ویئ لیکنه
ویئ لیکنه، لغت لیکنه یا د لغت لیکني پوهه د لغتونو مطالعه او راټولولو هنر ته ویل کیږي. [۱] دا پوهه په دوه جلا اکاډمیکو څانګو باندي ویشل سوې ده:
- عملي لغت لیکنه د لغتونو د تالیف، لیکلو او بیا جوړښت هنر یا پوهنه ده.
- تیوريکي لغت لیکنه د یوې ژبې د لغتونو د سرچینو اړوند مانا پېژندني، ارتوګرافیک، نحوي او پاراډیمټیک ځانګړتیاوو علمي مطالعه ده. دوی د لغت د اجزاوو او جوړښتونو تیوري رامینځته کوي چي ورپسې په لغتونو کي معلومات سره نښلوي. دا ځینې وختونه د "میټا لیګزیوګرافي" په نوم یادیږي.
له علمي اړخه هغه څوک چي په لغت پوهنه کي مهارت ولري د لیکسيګرافر په نوم یادیږي. [۲]
- ↑ English lexicography in the Internet era
- ↑ Johnson, Samuel (1785). A Dictionary of the English Language. London: J.F. and C. Rivington, et al.