ملتان خان اپریدی

ملتان خان اپریدی (زوکړه؟ - مړینه؟) د افغانستان د خپلواکۍ د ملي مبارزينو مشر وو.

مخينه سمول

ملتان خان له آره زخه خېل اپریدی وو. هغه د خیبر د نورو اپریدیو په څیر پر ۱۸۷۸-۱۸۷۹، ۱۸۹۸ او ۱۹۰۱ زیږدي کلونو د پیرنگیانو پر خلاف د ملي مبارزو لارښوونه کړې وه. ملتان خان په ځوانۍ کې د انگریزانو د پوځ په پنجابي ۲۶ رجمنټ کې د وسلو او پوځي زده کړو کې ډیر مهارت تر لاسه کړ، خو وروسته یې د پوځي چارو نه استعفا ورکړه. هغه پر ۱۹۰۲ زیږدي کال په کوهاټ کې، پر ۱۹۰۵ زیږدي کال په پېښور کې، پر ۱۹۰۶ زیږدي کال په ماشوخېلو او همدا راز پر ۱۹۰۹ زیږدي کال په ځینو نورو سیمو کې انگریزانو ته درانه زیانونه ورواړول.

په پای کې د هغه یوه غدار ملگري شیر غلام ورته چلوټه (دسیسه) جوړه کړه او هغه د انگریزانو له خوا ونیول شو. انگریزانو شیر غلام ته د هغه د دغه خدمت په پار دوه زره روپۍ انعام ورکړ. وروسته انگریزانو ملتان خان ته د سولۍ سزا ورکړه او شهید یې کړ. د اپریدو د ملي اتل ملتان خان اپریدي اروا دې ښاده وي، جنت يې ځای شه.

د ملتان خان په اړه ويل شوې لنډۍ سمول

لاس د ملتان يې رااوچت کړ - زړه د ملتان به اوس په تول معلوموينه

زړه د ملتان يې رابهر که - په تول يو سير خيژي انگرېز حيرانوينه

د انگریزانو سخت دښمن وو - ځکه ملتان پسې خواره وو لښکرونه


اخځليک سمول

۱- د لیکوال لطيف ياد فېسلوک پاڼه.

۲- https://www.safiahaleem.com/?p=1367