نبيله همايوون

نبيله همايون (په انگرېزي: Nabeela Homayoun) د افغانستان د راډيو تلويزون يوه پخوانۍ دري ژبې افغانه خبرياله، د شعر ديکليماتوره، او ويانده ده. نوموړې په افغانستان کې د ښه غږ او د دري شعر د ديکليمې او د ساعت با شما د خپرونې د وياندۍ له کبله نوم لري او گڼ شمېر خلک يې اوس هم د غږ مينه وال دي.

مخينه سمول

نبيله همايوون د افغانستان په پلازمېنه کابل کې يوې روڼ اندې کورنۍ کې زېږېدلې ده. په پاړسي گړدودونو ېې د شعر دیکلیمې وړاندې کړي او د افغانستان د ملي راډيو ټلوېزيون پر مخ د دري يا پاړسي ژبې نوموتې ویانده بلل کېږي .وروسته د هغه چې د ډاکتر نجیب الله کمونستي وروستنی رژيم ونړېده ، نوموړې د تنظيمي لوټمارو ډلو لخوا چې مشري ېې عبدالرشید دوستم کوله ډېره وځورل شوه او کورنۍ غړي ېې لکه د نورو مظلومو افغانانو په څېر وکړول شوه .

زده کړې سمول

زده کړې ېې هم په کابل کې کړې دي

دندې سمول

د آغلې نبيله همايوون دندې د کابل په ملي راډيو ټلويزيون کې د يوې وياندې او دري ژبې شعرونو ديکلیماتورۍ څخه پیل شوي دي. آغلې نبيله د ماشومانو په خپرونو کې برخه واله وه او همدا ېې د ژورناليزم سره د مينې لامل وگرځېده. همدا رنگه خپلې دندې ته تر د ۱۹۹۲ ز کاله پورې دوام ورکړی دی.

اوسمهاله ژوند سمول

نبيله همايوون خپلې کورنۍ سره د کاناډا په اونټاريو ښار کې استوگنه لري . د آغلې څلور بچي دي چې يو ېې ځوی او درې ېې لوڼې دي . د نوموړو نومان پدې توگه يادېږي . بلال همايوون، حسنا همايوون، هوا همايوون، او حنا همايوون.