مهرين پيرزاده

مهرین کور پیرزاده (د نومبر په 5مه په 1995مېلادي کال کې زېږېدلې) یوه هندي ماډله او اداکاره ده چې معمولاً د تېلوګو ژبې فلمونو کې کار کوي. [۱] [۲] مهرین پیرزاده په ټالی ووډ کې خپله لومړۍ لوبه وکړه [۳] د ناني سره په کرشنا ګادي ويرا پريما ګادها فلم کې. [۴] مهرین کور پیرزاده په ۲۰۱۷ کال کې له پهلاؤري فلم څخه د بالیووډ سينما کې خپل سفر پيل کړ.

مهرين پيرزاده
مهرين پيرزاده
مهرين پيرزاده

د شخص معلومات
پيدايښت 1995 نومبر 5 مه
پنجاب، بټنډا(بهټنډه)
استوګنځای حيدراباد
تابعیت هند   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک فلمي ستورې، ماډل او اداکاره
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

لومړنی ژوند سمول

مهرین کور پیرزاده د ۱۹۹۵ کال د نومبر په ۵ مه د هند د پنجاب ایالت په بټنډا ښار کې په یوه سکه کورنۍ کې زېږېدلې ده. هغه یو کشر ورور لري چې ګرفتح پیرزاده نوميږي. [۵]

مهرین خپلې لومړنۍ زده کړې د اجمیر د میو کالج د نجونو په ښوونځي کې سرته رسولې او په همدې ښوونځي کې د زده کوونکو د شورا غړې هم وه او خپلې لومړنۍ زده کړې یې د اراولي په پاته وي لېسه کې سرته رسولې دي.

هنري ژوند سمول

ماډلینګ سمول

مهرین کور پیرزاده په 10 کلنۍ کې په خپل لومړي ریمپ واک کې برخه اخیستې وه او د ښکلا په سیالۍ کې یې د قصولي شهزادګۍ لقب ترلاسه کړ، په دې توګه د هغې هنري ژوند پیل شو. له هغې وروسته په ۲۰۱۳ کال کې د کاناډا په ټورنټو کې د ۲۰۱۳ کال د جنوبي اسیا د غوره شخصیت جایزه وګټله. [۶]

مهرین خپله لومړۍ په تېلوګو ژبه کې د کرشنا ګادي ویرا پریما ګدا په نوم فلم جوړ کړ. [۷] او په دې فلم کې هغې د مهالکشمي رول لوبولی دی. دا فلم په تیلوګو ایالتونو او د متحده ایالاتو د بکس دفتر کې هټ ثابت شو. [۸] د 2017 په مارچ کې، مهرین په بالیووډ کې په خپله لومړۍ فلم کې د انوشکا شرما ، دلجیت دو سنج او سورج شرما سره مخامخ شو. [۹] د مهرین کور پیرزاده د ټلی ووډ وروستی هټ راجا دی ګریټ دی چې د روی تیجا همکار دی او یو کامیډی ایکشن فلم دی.

سرچينې سمول

  1. "Mehreen Pirzada: I'll celebrate Diwali like a South Indian this time". مؤرشف من الأصل في ۲۶ ډيسمبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Mehreen's B-Town debut is a romantic drama". مؤرشف من الأصل في ۲۶ ډيسمبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په 4 February 2016 باندې). Another debut Down South. deccan chronicle
  4. (په 7 January 2016 باندې). Nani's Krishna Gadi Veera Prema Gaadha first look released. ibtimes
  5. (په 4 February 2014 باندې). Miss India - Mr India 2014. Times of India
  6. . Mehrene K. Pirzada. ModelManagement.com
  7. (په 4 February 2016 باندې). Another debut Down South. deccan chronicle
  8. (په 18 February 2016 باندې). 'Krishna Gadi Veera Prema Gadha' collection crosses $0.5 million dollar at US box office in 5 days. ibtimes.co.in
  9. . Mehreen Pirzada gears up for Bollywood debut with Phillauri.