ملا امین الله مشهور په ملا بورجان د پخواني شوروی اتحاد دیرغل په وړاندي دمحمد يونس خالص داسلامی گوند له جهادي قوماندانانو څخه وو چي د طالبانو اسلامي غورځنگ په جوړه ولو کې یې هم ونډه در لوده

ملا بورجان

مخینه

ملا امین الله د حاجي ملامحمد صادق زوي اودملا موسی جان لمسی په ۱۳۷۹ هق ۱۹۵۸م کي دکندهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ دتلکان کلي په یوه دین پاله کورنۍ کي زیږیدلي دی.

زده کړه

ملا بورجان خپلي لمړنۍ او منځنۍ دینی زده کړی دخپلي سمی په محلی مدرسو او مساجدوکی تر سره کړي

جهادی ژوند

ملا بورجان دخپلو منځنیو زده کړو په مرحله کي وو چی په هیواد کې کمونستان دیوې پوځي کودتا له لارې دقدرت واگي ترلاسه کړې ملابورجان هم هغه وخت له درس اومدرسې سره خدای پامانی وکړه او دنورو افغانانو په څیر دجهاد گرمو سنگرونوته یی مخه کړه اوپه ۲۵ کلنۍ کي د کندهارولایت په پنجوایي ولسوالۍ کي دجنوب لویدیځي حوزې دمشهور جهادي قومندان ملا حاجی محمد اخندله جبهې سره یو ځاي شو. ملابورجان په ډیرلږوخت کي دخپلي بې کچي زړورتیاله مخي په دغې جبهې کي ترټولودغیرتي مجاهد لقب خپل کړ،چي له امله یې په ټوله سیمه کي دیو شجاع،تکتیکي اوځیرک مجاهد په نوم مشهورشو. ملا بورجان چی د مولوی محمد يونس خالص د اسلامی حزب اړوند یو بیاوړی او مشهور قوماندان وو له ۱۹۸۰ تر ۱۹۸۹ زیږدیزکال پوری یی دهیواد جنوب لویدیځی حوزی په تیره دکندهار ولایت مرکز دکمونستی حکومت په خلاف یی خونړي عملیات رهبری کول چي هر ورځ به یی دروسی پوځیانو په خلاف خونړی جگړې کولی او هغوی ته به یی درانده تلفات اړه ول . ملابورجان لومړنی شخص ؤ چي په رڼاورځ به یې په خپله سیمه کي دروسانواوخلقیانو(کمونستانو)په پوځي مرکزونو چریکي حملې کولې. . د روسي يرغل په مهال یوه شپه مجاهدینو وپتیله چی د کندهار په ښارکې دننه دروسانوپه یوه مهم پوځي مرکز عملیات ترسره کړي ؛ ددغوعملیاتوقومانده د ملابورجان په غاړه وه . نوموړي دمجاهدینوله منځه څوتنه تکړه مجاهدین انتخاب کړل چي دهغوی له ډلې څخه یوهم د طالبانو اسلامي غورځنگ اوسنی مشر ملا محمد عمر ؤ.هماغه پوځي مرکزته له رسیدوسره یې نورمجاهدین دمرکزپه شاوخواکي ځاي پرځای اودی خپله دروسانو مرکزته څیرمه دیوې ودانۍ بام ته وخوت هلته یې ولیدل چې گڼ شمیر روسان اوساتونکي خلقیان یې دمرکز په دننه کي دپرو (قطعو)په لوبو بوخت دي .سمدستي یې له خپلو ملگرومجاهدینوڅخه هغه توغندۍ چي مخکي یې لا دتوغولو لپاره چمتوکړي و دبام سرته ورپورته او له هغه څخه یې په غافل گیره توگه دروسانو په هماغه بنډاري مجلس باندي ورشارټ کړ چي له امله یې په یادمرکزکي ډیر روسانواوداخلی پوځیانو ته واوښت . ملا بورجان په (۱۹۸۸)کی دکندهار ولایت دارغنداب ولسوالۍ کی دروسانو دهغه ۱۲۰۰۰۰کسیزپوځ جی مشر یی دجنرال بوریس گروموف په غاړه وه هم جنگیدلي . روسانوځکه ارغنداب ته په دومره لوی شمیرقوه ولیږله چي دغي ولسوالۍ دخپل ستراتيژيک موقعيت له کبله دکندهارولایت د مرکز په ساتلو اوبایللو کي ډير مهم رول در لود. په دغه جگړه کي روسي ځواکونو په جنوب غربي حوزه کي یوبل مشهورجهادي قومندان او دارغنداب دمجاهدینو عمومي مشر ملانقیب الله دهغه له ټولو مجاهدینوسره ۳۳ ورځي محاصره کړی ؤ. ملابورجان چي دامهال دپاشمول اومحله جات په سیمه کي دروسي ځواکونوله خوا د ور ته محاصرې ترتهدید هم لاندې ؤ دایې و نشوای زغملای چي په ارغنداب کي دي دده نور مجاهدین وروڼه دروسانو تروژونکو بمباریو لاندې محاصره پاتي شي هماغه ؤ چي له خپلو گڼ شمیرتکړه مجاهدينو سره سیمي ته ورغی د روسي ځواکونو په حلقه وي کرښویې دشاله لوري ناڅاپه تکتیکي حملې وکړې چي په پایله کي یې دښمن تیت وپرک کړاومجاهدین یې دهغوی دمحاصرې څخه راخلاص کړل چی دملابورجان دغي تاریخي کارنامې دنوموړی شهرت اومحبوبیت نورهم زیات کړ.

