مېرمن بي بي نوره

مېرمن بي بي نوره يوه عابده او زاهده ښځه وه، چې د خپل ژوند زياته برخه يې په زهد او تقواى كي تېره كړې وه. د دې مېرمني نور حالات معلوم نه سول، خو د دې د ښوكارو څخه يو دا دى چې وايي د هرات د مالان پل دې تيار كړى دى. پس له مرگه هم د هرات د شمعان په محله كي د عراق وره ته نژدې د دې مزار دى او ډېر خلك يې زيارت ته ورځي، ښه گرم روح لري.