نوح ویبسټر

نوح ویبسټر
(انګلیسي: Noah Webster د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نوح ویبسټر
نوح ویبسټر

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۶ اکتوبر ۱۷۵۸[۱][۲][۳][۴][۵]
مړینه 28 مې 1843 (85 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د اولادو شمېر 8   د (P1971) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده خبريال
سياستوال[۶]
ليکوال[۷]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۸][۹]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه ژبپوهنه  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
نوح ویبسټر
نوح ویبسټر

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

نوح ویبسټر جې ارچې د ۱۷۵۸ز کال د اکتوبر له ۱۶مې د ۱۸۴۳ز کال دمې تر ۲۸مې پورې یې ژوند کاوه د امریکا اوسېدونکی و. ده به قاموسونه لیکل، درسي کتابونه به یې برابرول، د انګلیسي ژبې املا به یې اصلاح کوله، په سیاست کې برلاسی و، لیکوال اوایډیټر و. نوموړی د «امریکایي سکالرشپ او زده کړې پلار» بلل کېږي. د «بلیو بیکډ سپیلر» کتابونو یې د امریکایی ماشومانو پنځو نسلونو ته د لیکلو او لوستلو طریقې ور زده کړې دي. په امریکا کې یې نوم له قاموس سره یوځای یادېده، په تېره بیا عصري میرریم - ویبسټر قاموس، چې په لومړي ځل په ۱۸۲۸ ز کال کې د انګلیسي ژبې د امریکایی قاموس په توګه خپور شو.

د ویبسټر زېږېدنه په لوېدیځ هارټفورډ کنیکټیکټ کې شوی. کله چې له یېل کالج نه فارغېده، نو دا وخت ۱۷۷۸ ز کال و. نوموړي له اولیور ایلسورت او نورو نه د قانون زده کړې ترلاسه کړې او بیا یې د بار په ازموینه کې بریا ترلاسه کړه ؛ خو دا فرصت یې ونه وموند، چې د وکیل په توګه دنده ترسره کړي. نوموړي یو خصوصي ښوونځي پرانیست، د «بلیو بیکډ سپیلر» په ګډون یې د تعلیمي کتابونولړۍ ولیکله، چې له دې لارې یې مالي وضعیت یو څه ښه شو. نوموړی د امریکا د انقلاب او د متحده ایالاتو د اساسي قانون د تصویب یو پیاوړی ملاتړی و او وروسته یې پر امریکایی ټولنه نیوکه وکړه، چې فکري بنسټ ته اړتیا لري. هغه د امریکا ملتپالنه تر اروپا غوره ګڼله او د امریکا ارزښتونه یې لوړ یادول.[۱۰]

په ۱۷۹۳ ز کال کې، چې د ویبسټر الکساندر له خوا هیمیلټن ته بلنه ورکړل شوه تر څو نیویارک ښار ته لاړ شي او د فدرالي ګوند د ورځپاڼې د مدیریت دنده پر غاړه واخلي. نوموړی تکړه لیکوال شو، ورځپاڼو ته یې مقالې ولیکلې، سیاسي مقالې او درسي کتابونه یې چاپ شول. ۱۷۹۸  ز کال و، چې نوموړی کنیکټیکټ ته راستون شو او د کنیکټیکټ د استازو مجلس کې په دنده وګومارل شو. ویبسټر هغه کس و، چې په ۱۷۹۱ ز کال کې یې د غلامۍ د ختمولو لپاره د کنیکټیکټ ټولنه تاسیس کړه؛ خو څه وخت بعد له یادې ټولنې ناهیلی شو.

