میر بچه خان
میر بچه خان کوهدامنی (دری: میر بچه خان کوهدمانی) چي په اصل کي د میر بهاوالدین په نوم پیژندل کېده، د انګلیس-افغان جنګونو پر مهال کي یو له مشهورو افغان تاجک سردارانو څخه وو. نوموړي د افغان-انګلیس په دوهمه جګړه کي د کوهستان د تاجکانو مشري کوله.
میر بچه خان د میر درویش خان زوی وو، هغه شخص کوم چي د افغان-انګلیس په لومړۍ جګړه کي یې د انګرېزانو په وړاندي مبارزه کړې وه. [۱] [۲] [۳]
سرچينې
سمول- ↑ Tanwir, Dr M. Halim (2013-02-22). Afghanistan: History, Diplomacy and Journalism Volume 1: History, Diplomacy and Journalism (in انګليسي). Xlibris Corporation. ISBN 978-1-4797-6092-3.
- ↑ Tanwir, Dr M. Halim (2012-02-13). Mahmood Tarzi: Independence of Afghanistan (in انګليسي). Xlibris Corporation. ISBN 978-1-4691-4670-6.
- ↑ Jalali, Ali Ahmad (2017-03-17). A Military History of Afghanistan: From the Great Game to the Global War on Terror (in انګليسي). University Press of Kansas. ISBN 978-0-7006-2407-2.
پاڅون
سمولمیر بچه خان د خپلو کابلي قبایلو سره یو ځای د انګریزانو په وړاندي د یو ستر پاڅون مشري وکړه. پر افغانستان د انګرېزانو د دوهم یرغل له پیله پنځوس ورځي تېري سوي وې، چي په ترڅ کي یې د هېواد په ټولو برخو کي پوهانو او دیني عالمانو تبلیغات وکړل او خلک یې جهاد ته وهڅول. ددوی له تبلیغاتو سره سم افغان ولس د عمومي جهاد لپاره چمتووالی وښود، او كله چي محمد يعقوب خان هند ته وشړل سو، د انګريزانو د تېري او دوه مخي راز ښکاره سو، او په كابل، كوهدامن، كوهستان او نورو سيمو كي خلکو ورسره نښتي پیل کړې. د خپلواکۍ په دې پاڅون کي محمد کریم خان، غلام حیدر خان کابلي، میر بچه خان کوهدامني، میر غلام قادر اوپیانی، ملا عبدالغفور لنګري او په لسګونو نورو هیواد پاله مجاهدین لاسونه سره یو کړه.
میر باچا خان د انګرېزانو په وړاندي د کلکان، مراد بای کلا، شکر درې او کوهدامن د خلکو مشري په غاړه واخیستل، او په افشارو ، قرغه او کاریز میر کي یې د انګرېزانو پر سرتیرو بریدونه ترسره کړه. د ۱۸۷۹ کال د دسمبر په ۹ مه د میر بچه خان ځواکونو په کاریز میر کي د انګرېزانو په توپخانه برید وکړ چي د دښمن پوځونو ته یې سخته مرګ ژوبله واړوله، او انګرېزان له کریز میر څخه شیرپور ته وتښتېدل.
ورپسې بله ورځ په افشار کي بیا جګړه وسوه چي د میر بچه خان پوځونو پکښي د مخکي په څېر برئ وموند. میر بچه خان پلان درلود چي د وردګو او غزني په شمال کي د ارغندي له سړک څخه تر کوتل تخته پوري د دښمن پر ځواکونو برید وکړي، او ددې لپاره یې د محمد جان خان وردګ په مرسته د کابل په شمال کي د اسمايي غره، خرد او د بازار د غونډیو د قوماندې نقطې تر خپل کنټرول لاندي راوستې.
د میر بچه خان کوهدامني او محمد جان خان وردک ځواکونه د کابل له لارې تیر، او په شیرپور کي یې ددغه ځای د انګریزي کنډک محاصره پیل کړه. د محاصرې پر مهال مير بچه خان بريالى سو ترڅو د شېرپور کنډګ شمالي لوري ته ځان ورسوي، خو وروسته له هغه چي د عبدالرحمن خان د راتګ یې واورېدل پر شا سو. عبدالرحمن خان له راتلو سره د کوهستاني ځواکونو قومانده پخپل لاس کي واخیسته او میر بچه خان یې غدار وباله. میر بچه خان مجبوره سو ترڅو هرات ته لاړ سي او خپل وروستي کلونه یې هلته تیر کړل. [۱]
- ↑ Lee, Jonathan L. (2022-03-08). Afghanistan: A History from 1260 to the Present (in انګليسي). Reaktion Books. ISBN 978-1-78914-019-4.