نذير احمد نذير (په انگرېزي: Nazir Ahmad Nazir) يو افغان خبريال او شاعر دی. نوموړی په پښتو ژبه شاعري کوي او دم مهال د هېواد نه دباندې په هالينډ هېواد کې د خبريالۍ په لوړو زده کړو بوخت دی. هغه د افغانستان په ملي راډيو تلويزون کې هم د خپرونو د وړاندې کوونکي په توگه دنده ترسره کړې. هغه د څرک کلتوري ټولنې مشر، د لوگر فرهنگي ټولنې مشر او په لوگر کې د سنځل گل کلنۍ مشاعرې د بنسټ ايښودونکی هم دی.

مخينه

نذير احمد نذير د نواز خان زوی دی. هغه په ۱۹۸۳ ز. کال کې د لوگر ولايت د برکي برک ولسوالۍ د سجاوند په کلي کې زېږېدلی دی.

زده کړې

لومړنۍ او دويمې زده کړې يې په کابل کې کړي او د حبيبيې لېسې څخه فارغ شوی. د کانکور آزموينې وروسته د کابل پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي ته ومنل شو او په ۱۳۸۴ ل. کال کې د همدغه پوهنځي څخه فارغ شوی. دم مهال په هالنډ کې د ژورناليزم په لوړو زده کړو بوخت دی.

دندې

په پوهنتون کې د زده کړو له وخته يې په بېلابېلو غږيزو او چاپي رسنيو کې کار کړی دی. ۶ کاله يې په آزادۍ راډيو کې کار کړی، ۲ کاله يې د بي بي سي راډيو ښوونيزې څانگې سره کار کړی، څه موده يې د آينې کلتوري مرکز، اريانا راډيو تلويزيون، دوردگو ولايت د کلتوري مسول او د والي وياند، د وردگو ولايت د راډيو تلويزيون امر، کابل کې د ملی راډيو تلويزيون د يوې ژوندۍ خپرونې چلونکی او بلاخره ورستۍ دنده يې په پژواک خبري اژانس کې د غږيزی برخې د پازوال په توگه ترسره کړې. او د دې تر څنگ په کليد چاپي رسنۍ کې يې ليکنې کولې، بيا يې د گربت مجلې سره همکاري پيل کړه.

چاپي آثار

د شعرونو يوه ټولگه يې چاپ شوې

باندنۍ تړنې

سرچينې