هاوارد هیوز
هاوارد رابرد هیوز کشر (د ۱۹۰۵ کال د ډسمبر له ۲۴ – د ۱۹۷۶ کال د اپریل تر ۵) یو امریکایی لوی شتمن سوداګر، ریکارډ جوړونکی پیلوټ، انجینر، فلم جوړونکی، او انسان دوست و، چې د خپل ژوند په اوږدو کې یې د یو دېر با نفوذه او بډایه کس په توګه شهرت درلود. نوموړي لومړی د فلم جوړونکي په توګه، او بیا د هوايي چلند صنعت کې د برلاسې څېرې په توګه نامتو شو. وروسته په ژوند کې، نوموړی د خپل عجیب چلند او د ژوندانه د ځانګړې بڼې له امله شهرت ترلاسه کړ – چې دا عجیب چلند یوڅه د هغه د خرابېدونکې جبري وسواس د ختلال (OCD)، د الوتکې د مرګونې پېښې څخه اوږد درد، او زیاتېدونکې کوڼوالي له امله رامنځ ته شو. [۱۴]
هاوارد هیوز | |
---|---|
د شخص مالومات | |
زېږون نوم | |
پيدايښت | ۲۴ ډيسمبر ۱۹۰۵[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹] هیوستون |
مړینه | 5 اپرېل 1976 (71 کاله)[۱۰][۱][۲][۳][۴][۶][۷][۸][۹] هیوستون [۱۱] |
د مړینې لامل | د زړه حمله (ناروغي) |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
روغتيايي څرنګوالی | عصبي، جبري سوچونه OCD |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | فلم پروډیوسر [۱۲]، الوتګر |
مورنۍ ژبه | انګرېزي ژبه |
کاروونکي ژبه | انګرېزي ژبه [۱۳] |
لاسليک | |
وېبپاڼه | |
وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
د فلم د شتمن په توګه، هیوز د ۱۹۲۰ لسیزې په وروستیو کې په هالیوډ کې هغه وخت شهرت ترلاسه کړ، چې هغه د لوی مصرف او زیاتره جنجالي فلمونه لکه شورماشو (۱۹۲۸)، د دوزخ پریښتې (۱۹۳۰)او داغ مخ (۱۹۳۲)، تولید کړل. وروسته په ۱۹۴۸ کال کې نوموړي د کېت-البي-اورفیو انځورونو (RKO Pictures) د فلم سټوډیو واخیسته، چې په هغه وخت کې د هالیوډ د زرینې دورې د پنځو لویو سټوډیوګانو څخه وه، خو د دې تولیدي شرکت د هغه تر کنټرول لاندې له ستونزو سره مخ شوه او په پایله کې کې یې په ۱۹۵۷ کال فعالیت بند کړ. [۱۵][۱۶]
الوتنې او فضایي سفر سره د خپلې لېوالتیا له امله، نوموړي په ۱۹۳۲ کال کې د هیوز د الوتکو شرکت تاسیس کړ، چې لوی شمېر انجینران، ډیزاینران، او دفاعي قراردادیان یې وګومارل. هغه د ۱۹۳۰ لیسیزې پاتې برخه او د ۱۹۴۰ لسیزې زیاته برخه د نړۍ د هوایې سرعت په زیاتره ریکارډونه تېر کړل. هغه د هیوز اچ-۱ مسابقه کوونکي (Hughes H-1 Racer) (۱۹۳۵ کال) او اچ-۴ هرکلیز (د پاک کارغه، ۱۹۴۷) جوړ کړل، چې دوهمه یې د هغه وخت راهیسې تر ۲۰۱۹ کال پورې په تاریخ کې د لویو وزرونو پر درلودلو ترټولو لویه الوتونکې کښتۍ وه. هغه د Trans World Airlines و پېرود او پراخ یې کړ او وروسته یې Air West واخیست او هغه ته یې د Hughes Airwest نوم ورکړ. هیوز په دوه ځله (په ۱۹۳۶ او ۱۹۳۸ کلونو کې) د هارمون جایزه، همدارنګه د کولیر جایزه (۱۹۳۸ کال) او د کانګریس د سرو زرو مډال (۱۹۳۹ کال) یې د ۱۹۳۰ کلونو په اوږدو کې د هوایی چلند په برخه کې د هغه د لاسته راوړنو لپاره ترلاسې کړې. په ۱۹۷۳ کال کې د ملي هوایي چلند د شهرت په سالون کې شامل شو او د پرواز مجلې په ۲۰۱۳ کال کې نوموړی د هوایی چلند د ۵۱ اتلانو په نوملړ کې راوست شو چې ۲۵ ځای یې ترلاسه کړی و. [۱۷][۱۸][۱۹]
هغه د ژوند د وروستیو کلونو کې خپله مالي سترواکي پراخه کړه او په لاس ویګاس کې زیاتره لوی کاروبارونه، لکه املاک، هوټلونه، قمارخانې، او د رسنۍ، لاس ته راوړل. نوموړی چې په هغه وخت کې د نیوادا ایالت له خورا ځواکمنو څېرو څخه ګڼل کېده، د یو نړیوال ښار حیثیت ته ویګاس په بدلون کې په پراخه کچه کرېدیت ترلاسه کوي. د کلونو ذهني او فزیکي زوال وروسته، هیوز په ۱۹۷۶ کال کې د پښتورګو د درېدو له امله مړ شو. د هغه میراث د هاورډ هیوز د طبي انسټیټیوټ او هاوارد هیوز کارپوریشن پر مټو ساتل کېږي. [۲۰]
لومړی ژوند
سمولکشر هاوارد رابرد هیوز د ایلین سټون ګانو (۱۸۸۳ – ۱۹۲۲) او مشر هاورډ آر هیوز (۱۸۶۹ – ۱۹۲۴) زوی و، چې د میسوري یو بریالی اختراع کونکی او سوداګر و. هغه انګلیسي، ویلزي او یو څه فرانسوي هوګینوټ نسب درلود او د جان ګانو (۱۷۲۷ – ۱۸۰۴) له اولادې څه دی، چې یو کشیش و او ویل کېږي چې جورج واشنګټن ته یې د تعمید غسل ورکړی. پلار يې په ۱۹۰۹ کال کې د دوه مخروطي څرخنده برمې اختراح ثبت کړه، چې په مخکینیو له لاس رسي بهر سیمو کې یې د نفتو د استخراج لپاره برمه کول ممکن کړل. مشر هیوز د اختراع د سوداګریز کولو لپاره هوښیاره او ګټور پریکړه وکړه چې د برمې د پلور پر ځای یې هغه په اجاره ورکوله، چې نورې زیاتې برمې یې اختراع کړې او په ۱۹۰۹ کال کې یې د هیوز د وسایلو شرکت تاسیس کړ. د هیوز تره، رپرت هیوز مشهور ناول لیکونکی، ننداره لیکونکی او د فلم ډایرکټر و. [۲۱][۲۲][۲۳]
د ۱۹۴۱ کال د هوګز د زیږون اقرار نامه چې د هغه د تره انیټ ګانو لومیس او اسټیل بوټن شارپ له خوا لاسلیک شوی، ښیي چې هغه د ۱۹۰۵ کال د ډسمبر په ۲۴ نېټه د تکزاس په هاریس ولسوالۍ کې زیږېدلی. خو د هغه د تعمید سند د ۱۹۰۶ کال د اکتوبر په ۷ نېټه د آیوا په کیوک کې د سېنت جانز ایپیسکوپل کلیسا کې ثتب شوی، د هغه د زیږون نیټه د ۱۹۰۵ کال د سپټمبر ۲۴ ښیي چې د زیږون جای ته یې اشاره نه ده کړې.
