نبوت د ټولو الهی دینونو له بنسټیزو عقیدو څخه دی. په اسلامي عقایدو کې نبوت د دین له اصولو څخه ګڼل کیږي او په هغه باندې ایمان د مسلمان کېدو له شرطونو څخه دی. په قرآن او سنتو کې حضرت محمد (ص) او نورو پیغمبرانو ته د خدای پیغمبران ویل شوي دي. نبوت په حضرت ادم (ع) پیل شو او د قرآن له مخې په حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) پای ته ورسېد او سني ( اهل سنت ) او شیعه ګان په دې عقیده کې يو شان دريځ لري.

د نبوت مانا

سمول

د لغت تعریف

سمول

"نبا" یا "نبو" د "نبوت" د کلمې اصل دی. په عربي ژبه کې "نبا" یا "نبو" د لاندې مانا لپاره کارول کیږي: خبر ورکوونکی، [۱] لوړ ځای، [۲] له يوه ځايه راوتلی، [۳] روښانه لار، [۴] پټ غږ [۵]

رسالت د "ر س ل" ويوکي مصدر دی [۶] او دا یو پیغام دی، یو کتاب دی، یو پیغمبر دی، یو څوک چې مسؤلیت ور ته سپارل شوی او د لېږلو په مانا کارول کیږي [۷] چې جمع حالت يې رسائل [۸] او رسالت دی [۹] .

رسول هم له اصلي "رس ل" څخه اخیستل شوی چې مانا یې "په اسانۍ سره راپورته کېدل". په دیني اصطلاحاتو کې، هغه څوک چې پیغام راوړي او هغه چاته ويل کيږي چې د احکامو تبلیغ ته لېږل کیږي. [۱۰] او د هغه لپاره غوښتنې ( وحې )نازلیږي [۱۱]

خدای تعالی خپل د لارښوونې پیغام د پیغمبرانو او رسولانو له لارې رالېږلی، یو لک څلېروېشت زره پیغمبران کائناتو ته راغلي، چې لومړی یې حضرت آدم او وروستی یې حضرت محمد صلی اللہ علیہ و آله وسلم دی. او له دوی وروسته به بل نبي نه راځي.

چې په دې اړه حضرت محمد صلی الله عليه وسلم فرمايي :(( لانبي بعد مني))

حوالې

سمول
  1. ابن منظور ،لسان العرب ج1 ص 162۔
  2. طریحی،مجمع البحرین ج1 ص405۔
  3. فیومی،مصباح المنیر، ج2 ص591۔
  4. خلیل بن احمد، العین،ج8 ص382۔
  5. جوہری،قاموس ج1ص74۔
  6. ابن منظور، لسان العربج11 ص283
  7. دہخدا،لغتنامہ دہخداج7 ص10584۔
  8. خلیل بن احمد۔ العین،ج7 ص341۔
  9. خاتمی،فرہنگ علم کلام ج1 ص121
  10. جرجانی، تعریفات،49۔
  11. مؤلفین کا گروہ،159۔