مېګناد ساها

مېګناد ساها (زېږون:۶ اکتوبر ۱۸۹۳مړينه:۱۶ فبروري ۱۹۵۶) یو هندي [۱] [۲] ستورو فزیک پوه و چې د ساها آیونایزیشن معادلې د پراختیا له کبله مشهور و. د دې معادلې په کارولو سره، هغه د ستورو کیمیاوي او فزیکي حالتونه بیان کړل. مېګناد ساها لومړنی ساینس پوه و، چې د ستورو طیف(spectrum) یې د دوی د تودوخې(temperature) سره تړاو وموند او د حرارتي آیونایزېشن معادلې یې رامینځته کړې چې د ستورو فزیک او ستورو کېمیا په برخو کې ګټور ثابت شوي. [۳] هغه څو ځله د فزیک په برخه کې د نوبل جایزې لپاره نومول شوی و، خو له بده مرغه ناکام شو. ساها په سیاست کې هم فعاله وه او په ۱۹۵۲ کال کې د هند پارلمان ته وټاکل شوه. [۳]

مېګناد ساها
مېګناد ساها

د شخص معلومات
پيدايښت 6 اکتوبر 1893
ډاکه، بنګله دېش
مړینه 16 فبروري 1956
نوی ډيلی
د مړینې لامل د زړه حمله
استوګنځای اله باد، ډاکه ، کلکته
تابعیت برېتانوي هند، مشترکه هند، هند
رکن د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي   ويکيډاټا کې (P463) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک د پوهنتون استاد، فزيک پوه، ساينسپوه، ستوری پېژندونکی
کاروونکي ژبه(ي)
د کړنې څانګه پنځپوهنه ،  ستورپوهنه   ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک

ژوندلیک

سمول

مېګناد ساها په 1893 کې د برېتانوي هند (اوسنۍي بنګله دېش) د بنګال صدارت پرمهال ډاکې ته نږدې د شوراتولي په نوم په یوه کلي کې زېږېدلی و. هغه د جګنات ساها زوی و چې د یوې غریبې کورنۍ سره تړاو درلود. د بې وزلۍ له امله په ماشومتوب کې له ډېرو ستونزو سره مخ شو. د خپل لومړني ښوونځي په جریان کې، هغه د سودیشي په غورځنګ کې د ګډون له امله په زوره د ډاکه کالجیټ ښوونځي څخه وشړل شو. [۴] هغه د هندوستان د ښوونځي سند د ډهاکه پوهنتون څخه ترلاسه کړ. هغه د کلکتې د [۵] کالج محصل هم و. هغه د 1923 څخه تر 1938 پورې په اله آباد پوهنتون کې پروفیسور او په 1956 کې د هغه تر مړینې پورې د کلکتې په پوهنتون کې د ساینس ډیپارټمنټ رییس و. هغه په 1927 کې د شاهي ټولنې غړی شو . هغه په 1934 کې د هند ساینس کانګریس د 21مې غونډې مشر و. [۶]

سها خوشحاله و چې غوره ښوونکي او ټولګیوال یې درلودل. د خپلو زده کړو په جریان کې، جګدیش چندر بوس ، سردا پرسان داس او پرفل چندرا رای د خپلو لاسته راوړنو لپاره خورا مشهور وو. د هغه په ټولګیو کې ستیندر ناتھ بوس ، ګیان گھوش او جي. ن. مکرجي ګډون درلود. وروسته په ژوند کې هغه د اله آباد پوهنتون یو مشهور ریاضي پوه امیا چرن بنرجي ښه ملګری شو. [۷] [۸]

ساها د مذهب له مخې ملحد و. [۹] [۱۰]

ساها د ۱۹۵۶ کال د فبروري په ۱۶ مه په نوي ډیلي کې د زړه د حملې له امله مړ شو. [۱۱]

نور وګوره

سمول
  • د بنګالي پرمخيون

سرچينې

سمول
  1. "Meghnad Saha: Physicist and nationalist". {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help)
  2. https://www.britannica.com/biography/Meghnad-N-Saha. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help); Unknown parameter |Title= ignored (|title= suggested) (help)
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ "A forgotten star". Archived from the original on 2018-12-26. نه اخيستل شوی 22 March 2018. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help)
  4. Madhumita Mazumdar and Masud Hasan Chowdhury (2012), "Saha, Meghnad", in Sirajul Islam and Ahmed A. Jamal (ed.), Banglapedia: National Encyclopedia of Bangladesh (Second ed.), Asiatic Society of Bangladesh
  5. {{citation}}: Empty citation (help)
  6. Murty, K. Krishna (2008). 50 timeless scientists. Delhi: Pustak Mahal. pp. 97–100. ISBN 9788122310306. Archived from the original on 2018-12-26. نه اخيستل شوی 28 July 2017.
  7. Madhumita Mazumdar and Masud Hasan Chowdhury (2012), "Saha, Meghnad", in Sirajul Islam and Ahmed A. Jamal (ed.), Banglapedia: National Encyclopedia of Bangladesh (Second ed.), Asiatic Society of Bangladesh
  8. Wali, Kameshar C. (2009). Satyendra Nath Bose : his life and times. Singapore: World Scientific. p. 462. ISBN 9812790713. Archived from the original on 2018-12-26. نه اخيستل شوی 28 July 2017.
  9. Chatterjee, Santimay; Chatterjee, Enakshi (1984). Meghnad Saha, scientist with a vision. National Book Trust, India. p. 5. Even though he later came to be known as an atheist, Saha was well-versed in all religious texts— though his interest in them was purely academic.
  10. Robert S. Anderson (2010). Nucleus and Nation: Scientists, International Networks, and Power in India. University of Chicago Press. p. 602. ISBN 9780226019758. a self-described atheist, saha loved swimming in the river and his devout wife loved the sanctity of the spot. swimming and walking were among the few things they could do together.
  11. {{cite news}}: Empty citation (help)

نور وګوره

سمول

تړنې

سمول