۱۸۰۶ ز کال و، چې ښاغلي ویبسټر لومړنی قاموس خپور کړ، دا قاموس په انګلیسي ژبه کې یو جامع قاموس و. بل کال یې په داسې قاموس کار پیل کړ، چې ډېرپراخ او هر اړخیز و، دا قاموس یې په ۱۸۲۸ز کې خپور کړ. نوموړې خپلې ځانګړې املاګانې مشهورې کړې او په ​​متحده ایالاتو کې یې دا چاره ډېره اغېزناکه وه. نوموړی د کاپي رایټ قانون په جوړولو کې هم ډېر رول درلود او دا کار یې په ۱۸۱۳ کال کې وکړ. دا قانون د متحده ایالاتو د کاپي رایټ قانون لومړۍ لویه قانوني بیاکتنه ګڼل کېده. ۱۸۴۳ ز کال  و چې ویبسټر مړ شو، دا وخت د خپل قاموس د دویم ټوک په کارونو بوخت و.  وروسته بیا د دې قاموس حقوق جورج او چارلس میرریم  ترلاسه کړي دي.

ژوندلیک سمول

ویبسټر د یوې تاسیس شوې کورنۍ غړی و، چې د هارټفورډ په لوېدیځ کې زېږېدلی و. (وروسته لوېدیځ هارټفورډ په کنیکټیکټ بدل شو).نوموړی د نوح ویبسټر په کور کې زېږېدلی او د ویبسټر پر ژوند رڼا اچوي. دا کور د لوېدیځ هارتفورډ د تاریخي ټولنې مرکزي دفتر دی. د نوموړي پلار نوح ویبسټر سینیر نومېده، چې په ۱۷۲۲ـ۱۸۱۳ کلونو کې د کنیکټیکټ د والي جان ویبسټر له اولاد څخه و. مور یې مرسي (سټیل) ویبسټر ( ۱۷۲۷ـ۱۷۹۴) نومېده، چې د پلیموت کالوني د والي ویلیم براډفورډ له اولادې څخه وه. پلار یې په اصل کې کروندګر و، ددې ترڅنګ د محلي کلیسا او د ښار د ملېشو مشر هم پاتې شوی او د محلي کتاب ټولنې بنسټ یې هم ایښی و، یعنې د عامه کتابتون مخکښ و. نوموړی د امریکا له خپلواکۍ وروسته د سولې د عدالت مشر وټاکل شو.[۱۱][۱۲][۱۳]

د ویبسټر پلار کالج نه و لوستی؛ خو لېواله او ارزښتناک فکر یې درلود. د ویبسټر مور ډېر وخت په دې تېر کړ، چې خپلو ماشومانو ته د املا، ریاضیاتو او موسیقۍ مهارتونه ورزده کړي. ویبسټرشپږ کلن و چې په لوېدیځ هارتفورډ کې یې تعلیم پیل کړ، پیل یې د یوې خونې له لومړني ښوونځي څخه واخیست، چې دا ښوونځی دکلیسايي ټولنې له خوا جوړ شوی و.نوموړي څو کاله وروسته ښوونکو ته د «انسانیت د پاتې شونو»لقب ورکړ او مذهب یې د لارښوونو سرچینه یاده کړه. د ویبسټر تجربو نوموړی تشویق کړ،چې د راتلونکو نسلونو ښوونیزې تجربې پراخې کړي.[۱۴][۱۵][۱۶]

نوموړی څوارلس کلن و، چې د کلیسا پادري ورته په لاتیني او یوناني ژبو ښوونه پیل کړه او دا کار یې ددې لپاره کاوه، چې په ییل کالج کې د داخلې لپاره چمتو شي. د ویبسټر۱۶مه کلیزه لا نه وه رارسېدلې، چې په ییل کې یې نوم لیکنه وکړه، نوموړی ځوان و، چې د ییل له ولسمشر ایزرا سټیلس سره یې زده کړه وکړه. په لومړنیو څلورو کلونو کې د امریکا له انقلابي جګړې سره مخ شو. دا وخت خوراکي توکي کم وو او دا احتمال و، چې برتانیا حمله وکړي، له همدې امله یې باید نور ټولګي په نورو ښارونو کې بشپړ کړي وای. نوموړی په کنیکټیکټ ملیشیا کې خدمت کړی. پلار یې د دې لپاره دهقاني کوله، چې زوی وبسټر یې په یېل کې زده کړې وکړي؛ خو هغه اوس په خپل ځای و او له خپلې کورنۍ سره یې کار نه درلود.[۱۷][۱۸]