هیوز په ځوانۍ کې د ساینس او ټیکنالوژۍ سره لېوالتیا وښودله. په ځانګړې توګه، هغه په انجینرۍ کې غوره استعداد درلود او په ۱۱ کلنۍ کې یې د هوسټن لومړی "بې سیم" راډیو ټرانسمیټر جوړ کړ. هغه په هوسټن کې د لومړي جواز لرونکي آماتور-راډیو مالک شو، چې د W5CY رادیویي نښان (اصل کې 5CY) یې درلود. په ۱۲کلنۍ کې، هیوز انځو په سیمه ییزه ورځپاڼه کې خپور شو چې په هوسټن کې د لومړي هلک و چې یو "موتور لرونکی" بایسکل یې درلود. هغه دا د خپل پلار د بخار انجن له پرزو څخه جوړ کړی و. هغه یو متفاوت زده کونکی و، چې د ریاضیاتو، الوتنې او میخانیک سره یې مینه درلوده. نوموړي د الوتنې لومړی درس په ۱۴ کلنۍ کې واخیست او په ۱۹۲۱ کال کې یې په ماساچوسټس کې د فیسنډن په ښوونځي کې شامل شو. [۲۴][۲۵][۲۶]
هیوز د تاچر په ښوونځي کې د لنډې مودې وروسته، په کالټیک کې د ریاضی او د هوایي چلند د انجینرۍ په کورسونو کې ګډون وکړ. د هوستون په ۳۹۲۱ یواکم بلوید کې د سرو خښتو هغه کور چې نوموړي په تڼکیتوب کې په ژوند کاوه، اوس هم پرځای دی، او اوس د سینټ توماس پوهنتون په چاپېریال کې د هیوز کور په نوم یادېږي. [۲۷][۲۸]
مور یې، ایلین د ۱۹۲۲ کال په مارچ کې د ایکتوپیک (غیر نارمل) باردارۍ د ستونزو له امله مړه شوه. مشر هاورډ هیوز په ۱۹۲۴ کال کې د زړه د حملې له امله مړ شو. ظاهراً د دوی مړینې هیوز وهڅو چې د ۱۹۲۹ کال کې د ۱۹ کلنۍ په خپل وصیت کې د طبي څیړنو د لابراتوار ودانول شامل کړي. د مشر هیوز وصیت د ایلین له مړینې ورسته نه و اپدېټ شوی، او هیوز د کورنۍ ۷۵٪ شتمني په میراث کې ترلاسه کړه. د د ۱۹مې کلیزې په ورځ، هیوز خپلواک کوچنی اعلان شو، چې هغه ته یې توان ورکړ چې د خپل ژوند بشپړ کنټرول ترلاسه کړي. [۲۹][۳۰]
په ځوانۍ کې ه، هیوز یو تکړه او لېواله ګولف لوبغاړی شو. هغه اکثراً د لمړۍ کچې د شارتونو نمرې اخیستي او په ۲۰ کلنۍ کې یې د مقابل لوري پر وړاندې د دوه-پر-دری امتیازنو سره لوبه کوله، او د یو وخت لپاره یې د مسلکي ګلف لپاره هوډ درلود. هغه په مکرر ډول د غوره لوبغاړو ، لکه جین سرازین، سره ګلف لوبو. هیوز ډېر لږ رقابتي لوبه کوله او په تدریجي ډول یې د نورو لېوالتیا وو لپاره له سپورت نه لاس واخیست. هیوز هره ماسپښین د لاس انجلس په کورسونو کې، لکه په لیکسایډ ګلف کلب، ولشیر کنټري کلب، یا بیل ایر کنټري کلب کې، د ګلف لوبه کوله. د هغه ملګري جورج وان ایلم یا اوزي کارلټن وو. کله چې هیوز د ۱۹۲۰ کلونو په وروستیو کې ځان ټپي کړ، د هغه ګلف لوبې لږ شوې، او د F-11 له غورځیدو وروسته یې د لوبې توان له لاسه ورکړ. [۳۱][۳۲]
هیوز د خپل پلار له مړینې لږ وروسته یې د رایس پوهنتون پرېښود. نوموړي د ۱۹۲۵ کال د جون په ۱ نېټه د ایلا بوټس رایس سره واده وکړ. نوموړې د د هوستون د ډیویډ رایس او مارتا لاسن بوټس لور، او د ویلیم مارش رایس، چې د رایس پوهنتون یې به نوم دی، د خور لمسۍ وه. دوی لاس انجلس ته لاړ، چې هلته نوموړي هیله درلوده چې د فلم جوړونکي په توګه د ځان لپاره شهرت ترلاسه کړي.
