نادراباد، کندهار

نادرآباد د افغانستان په کندهار ولایت کي یو ښار وو چي په 1738 کي د نادر شاه لخوا رامینځته سو. نادرشاه په پارس کي د افشاري کورنۍ واکمن وو. نادر د خپلي واکمنۍ پر مهال د زاړه کندهار له ورانولو وروسته دغه ښار جوړ او پخپل نوم اباد کړ. ښار د ښوراب سیند ته نږدې په ۴ کیلومتر (۱۳٬۰۰۰ فوټه) فاصله کي پروت وو. کله چي په 1747 کي نادر شاه مړ او د یرغلګرو لاسونه له کندهار څخه لنډ سول، ورسره سم یاد ښار هم بې سرپرسته پاته سو. [۱]

  1. Encyclopedia Iranica: Kandahar