فدرالي ایډیټر سمول

د ۱۷۸۹ ز کال د اکتوبر ۲۶مه  نېټه وه، چې نوح وبسټر له ربیکا ګرینلیف (۱۷۶۶ــ۱۸۴۷) سره واده وکړ. واده یې په نیوهیون کنیکټیکټ کې وکړ اود واده ثمره یې اته ماشومان وو:

  • ایملي شوټن په ۱۷۹۰ او ۱۸۶۱ کلونو کې ژوند کاوه، چې واده یې له ویلیم ډبلیو ایلسورت سره وکړ، نوموړې ته ویبسټرد خپلې خوښې اجرا کوونکي لقب ورکړی و. ایملي د دوی لور وه او له ریورډ ابنر جیکسن سره یې ګډ ژوند پیل وکړ، وروسته بیا د نیویارک په ایالت کې د هارټفورډ د تثلیث کالج او هوبارټ کالج رییسه شوه. [۱۹][۲۰]
  • فرانسیس جولیانا چې په ۱۷۹۳ـ ۱۸۶۹ کلونو کې ژوند کاوه، له چانسي الن ګډریچ سره یې ګډ ژوند پیل کړ.
  • هیریټد ۱۷۹۷ـ ۱۸۴۴ کلونو ترمنځ ژوند کاوه او له ویلیم چاونسي فولر سره یې واده وکړ.
  • ماري په ۱۷۹۹-۱۸۱۹ کلونو کې ژوند کاوه.
  • ویلیم ګرینلیف په ۱۸۰۱-۱۸۶۹ کلونو کې ژوند کاوه.
  • الیزا سټیل په ۱۸۰۳-۱۸۸۸ کلونو کې ژوند کاوه. ایم . ریو هنري جونز ۱۸۰۱ــ ۱۸۷۸ کلونو ترمنځ.
  • هنري برادفورډ په ۱۸۰۶-۱۸۰۷ کلونو کې ژوند کاوه.
  • لویسا ګرین لیف د ۱۸۰۸-۱۸۷۴ کلونو ترمنځ ژوند کاوه.

ویبسټر په غوره توګه واده وکړ، نوموړی له اشرافو سره په هارټفورډ کې یوځای شو؛ خو پیسې ورسره ډېرې نه وې. په ۱۷۹۳ ز کال کې، الکساندر هیملټن نوموړي ته نیویارک ښار ته د تلو او او د فدرال ګوند د مخکښې ورځپاڼې د ترمیم لپاره ۱۵۰۰ ډالره پور ورکړل. نوموړي امریکايي ورځپاڼه مینروا د ډسمبر په میاشت کې تاسیس کړه، چې وروسته دا ورځپاڼه د سوداګریز اعلان کوونکې په نامه وپیژندل شوه، دا ورځپاڼه یې د څلورو کلونو لپاره اپډېټ کړه، په دې ورځپاڼه کې یې ۲۰ مقالې او ۲۰ سرمقالې ولیکلي. د هېواد لپاره یې نیمه اونیزه خپرونه چې خبر رسوونکی، د هېواد لپاره یوه ورځپاڼه نومېده، هم چاپ او خپره کړه. دا ورځپاڼه وروسته د نیویارک سپیکټر په نامه پېژندل کېده.

نوموړی د فدرال ویاند و او په دې توګه یې د جورج واشنګټن او جان اډمز د ادارې په تېره د برتانیې او فرانسې ترمنځ د بې طرفۍ پالیسي غوره کړه او د فرانسې د انقلاب او د هغه د وحشت په واکمنۍ کې یې په ظلمونو ځانګړې نیوکه وکړه. هغه مهال د فرانسې سفیر سیټیزن جینېټ و، نوموړي د جیکوبین پلوه «ډیموکراټیک - جمهوري غوښتونکو ټولنو» شبکه رامنځته کړه، چې د امریکا په سیاست کې یې ځای ونیوه، ولسمشر واشنګټن یې تر برید لاندې راوست او د هغه غندنه یې وکړه. نوموړي وروسته د متحده ایالاتو او بریتانیا ترمنځ د جېز د تړون ملاتړ وکړ. په پای کې د جیفرسونیا د جمهوریت غوښتونکو له خوا د «یوه متعصب، نیم زېږېدلي، تش په نوم وطنپال»، «د لاعلاجه لېوني» او«یوه فریبکار خبر ورکوونکي ... ښوونکي او مکار» په توګه د هغه پرلپسې غندنه وشوه.[۲۱]

