مندوزي ولسوالۍ
د مندوزۍ او اسمعيل خيلو ولسوالۍ د خوست ولايت مركزي ولسوالي متون بابا سره لږيدلي لوديځ ته پرته ولسوالي دۀ چي شمال اولويديځ ته يي دنادرشاۀكوټ ولسوالي ختيځ ته يي دخوست مركزي ولسولي متون بابا په جنوبي بره كي يي د گوربزو ولسوالي اوشمال ته يي دتڼيو ولسوالي واقع ده اود۲۰۰۶م كال داخصايي له مخي يي نفوس ۵۰۰۰۰ خصاپ شوي دي اودولسوالي مركز دډډوال دعليوات په كلي كي دي . ژبه یی پښتوده .
هيواد | افغانستان [۱] |
---|---|
کورډېناټونه: ۳۳°۱۹′۰۰″شمال ۶۹°۴۶′۴۸″ختیځ / 33.316666666667°شمال 69.78°ختيځ [۱] [۲] | |
سيمه | خوست ولايت [۱] |
جغرافیائی ځانګړتیاوې | |
لوړوالي | 1296 متر |
نور معلومات | |
اوقات | يو ټي سي ۴:۳۰+ |
جیو کوډ | 7054013[۳] |
سمول | |
دنموړي ولسولي كلي دلپوري ،مټه خان ، كابل خيل ، برخنخيل، ډول كلي ، ډډوال چي دولسوالي مركزدي ،بك كلي ،منگري كلي ،بهرامخيل ، عبدالكريم پيران،لاركي ،توره وړي ،عليوات ، سني سرخ،خيدرخيل ، كوچه خيل ،ارخيل ،ارسوڼه،دوسركه،دخيدرخيلوللمي ،دميلينوكلي ياچراگه،ديگان،زيړي ترخه، خسن مخمدكلي، پاينده خيل ، دوكانوكلي، مالي كلي ،خان كلي،خسنزي،شهبازخان كلي ،شډال،ورځه،ووم،.... دنموړي ولسوالي زيارتونه عالم شيرپير ، او دزیړي زكوم په نوم یادیږی، چي په څينوورځو لكه داخترونو اويا دنوي كال ميلي هم پدي ځايوكي كيږي . اويوبل پخواني دمجلسونو اونندارو ځاي دزاړه مزك په نوم ياديږي چي دډډوالو په مركزي برخه كي موقعيت لري . اويوه بله خبره داچي ددي ځاي مشهور ليكوال اديب مرحوم ميرازاعلم حمدي هم د ډډوالو اوسيدونكي وو روح دي حادوي. اوبله داچی مرحوم محمدصدیق روحی هم دهمدې ولسوالي دخیدرخیلوپه سیمه کې دونیاته سترگی پرانیستی وې روح دی حادوی. همدارنگه یوه پخوانی لیسه دڅړبن په نوم یادیژی چې د اسمعیل خیلوولسوالی په ختیڅ کې دولسوالی سره لږیدلی لیسه ده چې ډیرزیات قدرونه یی روزلی دی .
دا هم وگورۍ
سرچينې
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ ځايي مالوماتو پېژند: https://geonames.nga.mil/gn-ags/rest/services/RESEARCH/GIS_OUTPUT/MapServer/0/query?outFields=*&where=ufi+%3D+10537945 — د خپرولو نیټه: ۱۱ جون ۲۰۱۸
- ↑
{{cite web}}
: Empty citation (help)CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ پیوستون : 7054013 — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported
|