دملا بورجان فوځی وړتیا

ملابورجان که څه هم فوځی زدکړی نه درلودی خو په موهوبوي لحاظ ورته خدای ځانگړ جنگړیز مهارت ورکړی ؤ . دجنوب لویدیځي حوزې دمجاهدینو دشاهدۍ په استناد، چي کله به دپخواني جهاد په مهال ملابورجان په کندهارښارباندي دعملیاتو پروگرام درلود په هغه ورځ به په ټول ښارکي دکمونستانو حرکت ،تگ راتگ تقریبا له بشپړ توقف سره مخامخ ؤ ځکه هغوی په دې پوه وو، چي ملابورجان ددښمن داهدافو دله منځه وړلو اودهغوی داستهداف ډیر دقیق اوتکتیکي پروگرامونه طرحه کوي له همدې ویري به هغوی هیڅ یوه هم له خپل مرکز اوځای څخه دبهر راوتلو هڅه نشوای کولای .دطالبانو داسلامی غورځنگ په دور کي هم په کوم استقامت کي چي به ملا بورجان شتون درلود هلته به دطالبانو پوځي پرمختگ ډیر گړندی ؤاو دطالبانو جنگیالی به له جنگي تلفاتوڅخه ترډیره ځایه خوندي پاتي کیدل.هغه به دهرپوځي اقدام ترعملي کیدود مخه په هغه کي دخپل ځان دبریالیتوب اوناکامۍ په اړه یوه دقیقه وړاندوینه کوله. دبیلگې په توگه ملابورجان به ویل چي : زما د پوځي تجربي له مخي مونږکابل دچار آسیاب اومیدان ښار له لوري نشو نیولای ، خوکه مونږ همدغه پوځي اقدامات دکابل له ختیځ استقامت نه عملي کړو نوکولای شو چي په لنډوخت کي کابل ترخپلي ولکې لاندي راولو. ریښتیا هم کله چي دده دمشورې له مخي دکابل دنیولو لپاره له ختیځ لوري عملیات پیل شول هماغه ؤ چي څومره وخت نوموړي تعين كړی ؤ په هغومره وخت کي کابل ښارپه مکمله توگه طالبانو ترخپل کنترول لاندي رواست .

دملابورجان خویونه او عادت

سره له دې چي ملابورجان خپل ټول عمر په پوځي چاروکي تېرکړی ؤ اوټول سر وکار یې له جنگي اموروسره ؤ، خو له اخلاقي لحاظه بیا ډیر حلیم ،نرم او نرم مزاجه انسان ؤ . دطالبانو په ټولو پوځي عملیاتوکي ده دا هیله درلوده چي دطالبانو مخالفین ونه وژل شي ،هغوی ته باید داسي زمینه مساعده شي چې یاتسلیم اویاهم دطالبانوله مقابلې څخه دعقب نشیني لاره غوره کړي.په ۱۹۹۵ م \۲\۱۰مه کله چي طالبانو دمیدان ښار اولوگر ولایتونه ترخپلي ولکې لاندي راوستل دبي بي سي راډيودپښتوڅانگې خبریال له ملابورجان سره دطالبانو دپوځي پرمختگونوپه هکله مرکه درلوده .دمرکې په ترڅ کي خبریال له ملابورجان څخه په دې اړه هم وپوښتل چي تاسو ولي خپل ټول پوځي عملیات په ورځ کي ترسره کوئ اودشپې مهال هیڅ چيري ستاسوکوم پوځي تحرک نه وي؟.نوموړي په ځواب کې ورته وویل چي :«مونږنه غواړوچي په غافلگیرانه توگه خپل مخالفین تر برید لاندي ونیسو ځکه په دې طریقه دهغوی په منځ کي مرگ ژوبله زیاته راځي اومونږ نه غواړوچي هغوی ووژل شي ، بلکي غواړو چي دهغوی دوژلوڅخه پرته سیمي ترخپل کنترول لاندي راولو. ملابورجان دبیت المال له پیسوڅخه دشخصي کارونولپاره په هیڅ ډول استفاده نه کوله نوروته به یې هم داخبره کوله چي :مجاهدین په بیت المال کي خیانت وکړي نو ستونزي یې ډیریږي یعني بشري اومالي تلفات یې ډیریږی .سره له دې چي ملابورجان ټول وخت په لویومسؤلیتونوکي تېرکړی ؤ ، خو کورنۍاقتصادي وضعه یې ډیره کمزورې وه . .په داسي حال کي چي ده خپل ټول عمر په جهادکي تېر کړی ؤ او دخپل شخصي ژوند لپاره یې په اقتصادی لحاظ هيڅ كار نه ؤ كړی اونه یې هم له بیت المال څخه ناوړه استفاده کړې وه.نو دورځني ژوند گذاره یې تر دې اندازې خرابه وه چي دکور دورځنیو اساسي اړتیاوو درفع کولو لپاره به یې له ملگرو څخه پیسې قرض اخیستې اوبیابه یې هغه مشکل باندي حل کاوه


مړینه

ملاامین الله ( شهیدملابورجان )د۱۹۹۶ کال دسپتمبردمیاشتې په ۲۷ مه ،دچهارشنبې په ورځ مازدیگرمهال په ۴بجې دوریښمین تنگي په سیمه کي د برهان الدين رباني تر مشری لاندی دولتی ځواکونو دزریدارټانگ د مرمۍ دلگیدوله امله په ومړ ،په دي سره دملا بورجان ( ۳۸ ) کلن جهادي پایته ورسید