میرحسن خان اتل

میرحسن خان اتل د سهېلي پښتونخوا د تاريخي ښار ږوب اوسېدونکی او دلته د کال ۱۹۷۶ م د نومبر د میاشتې پر ۶مه نېټه زيږېدلی دی، د پلار نوم ئې حاجي خان محمد او په خټه بابړ دی

میرحسن خان اتل
د بلوچستان ایالت د نصابي ادارې مرستیال سیکرټري
د شخص معلومات
زېږېدنه ۶م نومبر ۱۹۷۶
تابعیت سهېلي پښتونخوا
پلرنی ټاټوبی ږوب سهېلي پښتونخوا
پلار حاجي خان محمد بابړ
عملي ژوند
تعليم ږوب کوټه، دکتوره پېښور پوهنتون
کار/مسلک لیکوال او ژباړونکی

زدکړې سمول

ښاغلي میرحسن خان اتل لومړۍ او منځنۍ زدکړې د ږوب ښار په بېلابېلو دولتي ښوونځیو کې سر ته رسولې دي، د څوارلسم ټولګي امتحان یې له "ګورنمنټ ډګري کالج ږوب" پاس کړی دی، ايم اې پښتو ادبيات او د ايم فل (Mphil)ډګړۍ یې له بلوچستان پوهنتون کوټې څخه اخستې دي، له یاد پوهنتون څخه یې د نړیوالو اړیکو (IR) په شعبه کې هم تر ماسټرۍ پوې زدکړې بشپړې کړې.نن سبا له پېښور پوهنتون څخه په دکتوره (Phd) بوخت دی

دندې سمول

میرحسن خان اتل لومړی د کالج (دولتي پوهنځيو) په څانګه کې د پښتو ادبيات استاد او اوس مهال د سهېلي پښتونخوا (بلوچستان) د نصابیاتو په اداره "بلوچستان ټیکسټ بک بورډ کوټه " کې د مرستیال سیکتور په حیث دنده تر سره کوي.

علمي او ادبي خدمات سمول

میرحسن خان اتل د پښتو اکېډمۍ کوټې د ګورننګ باډۍ فعال غړی او تر اوسه یې په حېث د يوه ليکوال، کيسه ليکونکي، محقق او ژباړن يو شمېر علمي او ادبي خدمتونه ترسره کړي، ۹ کتابونه یې چاپ او يو شمېر د چاپ لارې څارې، له دې پرته یې د پښتو ژبې په بېلابېلو مجلو په خصوص د پښتو اکېډمۍ کوټې په درې میاشتنۍ مجله " لیکني" کې تر دېرشو زیات تحقيقي، تنقیدي او تخليقي مضامين او مقالې چاپ شوې دي.

چاپ اثار سمول

(۱). د پښتو ادب هنداره(نصابي کتاب) (۲). دا وګړي ډېر کړې خدایه( ادبي تذکره) (۳). د شاپېریو ناوه( د کېلاش یونلیک) (۴). د " پښتو" نومې مجلې تحقیقي او تنقیدي څېړنه ( تحقیق و نتقيد) (۵). لرغونی ږوب (ژباړه) (۶). د ختیځ اروپا (د ایران یونلیک) (۷). ګلګوټه ساحه(ناول) (۸). شنه اسمان (ژباړه) (۹) د ږوب یرغل (ژباړ) (۱۰) لرغونې سیوۍ

ناچاپ اثار سمول

(۱)حدودالعالم (ژباړه) (۲) د سهېلي پښتونخوا د پښتو ډرامې تحقيقي او تنقيدي جايزه (اېم فل مقاله) (۳). د غرنو لور (د لنډو کيسو ټولګه)