مونجو داړو د سېند سیمې یو لرغونی کولتوري منځی تېر شوی دی. دا سیمه له لاړکانه څخه شل کیلو متره لرې او د سکهر (سکر) څخه ۸۰ کیلو متره سوېل لودیځ اړخ ته پرته ده.
موین جو دېړو د سېندي ژبې ویي دی چې د مړو غونډۍ مانا ورکوي.
دا سیمه د سېند له یو بل مهم منځي هړپه څخه ۴۰۰ میلو په واټن کې پرته ده. دا ښکار د اټکل له مخې ۲۶۰۰ مخزېږد کې ودان شوې او په ۱۷۰۰ مخزېږد کال د نامالومو لاملونو له لامله وېجاړ شو. مگر ځیني لرغونپوهان پدې گروهه دي چې د سېند د سیند مخ-بدلون، سېل، بهرني یرغل یا زلزلې مهم لاملونه کېدای شي.
د مونجو دارو لرغونې ښار د برتانوي لرغونپوه سر جان مارشل لخوا په ۱۹۲۲ زېږد کال وموندل شو، او دده موټر تر نن ورځې پورې د موین جو دېړو موزیم ښکلا ده.
مگر یو لړ پوهان پدې گروهه دي چې دا خبره ناسمه ده چې ددې لرغونی سمیې کندنې او موندنه د سر جان مارشل لخوا ترسره شوې. دوی وايي چې د هندي نیمې وچې له وېش نه مخکې هندي لرغونپوه آر کې بهنډر په ۱۹۱۱زېږد کال دا سیمه موندلې وه. د موین جو دېړو ساتندویه ټولنې رییس حاکم شاه بخاري وایي چې "د لومړی ځل لپاره آر کې بهنډر د بودیزم د سپېڅلي مقام په توگه دې تاریخي سیمې ته پام وکړ، چې له هغې څخه یوه لسیزه وروسته سر جان مارشل دلته راغی او ددې ځای کیندنې یې پیل کړی." [۳]
دا ښار په ډېر منظمه توگه ودان شوې وو، کوڅې یې پراخه او نېغې وی، او د باراني اوبو لپاره منظمه د وتو لاره وه. د اټکل له مخې تر ۳۵۰۰۰ پورې وگړي پکې اوسېدل.
لرغونپوهانو په وینا دا ښار ۷ ځله وران او بیا ودان شوی، چې ددې وېجاړي وجه د سېند سیند سیلاوونه گڼل شوي.
دا ښار د یونسکو لخوا په نړیوال کولتوري میراث کې شمېرل شوی.
سرچینې