ميهېل کوګالنيسيانيو

ميهېل کوګالنيسيانيو د ميهېل کوګالنيسيانيو، مايکل ډي کوګالنيچن په نوم هم يادېږي، چې د ژوند موده يې د ۱۸۱۷ ز کال د سپټمبر له ۶ څخه د ۱۸۹۱ ز کال د جولای تر لومړۍ نېټې پورې وه. نوموړی د رومانيا د ليبرال دولتي چارو پوه، وکيل، تاريخپوه او ورځپاڼه ليکونکی و، چې د ډومنېټور الکساندريا لون کيوزا (Domnitor Alexandru Ioan Cuza) تر مشرۍ لاندې د دانيوب د شهزاده تر واک لاندې سيمو د ۱۸۵۹ ز کال له اتحاديې څخه وروسته د ۱۸۶۳ ز کال د اکتوبر پر ۱۱ نېته د رومانيا لومړی وزير شو او وروسته يې د لومړي کارل “Carol I” تر مشرۍ لاندې د باندنيو چارو د وزیر په توګه خدمت وکړ. هغه د کيوزا او کارول تر مشرۍ لاندې څو ځله د کورنيو چارو وزير و. د خپلې دورې له خورا نفوذ لرونکو روښانفکرانو څخه و. کوګالنيسيانيو د خپل ژوند د ډېرې مودې لپاره د منځلاري ليبرال يا خپلواکي غوښتونکي بهير تر څنګ د شهزاده ميهېل سټورډزا “Prince Mihail Sturdza” د ياور په توګه خپل سياسي مسلک پيل کړ. په داسې حال کې چې د “Iasi” نندارځي د مشر په توګه يې خدمت کاوه او له شاعر واسيل الکساندري “Vasile Alecsandri” او فعال ايون ګيکا “Ion Ghica” سره يې په ګډه ډېرې خپرونې خپرولې. د “Dacia Literara” په نوم د لوړ نفوذ لرونکې مجلې له مديريت کولو او “Academia Mihaileana” کې د پروفيسور په توګه له خدمت وروسته د ۱۸۴۳ ز کال د خپلې رومانتيک ملتپالنې د پرانېستې وينا پر سر له چارواکو سره په شخړه کې ښکېل شو. نوموړی د ۱۸۴۸ ز کال مالداويايي نيمګړي يا شنډ اوښتون “1848 Moldavian revolution” ايډيالوګ و او د “Dorințele partidei naționale din Moldova” په نوم خپل اصلي سند يې تاليف کړ. 

ميهېل کوګالنيسيانيو
(رومانیائی: Mihail Kogalniceanu د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ميهېل کوګالنيسيانيو
ميهېل کوګالنيسيانيو

د شخص معلومات
پيدايښت ۶ سپټمبر ۱۸۱۷
مړینه 1 جولای 1891 (74 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پاريس [۱]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هديره رومانیا   د (P119) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د رومانیا پاچاهي   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک ډیپلوماټ
سياستوال [۱]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) رومانيايي ژبه [۲]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
ميهېل کوګالنيسيانيو
ميهېل کوګالنيسيانيو

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

کوګالنيسيانيو د کريميا له کورنۍ جګړې (۱۸۵۳ – ۱۸۵۶) څخه وروسته له شهزاده ګرېګوري الکساندريو ګيکا Grigore Alexandru Ghica سره يو ځای د روما “Roma” غلامۍ له منځه وړلو په موخه د قانون د مسودې ليکلو دنده پر غاړه درلوده. له الکساندري “Alecsandri” سره په ګډه يې د “Steaua Dunarii” په نوم اتحادپلوې مجله کره يا مديريت کړه، د “ad hoc Divan” لپاره يې د ټاکنو پر مهال د پام وړ ونډه ولوبوله او په برياليتوب سره يې د کيوزا “Cuza” تخت يا پاچاهۍ ته وده ورکړه. د يادونې وړ ده چې کيوزا د کوګالنيسيانيو د ژوند ملګری و. کوګالنيسيانيو د دوديزو رتبو او سرليکونو يا وړ نومونو او د عيسوي روحانيونو د اوستوګنځايونو (خانقاه يا صومعو) د ملکيت د خوندي کولو په موخه د قوانينو تصويب ته وده ورکړه. د ځمکې په سمون “Land reform” کې د نوموړي هڅو د “censure vote” پايله درلوده او د دې لامل شو، چې کيوزا يې د ۱۸۶۴ ز کال په مې کې د يوې کودتا له لارې پلې کړي. که څه هم کوګالنيسيانيو په ۱۸۶۵ ز کال له پاچا سره له خپلو شخړو څخه وروسته له دندې څخه لاس واخېست.