دوی د امبسېډور هوټل ته لاړل، او هیوز د واکو (Waco) د الوتنې زده کړه پیل کړه، چې په ورته وخت کې یې د سوېل هوګان (Swell Hogan) په نوم خپل لومړی متحرک انځورونه تولید کړل. [۳۳]
سرچينې
سمول- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Howard-Hughes — subject named as: Howard Hughes — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist.
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6805cb7 — subject named as: Howard Hughes — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/521 — subject named as: Howard Hughes — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p32003.htm#i320024 — subject named as: Howard Robard Hughes, Jr. — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — ليکوال: Darryl Roger Lundy — پنځوونکی: Darryl Roger Lundy
- ↑ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/hughes-howard-robard — subject named as: Howard Robard Hughes — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=howardrobardhughesh — subject named as: Howard Hughes
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=howard+robard;n=hughes;oc=1 — subject named as: Howard Robard Hughes
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/27306 — subject named as: Howard Hughes — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist. او Script error: The function "Lang" does not exist.
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000000472 — subject named as: Howard R. Hughes — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb119875388 — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist. او Script error: The function "Lang" does not exist. — منښتلیک: Open License
- ↑ http://archive.org/stream/1897report07harvuoft/1897report07harvuoft_djvu.txt
- ↑ https://id.lib.harvard.edu/alma/99156707907603941/catalog — خپرېدونېټه: ۲۱ سپټمبر ۲۰۲۳ — خپروونکی: هروارد پوهنتون
- ↑ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119875388 — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
- ↑ "Howard R. Hughes". UNLV Howard R. Hughes College of Engineering. July 20, 2011. بياځلي په July 18, 2018.
- ↑ "The Racket (1928)". Turner Classic Movies. بياځلي په August 14, 2017.
- ↑ "Hell's Angels". Turner Classic Movies. بياځلي په August 14, 2017.
- ↑ Rumerman, Judy. "Hughes Aircraft." centennialofflight.net, 2003. Retrieved: August 5, 2008.
- ↑ Dietrich, Noah; Thomas, Bob (1972). Howard, The Amazing Mr. Hughes. Greenwich: Fawcett Publications, Inc. pp. 34, 69.
- ↑ "51 Heroes of Aviation." Flying Magazine. Retrieved: December 27, 2014.
- ↑ "Howard Hughes, Our Company, History". Howard Hughes Company Website. بياځلي په November 6, 2017.
- ↑ Barlett and Steele 2004, p. 15.
- ↑ Barlett, Donald L. and Steele, James B. Howard Hughes: His Life and Madness Norton, 2011, page 29.
- ↑ "American National Biography Online: Hughes, Howard". www.anb.org. بياځلي په August 15, 2017.
- ↑ "Howard Hughes." Archived January 3, 2006, at the Wayback Machine. MSN Encarta online, October 21, 2009. Retrieved: January 5, 2008.
- ↑ "The Original Famous Hams and ex-Hams List". خوندي شوی له the original on May 19, 2014.
- ↑ "Howard Hughes." U.S. Centennial of Flight Commission, 2003. Retrieved: January 5, 2008.
- ↑ Beeney, Bill (March 8, 1972). "The Mail Goes Through But Flavor Is Gone". The Democrat Chronicle. Rochester, New York: Newspapers.com. p. 31.
Our facility residence is in the 4000 block on Yoakum Blvd. The building next to it at 3900 is the Modern Language Department, It is the former Howard Hughes home. We paid $82,000 cash for it about 10 years ago.
- ↑ "1952 Purchase of Hughes House". alumni.stthom.edu. بياځلي په April 21, 2018.
- ↑ "Howard Hughes." about.com. Retrieved: January 5, 2008.
- ↑ "Golf's Bizarre Billionaire." Archived October 14, 2007, at the Wayback Machine. golfonline.com. Retrieved: September 4, 2007.
- ↑ Barkow 1986, p. 13.
- ↑ Dietrich, Noah; Thomas, Bob (1972). Howard, The Amazing Mr. Hughes. Greenwich: Fawcett Publications, Inc. pp. 34, 69.
- ↑ Dietrich, Noah; Thomas, Bob (1972). Howard, The Amazing Mr. Hughes. Greenwich: Fawcett Publications, Inc. pp. 34, 69.