د افغانستان تاريخ اوسنۍ زمانه د افغانستان د پيدايښت او پراختيا سره يو ځای پيل کيږی . د مورخينو او څيړونکو باور دادې چي د افغانستان اوسنۍ زمانه کيدای شي ډير بابونه او سر ليکونه ولری ، د دي وينا د سپيناوی لپاره په اوسنۍ زمانه کی د افغانستان ستراتيژيک ارزښت ته پام اړوی . د دي سره سره زيات شمير مورخين د افغانستان د اوسنۍ زمانې په تاريخ د ښه پوهيدولو په نيت يوازی په څلورو لويو سر ليکونو کی د دي پير بيان او وضاحت کړيدۍ :

لومړۍ : د افغانستان او افغاني امپراتورۍ پراختيا

دوهم : کورنۍ شخړې او بهرنی يرغلونه

دريم : بيا خپلواکی او اماني پير

څلورم : ننه نۍ زمانه

د اڅرگنده ده چي د افغانستان د اوسنۍ زمانې تاريخ ټول اړخونه يوازی تر پورتنيو سر ليکو نو لاندي نه شي مطالعه او څيړل کيدلای،د ياد شوو سر ليکونو دا ټاکنه يوازی د لومړۍ افادی په توگه وړاندي کيږی . د يو بل اړين مطلب يادونه هم په کار ده چي د افغانستان د اوسنۍ زمانې تاريخ هغه څلورمه برخه چي ننه نۍ زمانې ته بيله سويده ، هغه به د يو بيل څپرکي په توگه تر بحث او څيړنی لاندي وی ، په کار ده چي د ابرخه د درنو لوستونکو په گډون فعاله وساتل شې . باوري