مونارشي د حکومت هغه شكل دى چې په هغه كې د حكومت اقتدار د يو تن په لاس كې وي، نورې ټولې وظيفې دده په واسطه خلكو ته سپارل كېږي. روسو(۱۷۲۱. ۱۷۷۸) وايي چې په حكومتونو كې دا د حكومت ډيره پياوړې بڼه ده، دا ځكه چې:

  1. ټول قدرت له يوه مركز نه اداره كېږي.
  2. د يوه ماشين ټولې برخې د يوې ارادې تابع وي.
  3. ضد او نقيض قوتونه چې يو بل خنثى كوي، په كې نه وي.
  4. ډير لږ فعاليت ډيرې ښې نتيجې وركوي، په دې شرط چې د حكمران استعداد په نظر كې نيول شوى وي.

د روسو په عقيده، مونارشي ځينې تاوانونه لري چې هغه دادي:

  1. د يو سړي حكومت استبداد منځ ته راوړي.
  2. واحد حكمران تل خپل پايښت د خلكو په كمزورۍ كې گوري.

د روسو په عقيده د مونارشي اساسي نواقص دادي:

  1. په مونارشۍ كې تل چالبازه، دسيسه كار او پست همته خلك قدرت ته رسي.
  2. په مونارشۍ كې بل عيب دقدرت تسلسل دى چې د حكمران د مړيني نه وروسته يې وارث ته قدرت سپارل كېږي. كيداى شي د حكمران له مړيني څخه وروسته يې ليونى ځوى د خلكو حكمران شي.