ښاغلى نواب اميرزى په ١٩٤٦ کال کې د خوست د ټنيو د درگى منځني ښوونځي ته شامل شو. په ١٩٥٤ کال کې يې هغه پاى ته ورساوه اودنوروزده کړولپاره کابل ته ولاړ . په ١٩٥٧ کې د رحما ن بابا له عالي ليسې فارغ شو او د کرنې پوهنځي ته بريالى شو . هغه يې شپږمياشتې ولوستله او د خپل لياقت له برکته بهر ته د لوړو زده کړو لپاره د پيلوټى په رشته کې پخواني شوروي اتحاد ته وليږل شو . پيلوټي يې د اوکراين په جمهوريت کې شپږمياشتي ولوستله ، خو د غوږ ستونزه ورته پيدا شوه او له دې رشتې ووت او اقتصاد ته بدل شو چې پدې برخه کې يې ماستري ترلاسه کړه. بيرته خپل هيواد ته ستون شو او د اوبو او بريښنا په وزارت کې يې کار کاوه. وروسته چې حالات کړکيچن شول بيا له هيواده ووت او اووه کاله يې په دوبۍ کې په مساپرى کې تيرکړل. په پرديسۍ کې يې هم زيات شعرونه ليکلي دي اوددوبۍ سفرنامه يې هم چاپ شو. د حالاتو په ښه کيدو سره بيرته خپل هيواد ته ستون شو او د بيړنۍ لويې جرگې وکيل شو. له ١٣٨١ کاله راهيسې په خوست کې د تجارت د اتاق ريس دى او د خوست په پوهنتون کې دښوونکي په توگه هم افتخاري لوست ورکوي. د هيواد تکړه سندرغاړو يې له شعرونو سندرې جوړې کړې دي لکه مقرى چې وايي: شيرينه ياره کله به خپل وطن ته درشم همدا شان سندرغاړو خير محمد خندان ، محمدالله کټوازى ، نغمې او نورو يې شعرونه پخپلو سندرو کې پيلي دي . د ښاغلي اميرزي زيات شعرونه له وطن سره مينې ته ځانگړي شوي دي او د وطن ناخوالو تل ځورولى دى ، لکه چې وايي: دا اخترونه زموږ له کلي مرور تيريدل---دا ډير کلونه څه به لر او څه به برتيريدل.. ډير ناچاپ اثار هم لري چې يوه شعرې ټولگه او شپږ نثري کتابونه دي .

سرچينه

  1. http://www.bbc.co.uk/pashto/news/story/2009/11/091119_studio7_nawabamirzai.shtml