نوموړی څو په نوي ملت کې د ډېرو مشهورو لیکوالانو له ډلې ګڼل کېده، نوموړي درسي کتابونه لیکل، سیاسي مقالې یې خپرولې، د ساري ناروغیو اړوند راپور یې چمتو کړ او فدرال ګوند ته یې د ورځپاڼو لپاره مقالې نشرولې. نوموړې ډېرې لیکنې کړې دي، چې د چاپ شویو اثارو عصري کتابپوهنه ۶۵۵ مخونو ته اړتیا لري. په ​​۱۷۹۸ ز کال کې، نوموړی بېرته نیو هیون ته ستون شو، کله چې ​​۱۸۰۰ او ۱۸۰۲ـ۱۸۰۷کلونه وو، نوموړی د فدرالیست په توګه د کنیکټیکټ د استازو جرګه کې وټاکل شو.

په ۱۷۹۹ ز کال کې، ویبسټر د امریکا د هنرونو او علومو اکاډمۍ د غړي په توګه وټاکل شو. په ​​۱۸۱۲ ز کال کې، چې نوموړی امهرسټ، میساچوسټس ته ولاړ، دې تګ له نوموړي سره د امهرسټ کالج په موندلو کې مرسته وکړه. کورنۍ یې په۱۸۲۲ ز کال کې یو ځل بیا نیو هیون ته لاړه، کله چې دې ځای ته لاړه، نوویبسټر ته په راتلونکي کال کې د ییل افتخاري درجه ورکړل شوه. په ۱۸۲۷ ز کال کې، ویبسټر د امریکا د فلسفي ټولنې غړی وټاکل شو.[۲۲][۲۳]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ سرليک: Webster, Noah — نشرونه لخوا د: Appletons' Cyclopædia of American Biography
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb122053197 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Noah-Webster-American-lexicographer — subject named as: Noah Webster — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/webster-noah — subject named as: Noah Webster — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=65916 — subject named as: Noah Webster — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  6. او http://hdl.handle.net/10427/005073 A New Nation Votes: American Electoral Returns, 1788-1825 — د نشر نېټه: ۲۳ ډيسمبر ۲۰۲۰ — خپرونکی: American Astronomical Society او Tufts University
  7. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  8. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb122053197 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  9. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/11934563
  10. American Reformers: Early/Mid 1800s: Noah Webster. "[۱] Archived 2017-11-26 at the Wayback Machine." accessed July 31, 2019.
  11. Noah had two brothers, Abraham (1751–1831) and Charles (b. 1762), and two sisters, Mercy (1749–1820) and Jerusha (1756–1831).
  12. Kendall, Joshua, The Forgotten Founding Father, p. 22.
  13. Kendall, p. 22.
  14. Kendall, pp. 21–23.
  15. Kendall, pp. 22–24.
  16. Kendall, p. 24.
  17. Kendall, pp. 29–30.
  18. Richard Rollins, The Long Journey of Noah Webster (1980) p. 19.
  19. Micklethwait, David (January 21, 2005). Noah Webster and the American Dictionary, David Micklethwait, McFarland, 2005. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780786421572. د لاسرسي‌نېټه December 9, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Genealogy of the Greenleaf family. F. Wood. 1896. د کتاب پاڼې 221. د لاسرسي‌نېټه December 9, 2011. william greenleaf webster ellsworth. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Ellis 199.
  22. "Book of Members, 1780–2010: Chapter W" (PDF). American Academy of Arts and Sciences. د لاسرسي‌نېټه August 7, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "APS Member History". search.amphilsoc.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)