارۍ سره مینه زیاته شوه او شعرونه یې هم ولیکل، چې ځینې یې د پوهنتون په مجلو کې هم خپاره شول. هغه په مکرر ډول هم په لاس آنجلس او هم په سان فرانسیسکو کې د همجنسبازانو په راټولېدنو کې ګډون کاوه او په داسې محفلونو کې یې هم برخه اخیسته چې نارینه به له نارینه وو سره نڅا کوله، ښځو به له ښځو سره نڅا کوله، خلکو به بدلې جامې اغوستې وې او الکول به څښل کېدل، چې دا ټول غیر قانوني وو. هغه به له بېلابېلو نارینه وو سره ځینې جنسي او عاشقانه چارې ترسره کولې. یو ژوند لیکونکی یې ادعا کوي چې په دغو کې له شهزاده جورج ډوک کینټ سره د یوې شپې اړیکه او له جیمز بروټن سره یوه لنډه اړیکه هم شامله وه. په ۱۹۳۱ ز کال کې نوموړی ځینو هغو خلکو ته هم د همجنس باز په توګه راغی چې هغه په سټانفورډ کې پېژندل او که څه هم نوموړی له کوم سخت غبرګون سره مخامخ نه و، خو د یو شمېر همجنسبازانو په ګډون یې ځینو ملګرو او همکارانو ونه غوښتل چې تر هغه وروسته له نوموړي سره ولیدل شي. د سینوس یو سخت عفونت بیا د دې لامل شو چې های په ۱۹۳۲ ز کال کې تحصیل پرېږدي او د رغېدو لپاره بېرته د خپل تره زوی د نیواډا فارم ته راستون شي. هغه بیا هېڅکله هم پوهنتون ته ستون نه شو.[۳۵][۳۶][۳۷][۳۵][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]
سرچینې
سمول- ↑ NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=xx0153363 — د نشر نېټه: ۲۹ جنوري ۲۰۲۳
- ↑ https://www.latimes.com/archives/la-xpm-2002-oct-25-me-hay25-story.html
- ↑ NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=xx0153363 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
- ↑ Haggerty, George E.; Beynon, John; Eisner, Douglas (2000). Encyclopedia of Lesbian and Gay Histories and Cultures, Vol. 2. New York: Garland Publishing. ISBN 9781135578718. Archived from the original on September 13, 2017.
- ↑ Timmons 1990، م. 295.
- ↑ Weir, John (August 23, 1994). "Mad About the Boys". The Advocate. p. 37. ISSN 0001-8996.
- ↑ Bronski, Michael (November 7, 2002). "The real Harry Hay". The Phoenix. Archived from the original on March 2, 2012.
He was, at times, a serious political embarrassment, as when he consistently advocated the inclusion of the North American Man/Boy Love Association (NAMBLA) in gay-pride parades.
- ↑ Simon LeVay; Elisabeth Nonas (1997). City of Friends: A Portrait of the Gay and Lesbian Community in America. MIT Press. p. 181. ISBN 978-0262621137.
Although some prominent gay leaders such as Harry Hay have supported NAMBLA's right to participate in gay rights marches, the link between NAMBLA and the mainstream gay rights movement has always been tenuous.
- ↑ Vern L. Bullough (2002). Before Stonewall: Activists for Gay and Lesbian Rights in Historical Context. Psychology Press. p. 74. ISBN 978-1560231936.
- ↑ Timmons 1990
- ↑ [Box 2/folder 21] Lesbian and Gay Academic Union Records, Coll2011-041, ONE National Gay & Lesbian Archives, USC Libraries, University of Southern California
- ↑ Lord, Jeffrey (October 5, 2006). "When Nancy Met Harry". The American Spectator. Archived from the original on March 29, 2009.
Said Harry: "Because if the parents and friends of gays are truly friends of gays, they would know from their gay kids that the relationship with an older man is precisely what thirteen-, fourteen-, and fifteen-year-old kids need more than anything else in the world."
- ↑ ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Timmons 1990، مم. 6–8.
- ↑ Loughery, p. 224
- ↑ Shively, from Bronski, p. 171
- ↑ Loughery, p. 224
- ↑ https://www.google.com/search?q=%22John+McTernan+and+Anita+and+I+got+sprinkled%22&tbm=bks&sxsrf=AOaemvK9je5VuXU5Q9_r7NG2ShrY1FHvtQ%3A1636409322536&ei=6p-JYcKOIMGztQapm7PgBA&oq=%22John+McTernan+and+Anita+and+I+got+sprinkled%22&gs_l=psy-ab.3..33i299k1l3.47501.47842.0.48014.3.3.0.0.0.0.101.238.2j1.3.0....0...1c.1.64.psy-ab..0.1.73....0.wVA_RrjP8Gk
- ↑ https://www.harvardsquarelibrary.org/poetry-prayers-visual-arts/stephen-h-fritchman-to-all-who-toil/
- ↑ Timmons 1990، م. 9.
- ↑ Timmons 1990، م. 10.
- ↑ ۲۱٫۰ ۲۱٫۱ Timmons 1990، م. 11.
- ↑ Loughery, p. 224
- ↑ Hay/Roscoe, p. 355
- ↑ ۲۴٫۰ ۲۴٫۱ Timmons 1990، م. 18.
- ↑ Hay/Roscoe, p. 355
- ↑ Timmons 1990، م. 23.
- ↑ Timmons 1990، مم. 8, 19–20.
- ↑ Timmons 1990، م. 19.
- ↑ Timmons 1990، مم. 15–16.
- ↑ Timmons 1990، مم. 14–15.
- ↑ Gay Almanac, p. 131
- ↑ Loughery, p. 225
- ↑ Timmons 1990، مم. 40–41.
- ↑ Timmons 1990، مم. 41–43.
- ↑ ۳۵٫۰ ۳۵٫۱ Timmons 1990، مم. 49–50.
- ↑ Loughery, p. 225
- ↑ Cusac, Anne-Marie (September 1999). "Harry Hay Interview". The Progressive. Archived from the original on May 19, 2009.
- ↑ Timmons 1990، مم. 43–45.
- ↑ Timmons 1990، م. 52.
- ↑ Timmons 1990، م. 46.
- ↑ Timmons 1990، مم. 47–48, 50–52.
- ↑ Timmons 1990، م. 53.