نوموړي يوه پېړۍ وروسته مخکې له دې چې د روسيې او ترکيې تر منځ له ۱۸۷۷ څخه تر ۱۸۷۸ ز کال پورې جګړې ته د رومانيا د ننوتلو پرېکړه کې مهمه ونډه ولوبوي، د خپلواکي غوښتونکي ملي ګوند “National Liberal Party” په جوړولو کې يې مرسته وکړه. په ياده جګړه کې د رومنيا د ښکېل کېدلو غوراوي د هېواد خپلواکي سپېڅلې کړه. کوګالنيسيانيو د شمالي ډوبروجا “Northern Dobruja” سيمې په لاس ته راوړنه او وروسته يې استعمار کې هم لوی لاس درلود. نوموړی د خپلو وروستيو کالونو پر مهال د رومانيا اکاډمۍ “Romanian Academy” نامتو غړی او یو وخت ولسمشر و او د لنډې مودې لپاره يې فرانسې لپاره د رومانيا د استازي په توګه هم خدمت وکړ.

ژوندليک سمول

د ژوند لومړي وختونه سمول

کوګالنيسيانيو په “Iasi” نومي سيمه کې زېږېدلی دی، چې د مولډاوي بويرانو د کوګالنيسيانيو په کورنۍ پورې اړه لري. د “Vornic llie Kogalniceanu” زوی او د “Constantin Kogalniceanu” لمسی و (د ۱۹۴۷ ز کال په يو سند کې د خپل نوم د لاسليک کولو له امله د يادونې وړ دی، چې د شهزاده کونسټانټين ماوروکورډېټس “Prince Constantin Mavrocordatos” له لورې صادر شوی و او د همدې سند له لارې په مولداويا “Moldavia” کې د غلامۍ بنسټ له منځه ويوړ). د ميلهېل مور کاټينکا “Catinca” چې کورنی نوم يې سټاويلا يا “Stavilla” دی د نوموي په وينا «بيسربيا “Bessarabia” کې له يوې روماني کورنۍ څخه وه». ليکوال په دې وينا وياړي، چې: «زما کورنۍ هيڅکله په باندنيو هېوادونو يا ولسونو کې د خپل اصليت په اړه پلټنه نه ده کړې». سره له دې هم کوګالنيسيانيو په يوه وينا کې چې له خپلې مړينې څخه لږه موده مخکې کې يې ورکړه، يادونه وکړه چې مور يې د ژنوايي “Genoese” کورنۍ له نسب څخه وه، چې د “Cetatea Alba” يا “Akerman” په ژنوايي مستعمره کې د پېړيو لپاره واوسېدل او وروسته بيا په بيساربيا کې خپره شوه. [۳][۴][۵]

د ميلهېل کوګالنيسيانيو “Milhail Kogalniceanu” د ژوند په جريان کې د نوموړې د زوکړې د کره کال په اړه ټولمنلې نېټه نه وه او ډېری سرچينې په تېروتنې سره ۱۸۰۶ ز کال يادوي. نوموړي “Romanian Academy” ته په خپله وينا کې ياده ګډوډتيا ومنله او د خپلې زوکړې د کره نېټې په اړه يې وويل، چې د هغه د مور له لورې په يو خوندي شوي ثبت کې شته. دا همغه وخت و چې نوموړي يادونه وکړه، چې مذهبي مور يې مارګيوالا کاليماچ “Marighioala Carlimach” وه. نوموړې يوه کاليماچۍ بويره وه، چې په سټرډزا “Sturdza” کورنۍ کې واده شوه او د ميهېل سټرډزا “Hihail Sturdza” (چې د کوګالنيسيانيو شونی دښمنه يا ساتونکې وه) مور وه. [۵]

کوګالنيسيانيو مخکې له دې چې د “Gheorghe Sincai” د ملګري او د ټرانسلوانيايي مکتب “Transylvanian School” اړوند راهب ګيرمېن ويډا “Gherman Vida” له لورې وروزل شي، د “Iasi” سيمې په “Teri lerarhi” خانآقاه يا صومعه کې يې زده کړې وکړې. نوموړي په ميروسلاوا “Miroslava” کې خپلې لومړنۍ زده کړې بشپړې کړې، چې د يادې سيمې د “Cuenim” په نوم ليليه ښوونځي کې يې ګډون وکړ. د همدې دورې د لومړيو پر مهال يې په لومړي ځل له شاعر واسيل الکساندري “Vasile Alecsandri” (دوی د ويډا “Vida” او Cuenim” دواړو تر لاروښوونو لاندې زده کړې وکړې)، کوستاچي نيګري “Costache Negri” او کيوزا “Cuza” سره وکتل. په هغه وخت کې کوګالنيسيانيو د تاريخ د برخې لېوال زده کوونکی او د پخوانيو مالداوي “Moldavian” تاريخونو په اړه يې خپلې پلټنې پيل کړې. [۶][۷][۸][۹]

نوموړي د شهزاد سټردزا په مرسته له هېواد څخه د باندې زده کړو ته دوام ورکړ، چې زياتره يې د “Luneville” په فرانسوي ښار (چې دلته پرې د شهزاده سټرډزا د پخواني روزونکي “abbe Lhomme” له لورې پام کېده) او وروسته د برلين پوهنتون “University of Berlin” کې وې. د کوګالنيسيانيو د همکارانو په منځ کې يو هم راتلونکی فيلسوف ګيريګوري سټرډزا “Grigore Sturdza” و، چې د مالدويايي پاچا زوی و. په “Luneville” کې پاتې کېدنه يې لږه موده وروسته د روسي چارواکو د لاسوهنې په واسطه پای ته ورسېده. يادو روسي چارواکو د مالداويا سيمه د “Regulamentul Organic” نظام د مقرراتو له مخې څاره او باور يې درلود، چې د “Lhomme” (چې د فرانسې اوښتون ګډونوال و) د نفوذ له لارې زده کوونکو کې سرکښه نظريات خپاره شوي دي. د دوی د همدې فکر پر بنسټ د سټرډزا او نورو شريفو خلکو د زامنو په ګډون ټول مالداوي زده کوونکي د ۱۸۳۵ ز کال په وروستيو کې له ښوونځي څخه وشړل او بېرته د زده کړو اړوند پروسي بنسټونو کې شامل شول. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

په برلين کې سمول

نوموړی په برلين کې د خپلې دورې پر مهال له فردريک کارل اون ساويګني “Friedrich Carl von Savigny”، الکساندر اون همبولټ “Alexander von Humboldt” او ايډوارډ ګېنس “Eduard Gans” او په ځانګړي ډول له پروفيسور ليوپولډ اون رېنکي “Leopold von Ranke” سره په اړيکه او له همدوی څخه زيات اغېزمن شوی و. سیاسینو له تاريخي پوهې سره د اشنايۍ د اړتيا په اړه د يادو پوهانو نظريات کوګالنيسيانيو وار له مخه منلي وو. په هغو پاڼو کې چې نوموړي د روماني فکر په اړه د جورج ويلهيم فريدريک هيګل “Georg Wilhelm Friedrich Hegel” له لورې د تمرين شوي اغېز لپاره ځانګړې کړې، ټيودور ويانيو “Tudor Vianu” يادونه وکړه، چې د هيګل اړوند ځانګړي اصول د کوګالنيسيانيو د پاتې کېدلو پر مهال د برلين پوهنځي عامې ځانګړتياوې وې. نوموړي يادونه وکړه، چې په وروستيو کالونو کې سياست هغه نظریات خپل کړل، چې د هيګل له نظرياتو سره همغږي وو، چې هغه اصل يې ډېر د يادونې وړ دی چې مقننه قوې د ملتونو له انفرادي روح يا روان سره سم د قوانين تصويب ته اړتيا درلوده. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

کوګالنيسيانيو وروسته په وياړ سره يادونه وکړه، چې هغه د رانکي لومړنی روماني زده کوونکی و او ادعا يې وکړه، چې له همبولټ سره په خبرو اترو کې لومړنی شخص و، چې د “Moldavia (n)” او “Wallachia (n)” او همدارنګه له دې څخه وړاندې د روڼ اندي “Gheorghe Asachi" له لورې کارول شويو نسخو ته د ورګرځېدونو پر ځای يې د “Romanian” او “Romania” ويوکو د معاصرې فرانسوي ژبې کټ مټ “roumain” او “Roumanie” ويوکي وکارول. تاريخپوه نیکولای لورګا “Nicolae Lorga” هم د هغې ونډې يادونه وکړه، چې کوګالنيسيانيو د معياري په توګه دې ورګرځوونو يا ماخذونو د عامولو به برخه کې ولوبوله. [۱۹]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/119283239 — د نشر نېټه: ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۳
  2. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12026689j — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. Gorovei, p.6, 7, 8, 10
  4. Gorovei, p.6
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ کينډۍ:In lang Mihail Kogălniceanu, Dezrobirea țiganilor, ștergerea privilegiilor boierești, emanciparea țăranilor (wikisource)
  6. Anineanu, p.62; Gorovei, p.9
  7. Anineanu, p.62; Gorovei, p.9; Maciu, p.66
  8. "Mihail Kogălniceanu" Archived January 3, 2004, at the Wayback Machine., in the Encyclopedia of Revolutions of 1848 Archived June 23, 2007, at the Wayback Machine., at the Ohio University; retrieved November 29, 2011
  9. Gorovei, p.9
  10. کينډۍ:In lang Mihail Kogălniceanu, Dezrobirea țiganilor, ștergerea privilegiilor boierești, emanciparea țăranilor (wikisource)
  11. "Mihail Kogălniceanu" Archived January 3, 2004, at the Wayback Machine., in the Encyclopedia of Revolutions of 1848 Archived June 23, 2007, at the Wayback Machine., at the Ohio University; retrieved November 29, 2011
  12. Gorovei, p.9
  13. کينډۍ:In lang Nicolae Iorga, Histoire des relations entre la France et les Roumains (wikisource): La Monarchie de juillet et les Roumainsکينډۍ:Page needed
  14. Vianu, Vol.II, p.281
  15. کينډۍ:In lang Mihail Kogălniceanu, Dezrobirea țiganilor, ștergerea privilegiilor boierești, emanciparea țăranilor (wikisource)
  16. "Mihail Kogălniceanu" Archived January 3, 2004, at the Wayback Machine., in the Encyclopedia of Revolutions of 1848 Archived June 23, 2007, at the Wayback Machine., at the Ohio University; retrieved November 29, 2011
  17. Vianu, Vol.II, p.273-277
  18. Vianu, Vol.II, p.276-277, 311
  19. کينډۍ:In lang Nicolae Iorga, Histoire des relations entre la France et les Roumains (wikisource): La Monarchie de juillet et les Roumainsکينډۍ:Page needed